یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد موبایل او ټبلیټ د شیشو خورا کلک ساتونکی جوړ شو

د موبایل او ټبلیټ د شیشو خورا کلک ساتونکی جوړ شو

تاند- اې پي ایس پروډکټ کمپنۍ د نینو ټکنالوژۍ په مرسته د موبایل ټېلفونونو د شیشو د ساتنې لپاره یو نوی محصول راوایست چې په سترګو نه لیدل کېږي خو د الماس هومره کلک دی.

د موبایل ټېلفونونه او تبلېټونه عموماً د خلکو له لاسه لوېږي او ژر یې شیشه یا سکرین ماتېږي. د موبایل د شیشې بیه زیاته ده او ځکه په ماتېدو یې خاوند زیات خوابدی کېږي.

د موبایلونو او ټبلېټونو د شیشو د ساتنې لپاره راز راز کاورونه یا پوښونه بازار ته راوتلي خو لا یې هم د موبایل د کاروونکو رضایت نه دی ترلاسه کړی.

خو اوس اې پي ایس پروډکټ (APS Proudukte) داسي کاوور جوړ کړی چې په سترګو نه لیدل کېږي خو د موبایل او ټبلېټ کلکه ساتنه کوي.

په نینو تکنالوژۍ د دې محصول بله ښه ځانګړنه دا ده چې د سکرین مقاومت ۶۰۰ سلنه زیاتوي.

په حقیقت کې د سکرین مقاومت د الماس هومره کلکوي او که هر څومره تېره څوکه ورسره ولګېږي نه داغ کېږي او که په څټک ووهل شي، نه ماتېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب