شنبه, مې 4, 2024
Homeمیرمنپه ختیځ کې هم د میرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی

په ختیځ کې هم د میرمنو ژوند له ګواښ سره مخ دی

لیکونکی: د لوپټې مجلې اداره –

اوس دا بیخي روښانه ده چې افغان ښځي له ډیرستونزو سره مخامخ دي ، د وروستیوڅیړنو له مخې یوازې د افغانستان په ختیځ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۳۰۰پیښي ثبت شوي چې اکثره یې د فزیکي تاوتریخوالي پیښې جوړوي.

نړیواله ټولنه د میرمنو د ژوند د بهبود لپاره خپل لرلید لري او د تطبیق لپاره یې په وروسته پاتي او مخ پر وده هیوادونو کې کارکوي، هغه هیوادونه چې دمیرمنوژوندله ګواښ سره مخ دي ،دهغه هیوادو په ملي ستراتیژيواو پلانونوکې د ښځودحقونولپاره یولړلومړیتوبونه لري، افغانستان چې میرمنې پکې د ډیروحقونوڅخه بې برخې دي، د نړیوالې ټولنې پرمټ هلې ځلې رواني دي چي دعامه پوهاوي ترڅنګ دکاري زمینو په برابرولودښځو په ژوندکې ښه والی راشي .

هسی خو اټکل کیږي چې دنړیوالې ټولنې ،افغان دولت او ملي او نړیوالو خیریه

ادارو پرمټ چې د ښځو د حقونو لپاره کارکوي ،دښځو د تاوتریخوالي کچه راکمه شي ،خو هرکال د دغه اټکل خلاف د تاوتریخوالي کچه مخ په لوړه روانه ده او داځکه د اندیښنې نه ده چې افغان ښځې ډیری نالوستی او له خپلو حقونو څخه ناخبره دي،او چې څومره دعامه پوهاوي کچه پراختیا مومي، ښځې د خپلو حقونو څخه خبریږي، او دخپل حق غوښتلو لپاره اړونده ارګانونو ته مراجعه کوي .

هرکال اوس په ټول افغانستان کې دنومبر۲۵ د بشرحقونو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي او د ښځو د تاوتریخوالي په نوم ۱۶ورځنی کمپاین له همدې نیټې شروع کیږي او دډسمبرتر۱۰ ادامه پیداکوي.

ددغه کپماین په ترڅ کې رسنیو ریپوټ کړه چې یوازې دافغانستان په ختیځ کې

د ښځو پروړاندې درې سوه (۳۰۰)د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوي چې ډیرې يې په ننګرهار ولایت کې دي،دغه پیښې د بشرحقونو د کمیسیون له لوري د افغان دولت اړونده ادارو سره شریکې شوي چې اوس مهال د څیړنو لاندې دي، د تاو تریخوالي پدې پیښو کې دیرش یي جبري ودونواو نورې فزیکي تاوتریخوالی  پیښې دي.

په کونړ کې هم د ښځوپروړاندې د تاو تریخوالي څلوردیرش (۳۴) پیښې ثبت شوي چې د تیر کال په پرتله پکې ډیروالیراغلی،په دغه  قضیوکې یوشمیر د قومي مشرانو په مټ د جرګو مرکو له لارې اوارې شوي او یوشمیر نورې اړونده عدلي اداروته رسما معرفي شوي،داخو دښځو چارو او اړونده ارګانونو سره دثبت شویو پیښوشمیري دي خوشایددغه پیښې لدې هم ډیرې وي او ښای ثبت شوي نه وي.

د کونړامنیي قومندانۍ یوازي ۱۲پیښې موندلی او قضیي یې د اړونده ارګانونو سره شریکي شوي دی.

سږکال بیاهم په کونړکې یوشمیرادارې دښځو دحقونو لپاره کارکوي ،چی ترډیره یې کارونه په مرکزکې راټول او دسمینارونو او ورکشاپونو په شکل دی چی ډیرموثرنه ګڼل کیږي ،دبشردحقونو فعالان وای چی دښځو ژوند ترډیره په اطرافو کي دګواښ سره مخ دی او دغه ډول پروګرامونه هم باید اطرافو ته وغځیږي .

که غواړو چی په کونړکي دښځو ستونزي راکمی شي له هرڅه دمخه باید تعلیم ته ډیره توجو وشي اوس مهال په کونړ ولایت کې دوه اویا (۷۲۰۰۰) زره نجونې ښونځیو ته ځي، چی زیات شمیر یې د شپږم ټولګي وروسته ښوونځي پریږدي او لامل يې د ښځینه ښوونکو کموالی دی ،اساسي کاردادی چې دولسونو سره کاروشي چې دښځو لپاره دتعلیم مساعدچاپیریال رامنځ ته او نجوني ښونځي ته لاړې شي ترڅو په اوږدمهال کې هم دغه ستونزی پای ته ورسیږي .

دغه مالومات د کونړ ولایت په څوکۍ ولسولوالۍ کې په یوه ازاد بحث کې چې په ختیځ کې د ملګروملتونو استازې ادار یوناما په زیار او همکارۍ  جوړی شوی و د کونړ ولایت چارواکو او په ختیځ کې د بشرحقونو خپلواک کمیسیون استازو لخوا پرې بحث وشو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب