شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د سولې په پروسه کې لا هم دوه ستر خنډونه شته

خلیلزاد: د سولې په پروسه کې لا هم دوه ستر خنډونه شته

تاند (شنبه، د اسد ۴) د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو شرطونه بیا په ډاګه کړل.

خلیلزاد وايي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون یوه برخه ده او باید عملي شي.

هغه دا څرګندونې د امریکا د سولې انستيټوټ په یوه غونډه کې وکړې.

زلمي خلیلزاد دغه راز په خپلو خبرو کې په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې هڅې، د امریکايي پوځیانو وتل، د بین الافغاني خبرو پیل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لیک، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د تړون مهم عناصر وبلل.

نوموړي د افغان حکومت له لوري د ځیني طالب بندیانو نه خوشې کول او د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي نه کمول د سولې په پروسه کې دوه ستر خنډونه یاد کړل.

که څه هم طالبانو ویلي که چېرې افغان حکومت د دوی پاتې بندیان ازاد کړي نو تیار دي چې له اختر وروسته د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل کړي، خو د افغانستان حکومت په خپل دریځ کلک ولاړ دی او د پاتې بندیانو له خوشې کېدو یې انکار کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب