جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني له عبدالله وغوښتل چې کرام الدین کریم له پنجشېره وشړي

ولسمشر غني له عبدالله وغوښتل چې کرام الدین کریم له پنجشېره وشړي

تاند (سې شنبه، د اسد۷) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشېر پر خلکو او د پخلاینې د ملي شورا له رييس عبدالله عبدالله وغوښتل چې د فوټبال د فدراسیون پخوانی ريیس کرام الدین کریم له پنجشېره وشړي.

ولسمشر غني دا خبره نن د سام په هغه غونډه کې وکړه چې کابل‌ یې کوربه دی او د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو مشران پکې په حضوري او غیر حضوري ډول ګډون لري.

کرام الدین کریم له خپلې دندې په ناوړه استفادې او د فوټبال له ښځینه لوبغاړو سره پر سپک چلند تورن دی. د فوټبال نړیوال فدراسیون نه یوازې پرې بندیز لګولی بلکې په تور لیست کې یې شامل کړی دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون اخلاقي کمېټې، فیفا، د تېر کال په جون میاشت کې پر کریم تور پورې کړ چې په فرانسه کې يې د نړیوال جام سیالیو پر مهال د فوټبال ښځینه لوبغاړې ځورولي او له دې کبله نوموړی یو میلیون ډالره جریمه کوي.

وروسته د ورزش د حکمیت محکمې په فوټبال کې له حضوره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني رئیس کرام‌الدین کریم دایمي محرومیت تأیید کړ.

ښاغلي غني په کابل کې د جګپوړو چارواکو په غونډه کې وویل«زه هر هغه چارواکی او دولتي مامور له کاره لېرې کوم او له قانوني تعقیب سره یې مرسته کوم چې په فساد کې لاس لري یا له خپل واکه ناوړه استفاده کوي.»

ده زیاته کړه«زه د پنجشېر پر خلکو او ډاکتر عبدالله ږغ کوم چې ښاغلی کریم له پنجشېره وباسي او یا له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې هلته د هیواد اساسي قانون تطبیق کړي.»

ده زیاته کړه، د کریم او یا د واشنګټن د سفارت د دېوال په شان د قضیو په وړاندې باید فوري اقدام وشي.

ښاغلي غني له نړیوالې ټولنې، ماهرانو او لویې څارنوالۍ وغوښتل چې د دېوال قضیه، د روغتیا وزارت او د کورونا لپاره په ځانګړو شویو مرستو کې د والیانو د ناوړه استفادې او فساد تورونه په ګډه وڅېړي.

ولسمشر غني په غونډه کې د سولې پر پروسې هم خبرې وکړې، ویې  ویل، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره به په یوه اوونۍ کې بین الافغاني خبرې پیل شي.

ښاغلي غني وویل، افغانان سوله او پخلاینه غواړي، خو طالبانو د افغانانو او حکومت په وړاندې جګړې ته دوام ورکړی او داسې شواهد نه ‌شته چې وښيي دې ډلې له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرې کړې دي.

حکومت تر اوسه شااوخوا ۴،۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له خپله اړخه ۸۶۱ بندیان خوشې کړي دي.

خو حکومت د څه کم ۶۰۰ طالب بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت ښوولی او وایي دوی جرمي دوسیې لري.

په همدې حال کې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په خپل اختري پیغام کې حکومت د سولې په خبرو کې په ځنډ تورن کړی دی.

په دغه پیغام کې ملا هبت الله له طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې حملې ونه کړي.

5 COMMENTS

  1. غنې بابا،
    د نړې په هېڅ هېواد کې خلکو ته داسې ډبل استندرد نشته چې دلته په افغانستان کې تطبیقېږي. د نورو منطقو خلک له ګناه پرته په بندې خانو کې پراته دي، خو دا پنجشېری سره له دې چې په نړیوال تور لست کې شامل هم دی آزاد ګرځي او حکومت یې د نیولو لپاره (ګلمرجان) ته عذر کوي. امرالله خان پنجشرۍ ستاسو لومړی معاون دی او ته له نورو ولې غواړې چې کرام الدین وشړي. که امرالله دومره بې کسه دی چې یوازې له پنجشیره یو خاين نشې ایستلی، نو ته او خدای چې دا ضرور و چې هغه لومړۍ معاون وټاکې. شل کاله شو چې له دې خاصې طبقې سره همدا مصلحت روان دی. ددې منطقې غل، قاتل، اختطافچې يا بل هر مجرم نه بندې کېږي او نه هم څوک ورته سزا ورکوي. لکه کرام الدین داسې لسګونه نور لوټمارن شته چې په پنجشېر کې ازاد ميلې او چړچې کوي. لکه چې دا ساحه افغانستان پورې تړلې نه وي. معنوی تر اوسه د انتخاباتو د کمیسیون موتر استعمالوي او څوک یې ؤالله که پوښتنه هم وکړي. هيله ده چې دا بد او ډبل ستندرد له منځه ولاړ شي.

  2. پنجشیر د افغانستان یو ولایت دی نه یو مستقل هېواد چې ولسمشر یې له رئیس څخه د مجرم د نیولو غوښتنه کوی دا په دې معنی چې افغانستان ویشل شوی خو ناخبره ساتل شویو الله دې خیر کړی.

  3. ښاغلي ډاکتر غني سلام،
    په حيث د يوه اولس مشر دا څنګه کيدای شي چه ځان له داسي وړو موضوعګانو سره په کار اچوي چه يو علاقهدار يا يو ولسوال د يو ي ولسوالی يا علاقهداري داسي جينايي موضوعګاني په نيم ساعت کي حل کولاي شي او تاسو په حيث د ريس جمهور راځي د اپوزشن له مشره غوښتنه کوی چه دا سړی له پنجشيره وشړه.
    تاسو په د تيرو پنځو کلو ولسواکي ونهکړاي شواي چه يو عدليه او اجرايه سيستم ځاي په ځاي کړي چه داسي مجرمينو ته قانوني جزا ورکړي او بيا راځي له عبدلله نه دا غوښتنه کوي چه پلانی وشړه، نو له د نه دا ښکاره کيږي چه د عبدلله اوتوريتي ستاسو تر اوتوريتي نه جګه ده نو ښه به دا وي چه دا خپله چوکی عبدلله ته وروسپاره.
    زه په د کي ډير شک لرم چه تاسي به.و نه کړاي شی د افغانستان دا کړکيچن ربړ حل کړي.

  4. عجب اسلامی جمهوریت او عجب ولس مشر ؟ دی چی نوموړۍ دا ډول شرموونکۍ خواهش د قاتل عبدالله عبدالله څخه کوی چی هغه ددوی قاتل او فحش همکار د پنجشیر څخه وشړی او دی تش په نامه ولس مشر ددی خائين خواهش په واسطه ثابتوی چی پنجشیر یو ازاد مملکت د قاتلانو له خوا مینځ ته راغلۍ دی او اوس څرګنده شوه چی ولی ټول غیری پنجشیری کسان باید د پنجشیر داخلیدو ته باج ورکړی ، دی بی شرمه ډرامی حتی د مداری ډرامی کرزای خیانتونو ته هم ماتی ورکړه ، دا غلام ولس مشر ؟ شرمناکه خائين معاملګر دی او عبثی باټی وهی ! افغانانو ددی غلام دداسی خائین خواهش څخه څرګندیږی چی هزارجات او جوزجان هم د پنجشیر په شان د افغانستان له نقشی څخه په مرموز شکل سره جدا شوی دی او افغانان دی خائين مشر ؟ په خپلو ډرامی چرندیاتو او باټو مشغول ساتلی دی !!!!

  5. ښاغلی ولسمشر غنی د ستیج مخی ته دخبرو په وخت کله په لوړ او احساساتی اواز غیر ارادی خبری او خنداوی کوی. چه په دغه کار سره د ولسمشر حیثیت ته هر وخت صدمه رسیدلی ده.
    د کرام الدین په موضوع کی عبدالله ته خواست کول دامعنی لری چه ولسمشر غنی د لمړی دوری ولسمشری څخه په اوسنی دوهمه دوره کی تر ټولو وختو ضعیف او نا چاره دی.
    بل دا چه یو ولسمشر ته پکار نه دی چه دشمال او جنوب خبره وکړی، او یا د جلال اباد او پنجشیر خبره وکړی، ځکه افغانان او نور نړیوال بیا بل ډول برداشت کوی، چه په دغه کی سمتی او قومی اور ته لمن یوه معنی لری، د ضعف او کمزوری په معنی هم راځی، د عبدالله قوت هم څرګندوی او په ټوله کی یو ګډوډ او د نا امیدی حالات رامینخه کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب