Homeخبرونهد افغانستان حکومت او طالبانو د اختر په درې ورځو کې رسمي...

د افغانستان حکومت او طالبانو د اختر په درې ورځو کې رسمي اوربند اعلان کړ

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوی اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ددې لپاره چې هېوادوال د اختر شپې او ورځې په خوښۍ سره ولمانځي زمونږ ملګري دې د اختر په لومړیو درېیوو ورځو کې دې په دولتي کسانو باندې هیڅ ډول بریدونه نه کوي.د یادې ډلې مشرتابه دغه راز خپلو جنګیالیو ته امر کړی که د مقابل لوري ورباندې برید کېږي ځواب دې یې ورکړي.

طالبانو له خپلو کسانو غوښتي چې تر خپلو نفوذي سیمو ونه ووځي او همدارنګه حکومتي کسانو ته دې د دوی تر واک لاندې سیمو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان حکومت د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د درې ورځیني اوربند د اعلانېدو هرکلی کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ولسمشر محمد اشرف غني ټولو افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې اوربند په سمه توګه رعایت کړي.

صدیقي دغه راز ویلي «د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، اما د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.»

دا دریم ځل دی چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د طالبانو له لوري رسمي اوربند کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...