جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاد ماغزو په اړه ځينې ناسم باورونه/ ژباړه: محب الله آرمل

د ماغزو په اړه ځينې ناسم باورونه/ ژباړه: محب الله آرمل

د انسان د مغز په اړه زيات ناسم باورونه موجود دي، د بېلګې په ډول ويل کيږي چې مغز د مطالعې په مهال له متن يوازې لس سلنه موضوعات ذخيره کوي خو تاسې چې همدا اوس کوم متن لولئ تر لس سلنه زيات ترې اخذ کوئ.

ليکنه ولولئ او د انسان د مغز په اړه ځينې ناسم باورونه وپېژنئ. البته دا هغه باورونه دي چې، له رسنيو نېولې، تر ښوونکو، کتابونو هر څه او هر چا سم بللي او نورو ته يې هم ور زده کړي دي.

۱ : د مغز د ظرفيت له لسمې برخې ګټه اخستل

مشهور ارواپوهـ وېليم جمز په ۱۹۰۷ زيږديز کال ادعا وکړه چې « زه مې د خپل مغز له ډېر کمې برخې ګټه اخلم ». وروسته د نوموړي ياده خبره رسنيو داسې تعبير کړه چې ځينې کسان د خپلو ماغزو له لسمې برخې کار اخلی، يا خپل لس سلنه مغز کاروي. خو پر مغز شوې څېړنې په ډاګه کوي چې موږ د خپل مغز له ټولو برخو ګټه اخلو، که څه هم د مغز ټولې برخې هم مهاله فعاليت نه کوي خو داسې هم ندي چې هېڅ وخت به فعالې نه وي، همدا لامل دی چې د مغز اندک برخې ته صدمه ورسي خطرناکې پايلې لري چې له هغې جملې مغزي سکته يادولی شو.

۲ ـ نوزېږو ماشومانو ته د دوی د خلاقيت او هوښ د پياوړتيا په موخه کلاسيکه موسقي اورول .

په ۱۹۹۸کال کې د امريکا په جورجيا ايالت د په کورنيو د کلاسيکې موسقۍ سي ډي ګان ووېشل شول. په دغه سي ډي ګانو کې تر موسقۍ مخکې دا سې پيغام هم وو چې : موږ هيله لرو چې دغه سي ډي به هم تاسې واورئ او به يې خپلو ماشومانو ته ور واوروئ تر څو دوی هم لا هوښيار او ځيرک لوی شي.

په مغز د کلاسيکي موسقي تاثيرات يا اغېزې د موتزارت په نوم ياديږي، په ۱۹۹۳ ميلادي کال په کارولينا پوهنتون کې په ۳۶ محصلينو څېړنه وشوه چې په ډاکه کوله يې هغه برخه محصلين چې د ازموينو په وخت کې يې موسیقي اورېدلې وه IQ درجه يې لوړه او تر هغو يې ښې نومرې اخیستې وې چې دا کار يې نه و کړی.

خو دغه ډول څېړنې بيا هېڅ کله ندي ترسره شوې خو په ۱۹۹۹ کال په هارورډ پوهنتون کې يو ځل بيا ورته څېړنه وشوه ترڅو معلومه کړي چې موسقي د هوښيارتيا لامل کېدا شي او کنه، خو څېړنې دا ځل کوم مثبت نتايج تر لاسه نکړل او څېړونکو وويل چې دغه باور واقعي ندی .

۳ ـ په لويانو کې مغزي وده

موږکان، سويان او آن الوتونکي ژوي هم کولی شي چې په خپلو مغزو کې نوي نيورونونه توليد کړي او رشد و نمو ورکړي. مخکې دا باور موجود وو چې د انسان مغز د عمر په تېرېدو زيات فعال کيږي، خو د پرلپسې ۱۳۰ کاله څېړنو نه وروسته په ۱۹۹۸ کال کې دغه باور غلط و بلل شو، څېړنو وښوده چې د بالغو کسانو د مغز ځينې برخې نوي نيورونونه توليدوي او مغزي فعاليت يې روان دی داسې نده چې ګويا دغه نيورونونه به په مغز کې له څلوېښت کلنې وروسته وده کوي. مغز له پيل تر پايه د پرمختګ په حال کې وي او خپلې تخريب شوې برخې په بيړه ترميموي.

۴ ـ د نارينه و مغز له ښځنيه پياوړی بلل .

د نارينه وو او ښځو مغز ډېر لږ توپيرونه لري  او هغه هم د هيپوکمپوس په برخه کې چې دغه برخه د مغز د خاطراتو برخه ده، څيړونکي وايي کوم توپير چې دغه برخه کې محسوسيږي بيولوژيکي نه بلکې فرهنګي يا ټولنيز توپير دی، چې د بهرني محيط او جنسيټي ځور په وجه منځته راځي.

په ۱۹۹۹ کال يوه ډله څېړونکو د انتاريو پوهنتون کې په يو شمېر ښځو او نارينه د رياضي ازموينه واخسته چې پکې نارينه تر ښځو زياتې نمرې واخستې، د دغه پېښې نه وروسته ټولې هغه ښځې چې په دغه ازموينه کې يې ګډون کړی و تر څېړنې لاندې ونيوې او پايله يې دا شوه چې کومو ښځو په ازموينه کې کمې نمرې اخستې وې په ماشومتوب يا د ژوند په نورو وختونو کې د جنستي او ټولنيزو ځورونو سره مخ شوې. بيا يوه بله ازموينه واخستل شوه او داسې نارينه او ښځې پکې وټاکل شوې چې ټولنيز، فرهنګي او جنستي ځور يې نه وو ليدلی او پايله کې ثابته شوه چې دواړو يو شان نمرې اخستې دي.

۵ ـ له خوب سره د (کوما) ورته والی

په اکثرو فلمونو کې بې هوښه کسان يا هغه کسان چې د کوما په حال کې وي داسې ښودل کيږي چې ګواکي ويده دي او څه وخت وروسته چې څو شپې ورځي تيري شي روغ رمټ له کټ راپاڅي. په واقعي نړۍ کې چې کوم کسان له کما نجات مومي توانمندي ته اړتيا لري، داسې نده چې ګواکي ويده غوندې دي او څه موده وروسته به په هوښ راشي.

په ۲۰۱۲ کال کې فرانسوي څيړونکي متوجه شول چې د مغز تر ګردو فعاله برخه چې آن د خوب په وخت هم فعاليت کوي د کوما په حال کې غير فعاله کيږي، کوما حالت تر درې يا څلورو اونيو زيات دوام نکوي.

۶ ـ د حافظې پراختيا او حل کېدونکی جدول.

که چېرې د متقاطع کليمو جدولونه چندان نشئ حل کولی او کومه خاصه علاقه هم نه ورسره لرئ تاسې ته يو زېری لرم؛ د د عصبي طبابت څېړونکي وايي چې حل کېدونکی جدول ستاسې سره مرسته کوي خو يوازې د جدولونو د حل کولو په برخه کې او بس.

د آلبرت انشټاين پوهنتون څېړونکو په ۲۰۱۱ کال کې معلومه کړه چې د جدولونو حل کول زيان نلري خو دا هيله هم مه ترې کوئ چې ستاسې هېرشوي معلومات به د جدولونو د حل کولو په وسيله بېرته ترلاسه کړئ.

1 COMMENT

  1. السلام علیکم ورحمة الله!
    نیکی هلی او احترامات می ومنی
    یوه پوښتنه لرم او هغه دا چی مخکی می ذهن ښه ووهر څه می یادیدل خبره به را څخه نه هیریدله مګر دا دیر وخت کیږی تقریباً د یو یونیم کال څخه زیات چی کور مغزی شوی یم په ظرف د څو څانیو کی را څخه هر څه هیریږی مثلاً مبایل می لاس کوی خو را څخه هیر وی زه وایم که ورک دی را څخه همدارنګه مطالعه کووم څه می نه یادیږی او عمر ۲۳ کاله دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب