سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو خپلواک کمیسیون: افغان حکومت د هرات په هوايي برید...

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: افغان حکومت د هرات په هوايي برید کې ملکیان وژلي

تاند (شنبه، د اسد ۴) د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي د تېرې چهارشنبې په ورځ د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي دي.

دغه کمیسیون زیاته کړې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت ویلي و چې په یاد برید کې یې طالبان په نښه کړي او ولسي خلکو ته هېڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.

خو په هرات کې د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي په یاده پېښه کې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي روان وضیعیت د اندیښنې وړ بولي او وايي ددې پر ځای چې بین الافغاني خبرو ته په نږدې کېدو سره تاوتریخوالی کم شي، لاپسې زور اخلي او د مرګژوبلې په شمېر کې په پراخه کچه ډېروالی راځي.

عام خلک وايي روان تاوتریخوالي ته دې د پای ټکی کېښودل شي او د ملکیانو له وژنې دې لاس واخیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب