شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسکاټ میلر افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو ټینګار کړی

سکاټ میلر افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمیدو ټینګار کړی

تاند(سه شنبه، د اسد ۷)  په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما د نوي راپور په ځواب کې وویل چې د تاوتریخوالي کچه “خورا لوړه” وه او باید کمه شي.

هغه زیاته کړه چې ملکیان د تاوتریخوالي بیه ورکوي ، او دایمي سولې ته د رسیدو لپاره باید تاوتریخوالی کم شي.

د ملګرو ملتونو نوي راپور چې پرون خپور شو ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ نیمایې کې ۱۲۸۲ کسان په افغانستان کې تاوتریخوالي کې مړه شوي او ۲۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د راپور په وینا ، پداسې حال کې چې د ملکي تلفاتو شمیره د ۲۰۱۹؛کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۱۳ فیصده کمه شوې ده.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره د دواړو خواو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ملګري ملتونه د بهرنیو عملیاتو او داعش په بریدونو کې د ملکي تلفاتو په سلو کې ۱۳ فیصده کموالی په ګوته کوي.

د راپور په وینا، د طالبانو او حکومتي ځواکونو لخوا په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه کمه شوې نه ده.

راپور د ملکي تلفاتو ۴۳ سلنه پړه پر طالبانو اچوي.

طالبانو دغه راپور رد کړ او ویې ویل چې دا ډله د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له شته امکاناتو کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب