شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینماد امریکايي ستوري د میاشتې ۲ ملیون ډالري لګښت

د امریکايي ستوري د میاشتې ۲ ملیون ډالري لګښت

تاند- د مشهور امریکايي سینمايي ستوري (جاني دپ) منېجران وايي چې د هالیووډ د دغه نامتو ستوري د مالي ستونزو اصلي علت دا دی چې هره میاشت پر بېلابېلو غیرضروري چارو ۲ ملیون ډالره لګوي.

هغوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې په خپله جاني ډپ په وروستیو کې له هغې کمپنۍ شکایت وکړ چې د ده د مالي چارو منجمینټ یا اداره یې په غاړه ده.

جاني ډپ

خو (منجمینټ ګروپ) کمپنۍ ویلي چې جاني دپ تېر کال نژدې ۷۵ ملیون ډالره د خپلو ۱۴ کورونو پر فرنېچر او ترمیم لګولي او په ۲۰۰۸ کې یې یوازې ۳ ملیون ډالره د امریکايی لیکوال هنټر ایس ټامپسن د جنازې په مراسمو او د توپ په وسیله د ایرو په خپرولو خرڅې کړي دي.

دغه شرکت د ښاغلي دپ نور لګښتونه په دې ډول ښودلي دي:

په ۱۸ ملیون ډالره تفریحي بېړۍ

په ۴ ملیون ډالره د موسیقۍ د ثبت او خپرولو کمپنۍ چې ناکامه شوه.

په ۳ ملیون ډالره د ټامپسن جنازه او ایرې

۴۰ مامورینو ته د میاشتې ۳ لکه ډالره معاش

د شخصي الوتکې د ساتنې لپاره د میاشتې ۲ لکه ډالره

د ۲۴ ساعته پیرې لپار ساتونکو ته د میاشتې یولکو پنځوس زره معاش

د میاشتې د ۳۰ زره ډالرو الکول

منجمینټ ګروپ همداراز ویلي چې ښاغلی دپ پر دې سربېره نور مصرفونه هم لري؛ د خپلو هالیووډي فلمونو او وسایلو د ساتنې لپاره ۱۲ ګودامونه لري. ۲۰۰ هنري اثار یې په ملیونونو ډالرو رانیولي چې ساتنې ته اړتیا لري، ۷۰ ګیتارونه یې په ملیونونو ډالرو اخیستي چې ساتنه یې هم پیسو ته اړتیا لري.

پر دې تاوانونو سربېره جاني دپ دوې اوونۍ پخوا له خپلې مېرمنې امبر هرد جلا شو او موافقه یې وکړه چې هغې ته به ۷ ملیون ډالره ورکړي.

هرد ویلي چې دا پیسې به یوې مرستندویې ټولنې ته وبخښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب