جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېټولنیز عدالت ولې نه مراعتېږي؟ | ډاکټر عطاالله زيارمل

ټولنیز عدالت ولې نه مراعتېږي؟ | ډاکټر عطاالله زيارمل

تېره ورځ يوه سپین ږيري ویناوال په لویه غونډه کې خپل کالي د احتجاج په ډول وغورځول او په لومړي ځل یې په دې ډول خپل اعتراضیه غږ د چارواکو تر غوږو ورساوه، چې د وطن په ځینو برخو کې له خلکو سره دوه ګونی چلند کېږي او ځینې خلک په زوره له خپلو مېنو څخه شړل کېږي. هغه دومره احساساتي و چې په خپلو خبرو کې یې له داسې موضوعاتو سره هم تماس ونیوه چې ډېرو خبرو یې یو له بل سره تړاو نه درلوده. طبيعي ده چې که څوک په داسې یوه سنتي ټولنه کې د لومړي ځل لپاره په نوي انداز خپل اعتراض کوي نو حتمي ده چې خبرې به یې تسلسل و نه لري.

زه د هغه په ټولو خبرو تبصره نه کوم خو دا یوه موضوع ډېره د اندېښنې وړ ده چې رښتیا هم په افغانستان کې ټولنیز عدالت نه مراعتېږي او نه هم حکومت دې حساسې موضوع ته تر اوسه پاملرنه کړې ده. ټولنیز عدالت یوازې د ځينو خلکو د حقوقو د خوندي کولو مانا لري خو که د بل قوم یو کس همدا د ټولنیز عدالت غږ پورته کړي بیا د ډېرو کسانو له لوري ښکنځل کېږي. دا ډول اعتراض زموږ د وطن د ټولنیزو بې عدالتیو یو تریخ انځور ښيي او باید چې د دې سپين ږيري خبرې بابیزه و نه ګڼل شي او نه هم ورباندې څوک وخاندي ځکه چې متل دی: ځمکه هغه سوځي چې اور ورباندې بلېږي..

ځينو ليکلي چې ولې یې پخوا دا غږ نه پورته کاوه او ځينو بل ډول تبصرې کړې دي.‌ خو که همدې موضوع ته لږ له بلې زاویې وکتل شي نو بیا بله مانا لري. د بې عدالتیو پر وړاندې که هر وخت غږ پورته شي باید حکومت هغو خلکو ته غوږ ونیسي او که په لوی لاس همدا ډول د اعتراض غږونه چوپ کړای شي نو په ټولنه کې عقدې نورې هم ژورېږي او ريښې کوي. دا بیا لکه د سرې اور، پټ تيتېږي او بیا د دې تیت شوي اور مړه کول هم دومره اسانه خبره نه ده. زیات وخت نظامونه د همداسې پټ بل شوي اور له امله سوځي او له منځه ځي.

د بې عدالتيو په اړه به یو کوچنی مثال در کړم چې پرون مې هسې د ښوونې او روزنې ویبپاڼه را خلاصه کړه چې هلته د (ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ د مرکز لوی ریاست) په ویبپاڼه مې سترګې ولګېدې. کله مې چې د پښتو برخه کلیک کړه نو په هره برخه کې یې همدا لیکل شوي چې (ډېر ژر …). بل اړخ ته د دري په برخه کې بیا د شاګردانو لپاره ټولې ساينسي تجربې په ښه او مسلکي ډول له حمد او ثنا وروسته وړاندې شوې دي. ډېر یې حیران کړم چې دا ډول حمد او ثنا څه مانا لري؟ په حقیقت کې د دې ټولو ویډیوګانو جوړولو باندې دولتي بودیجه مصرف شوې ده خو ګټه یې یوازې د یوې ژبې کسانو ته رسېږي. ټولنیزه بې عدالتي توره وي او که سپینه؟ ولې دا ځینې خلک دومره سپین سترګي شوي چې هر څه په بډه وهي او دا نور خاموش اکثریت ور ته په رډو رډو ګوري. تاسې فکر وکړئ چې په دې سختو شرایطو کې به د وطن د هغو شاګردانو وضعیت څنګه وي،‌ څوک چې یوازې په پښتو ژبه باندې خبرې کوي؟ ولې چارواکي په هر څه باندې سترګې پټوي؟ ولې موږ خپل ځان نه جوړوو؟ د حمد او ثنا ویل باید همدا موږ ته وښيي چې د نورو حق و نه خورو او په راکړل شویو مسؤلیتونو کې عدالت وکړو. دا مې د مشت نمونه خروار په ډول دلته یو مثال در کړ. حکومت د دغسې بې عدالتیو مخه په ډېره اسانۍ سره نیولی شي که اراده یې ولري. حکومتي چارواکي له دې ناخبره دي چې د همدې بې عدالتیو د مخنيوي لپاره یې سوګندونه کړي دي. دوی باید خلکو ته ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو دی او د ټولو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو مسؤلیت لري.

په پای کې به دومره زیاته کړم، چې متاسفانه په دا شلو کلونو کې هم تر اوسه د ځينو پر ګومان ډيموکراسي بېخي بله مانا لري، چې د همدې معترض سپين ږيري په وینا کې یې څرک پیدا کولی شو، خو د دومره رسنیو او مدني فعالانو په شتون کې بیا هم ولې تر اوسه ډیموکراسي سمه تعریف نه شوه او نه هم د ټولنیزو بې عدالتیو څخه په زغرده پرده پورته شوه.

د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ د مرکز لوی ریاست ویبپاڼه دا ده:

www.gdsc.gov.af

4 COMMENTS

  1. د لوی خدای(ج) څخه ډیر منندوی یو چې مونږ ته یې بریالیتوب را په برخه کړ. تر څو د ساینس او ښوونیزې تکنالوژی لوی ریاست تر نامه لاندې په دري، پښتو او انګلیسی ژبو، د پوهي د پرمختګ، د ساینس او ریاضیاتو لپاره انترنتی سایت جوړ کړ، تر څو د پوهنې ټول مینه­والو ته یو ښه مرستندویه او لارښوونکی د ګرانو هیوادوالو لپاره څرګند شې.

    څرنګه چې د زده­کړي اصطلاح پخپل ذات کې یوه وسیله ده چې انسانان د هغی وسیلي څخه په خپل مسلکی ژوندانه کې تری څیره او بڼه اخلی. چی د همدی امله یو روښانه راتلونکی په خپل میل او هیلو سره برابروی. او د شعور په درلودلو سره په هغه باندی تسلط پیدا کوي. پس د انسانانو د ژوند هیڅ یوه ګړی (لحظه) د زده کړی څخه تش نه وي. همدارنګه داسی یو انسان نه پیدا کیږی چی پخپل ژوندانه کی یی زده­کړه نه وی کړی او یا هم زده­کړه یی نه وی ورکړی. البته د ژوندانه ښکلا په همدی کې ده چې انسان په دوامداره توګه د زده­کړی ورکولو او زده کړی په حال کې وي. په دی ٌصورت کې کولاي شو زده­کړه او زده­کړه ورکول د ژوندي پاتې کیدو د یوی ځانګړی موخی په نوم سره ونوموو. هرڅومره چې زده­کړه او د زده­کړی ورکول په ښه ډول سره صورت ونیسی، ژوندي پاتې کیدل او ژوندکول خوندور او د ډیری معنی درلودونکی کیږي. څرنګه چې د پرمختللی جهان تجربو جوته کړی ده، هرڅومره چې انسان ښه تربیه او زده­کړه ترلاسه کړي او زده­کړه خپل هنر وګرځوي نو په هماغه کچه ډیر شرایط لکه: ګټه، کامیابی، نیکمرغی، پرمختګ، ترقی، ښه ژوند او د نسل بقا په نصیب یی کیږي. له دی څخه پرته د خپلې ټولنې لپاره یو فعال او د کاروړ شخصیت حسابیږي او ټول دغه ډول زده­کړه­ ييز شخصیتونو ته ډیر اړين او درناوی یی کوي.

    څرنګه چې طبیعی علوم یوه ترتیب شوي مجموعه د انسان د لاسته راوړنو پایله د طبیعیت د عالم د درک لپاره ده چې د تجربو په مرسته لاسته راځي. بناْ د پوهنې د وزارت له رهبری پلاوی څخه چې د نوموړی سایت په جوړولو کې د ساینس او ښونیزی تکنالوژی سره هر اړخیزه مرسته کړی مننه کوو.

    ستاسو د سالمه وړاندیزونو او نیوه­کو په هیله

    په درنښت

    پوهندوی سید اصغر حیدری

    د ساینس او ښوونیزې تکنالوژی لوی رییس

    دموکراسی خو لا پرېږده ټحول او بدلون هیر کړه ، یوازې به کاغذ(سا)ینس نه بلکې دسیانس او تکنالوژی نوم څومره ښایسته بریښی
    پورتنی مشت نمونه خروارته ښه ځیرشی :
    که د لوی ریس لیکنه نه پوهیږم چې څومره لوی دی ؟ دضرب ،ضربو اوضریتما په فورمول کې تجزیه شی نودواړه ژبو نه یعنی پښتو اوذری څخه دریمه ژبه رامنخ ته کیږی دا به شی ضرب کفایی!ملت دې غټو القابو وخوړ.

  2. شریف زاد صیب، رښتیا هم د دې کسانو نومونه ډېر غټ دي او دومره نشي کولی چې دغه خپل ویبپاڼه لږ خلاصه کړي او وګوري چې دوی څه وړاندې کړي دي. ولې د حمد او ثنا له ویلو وروسته په دروغو ویلو پیل کوي؟

    يو خیریه بنسټ د نورو هېوادونو درسونه ژباړي او د معارف وزارت ته یې ورکوي چې له شاګردانو سره مرسته وشي او په دې سختو شرايطو کې له هغو موادو څخه کار واخلي خو دغه د ساینس او ټکنالوژی لوی ریاست دومره ځانته زحمت نه ورکوي چې خپلو کارکوونکو ته ووايي چې هغه ترتیب کړي مواد پښتو ژبې ته ترجمه کړي او د درسي ویډیو سره یې یو ځای د هېواد خوارو او له تعلیم محرومو شاګردانو ته وړاندې کړي.

    ځینې وخت سړی حیران شي چې دغه چارواکي او د دوی په اصطلاح لوی لوی رئیسان فکر نه لري او که په خپل تعصب کې دومره وړاندې تللي دي چې د نورو ژبو شاګردان ور ته انسانان نه ښکاري.

    هیله ده چې د دې مرکز مشران (!) ور ته پاملرنه وکړي.

    په درنښت

  3. سلامو علیکم داکتر صاحب زیارمل۰۰
    ذما دا د زیارمل کلمه اشنا ده په کابل کښی د داکتر نجیب الله په وخت کښی می د حیات الله خان
    زیارمل صاحب نوم یاد دی۰چه لوی څارنوال ووډیر د اخترام وړ شخص وو یا دی۰
    اصل موضوع د اجتماعی عدالت۰۰
    وایی۰۰ چه مشرغل وی کشر غل وی= دا فیصلی د غلو د غلا به څوک کوینه
    اوس مشران او کشران ټول غله دی//اجتماعی عدالت
    که مو یاد وی د داکتر نجیبالله د خکومت پای او مجاهدینان چه په کابل راننوتل چور چپاول
    تالان غلا /غصب فساد رشوت شروع شوی او دوام لری۰
    ایا دخلق او پرچم دغړو د داسی فساد خیانت رشوت او غلا به څوک څه و وایی۰لکه دا مجاهدینان۰
    نو اجتماعی عدالت هغه خلکو غوښتلو۰نه دغه د پاکستان دلالان۰

  4. سلام
    د حیرانتیا خبره داده چې پوهندوی د ژیر …… کلیمه له کوم قاموس نه را اخیستې ده .موږ به وګورو چې د سیانس او تکنالوژی نور څه ډول غونډاری ولی! دسیانس او تکنالوژی سخت ابزار خو په نرم ابزارو تکیه لری.هغه خپله هیڅ کولی نشی . دلته دپښتو اودری دواړو ژ بو کمزورتیا له تکنالوژی سره سمې نه بریښی .دامهمه ده چې ته څه ور نه غواړې د کریکولم سره برابراومعادل ،دزده کړو کچه ، د زده کړو معیاری برخې واسانتیاوې او سهولتونه ا و دولتی انسجام او اداری اړخ چې د زده کړو بنست او اساس په کې خوندی وساتل شی .
    ودانۍ ، مانیتور، ظاهری او نمایشی لاف او ګزاف ،او د زده کړو له معیاری اصولو او قاعدی څخه بهر فرهنګ ستره بیعدالتی اوډندوره ډوله تګلاری ده. تعلیم دتعلیم په جامو کې او مړۍ پورته کول دخپلې خولې په اندازه سیستم او تکنالوژۍ سره جوړ راتلی شی .
    بله دیره مهمه برخه دکیفیت او کمیت د نصاب موضوع ده چې دا هم په ۲۱ پېړۍ کی ارزښت لری . بنابر ان ددړندو ښار کي یو سترګی پاچا به معقوله لاره نه وی .هدف غریب ولس ته خدمت او کار کول نو ځکه موږهم به تبصرو کې هروخت چیغی او نارې وهو ګوندې نتیجه ورکړی او څوک یې ولولی. توکلت علی الله………

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب