دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهافغاني غالیو په نړیوال بازارکې ایران ته ستره اقتصادي ضربه رسولې

افغاني غالیو په نړیوال بازارکې ایران ته ستره اقتصادي ضربه رسولې

تاند ( شنبه، د اسد ۴) د ایران د صنعتي سکتور چارواکو او د غالیو د پلور اتحادیې مسولانو ویلي، په افغانستان کې جوړو شوو غالیو په نړیوالو بازارونو کې د ایراني غالیو ځای نیولی دی.

دوی زیاته کړې دي، چې دمګړی په نړیوالو بازارونو کې د ایراني غالیو او فرشونو پرځای د افغانستان، هند او پاکستان غالیو او فرشونو بازار خپل کړی دی.

د دوی په خبره دا ایران ته ستره اقتصادي ضربه ده او ایراني غالۍ په نړیوالو بازارونو کې هېڅ مشتري نه لري.

ایراني چارواکو یې د مشتریانو د کمېدو لامل هم د بیو لوړوالی ښودلی دی، خو په حقیقت کې افغان غالۍ په ټوله نړۍ کې تر ټولو په لوړ قیمت پلورل کیږي

د افغانستان په لاس اوبدل شوي فرشونه هم په نړیواله کچه ګرم بازار لري او خلک یې خوښوي.

د ایران د صنعتي سکتور چارواکو او د غالیو د پلور اتحادیې مسولانو ویلي، چې دمګړی یې په نړیواله کچه مشتریان پنځه اتیا سلنه کم شوي دي.

دوی دغه زیاتوي، چې خلک د بیو د ټيټوالي په خاطر پاکستاني او هندي فرشونه هم ډېرخوښوي.

افغان سوداګر وایي، چې په دې وروستیو کې نړیوالو بازارونو ته د غالیو صادرات هم ډیر شوي او لامل یې د مینه والو زیادښت یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب