جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد پلټنې اداره ځینې روغتیایي چارواکي د فساد په تورعدلي او قضايي...

د پلټنې اداره ځینې روغتیایي چارواکي د فساد په تورعدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژني

تاند ( شنبه، داسد۴) افغانستان کې د پلټنې ادارې مسولان وایي، چې  له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د فساد د ادعاوو په اړه د دوی پلټنې لاهم دوام لري.

د یادې ادارې مشرې غزال حارس نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویلې، چې د هېواد په څلورو ولایتونو کې یې د فساد د ادعاوو څېړنه کړې ده او په پاتې ۳۰ ولایتونوکې به هم د دوی پلټنې روانې وي.

د حارس په خبره په دې لړکې یې د فساد ګڼ موارد موندلي، چې د کره څېړنې او پرېکړې لپاره ډېر وخت غواړي.

هغې زیاته کړه د فساد په اړه ځينې ادعاوې بې اساسه وې، خو ځينې یې دقیقې وې، چې  دوی به یې هم په اړه ژر پرېکړه کوي.

د پلټنې ادارې مشرې د وینټلاټورونو په اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه بللي او زیاته کړې ده، چې یادې ادارې دوی ته د اسنادو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

آغلې حارس همدا راز په دې خبري غونډه کې وویل، چې د عامې روغتیا وزارت او ولایتي ادارو ځینې چارواکي به له وظیفوي صلاحیتونو په ګټې اخیستنې او د فساد په تورعدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

نوموړې په خپلو خبرو کې د چا نوم یاد نه کړ.

حارس وایي: « له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په لګښت کې پراخ فساد موجود دی، په لوړو بیو توکي اخیستل شوي، غیر اړین توکي پېرل شوي، د پیسو د حیف میل لپاره سیستماتیک کار شوی دی، چې دا هر څه به ولس ته روښانه کېږي او په اړه به یې عدلي او قضايي ادارې پرېکړه کوي.»

د پلټنې یا بازرس ادارې مشرې د خپلو خبرو پرمهال وویلې، چې دوی د فساد اړوند د ټولو ادعاوو څېړنې او پلټنې ته ژمن دي خو په دې چاره کې یې له رسنیو او اړوندو ادارو د مرستې غوښتنه وکړه.

2 COMMENTS

  1. کله چی د کابل او نورو ښارو کښي د اجنبیانو له خوا نامول شوی رهبران په غصب او رشوتونو کښي غرق وی نو ټیټ مامورین هم د خپلو امکاناتو سره د غلا څخه دریغ نکوی او ددوی دا چټل خصلتونه اجنبیان هم تام حمایه کوی او دا خائين اجنبیان تش د فریبی لپاره کله نا کله د رشوتونو کموالی چیغی وهی ، دا میرمن هم د غنی دروغ ګوی په شان د څیړنو چیغی وهی اما په حقیقت کښي دا د ملت غله پخپلو مینځو کښي دګډ هدف لپاره سره متحد دی او ددوی څیړنو چیغی یوازی بابولانی دی !!!

  2. سلامونه ،ډاکتر صاحب غروال.
    بیلکل دا غله د ولس په سترګو کی خاوری شیندی،غله هم خپله کوی.بیا پلټنی هم په خپله کوی،
    ډیری پلټنی وشوی،نتیجه یی تر اوسه چا ونه لیده.تر اوسه یی یو غل هم بندی نه کړ،
    ولس به له دا غلو سره په قیامت کی حساب کوی،په دا دنیا بیا په افغانستان له دا غلو سره حساب کتاب امکان نه لری،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب