پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د هرات پر پوله په شوي برید اندېښنه وښودله

خلیلزاد د هرات پر پوله په شوي برید اندېښنه وښودله

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲) د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د   طالبانو پر لاریون په برید کې یو شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

پرون د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په “خم زیارت” سیمه کې یو شمیر ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

د تلفاتو په غبرګون کې، د دفاع وزارت وویل چې په ملکي موټر د سړک غاړې ماین ته یې چاودنه ورکړې.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر حساب کې لیکلي چې “په تیرو ۲۴ ساعتونو کې تاوتریخوالی ډیر شوی او په لوی شمیر کې ملکی خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”

هغه وویل: “د عکسونو او عیني شاهدانو څرګندونې ښیې چې د ماشومانو په ګډون ډیری ملکي وګړي د افغانستان د هوایي بریدونو قربانیان دي.”

خلیل زاد د طالبانو بریدونه هم په کلکه وغندل، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک د سولې خبرو ته د سمدستي پیل او د شخړې پای غواړي.

په ورته وخت کې ځایي خلک وایي چې د خم زیارت په سیمه کې د ملی اردو په هوایی برید کې یو ماشوم وژل شوی او شل نور ټپیان شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب