شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیرينازو انا، د هیواد له اتلو میرمنو

نازو انا، د هیواد له اتلو میرمنو

نازو انا (زېږېدنه، ۱۰۶۱ هجري سپوږمیز کال) د سلطان ملخي لور او د میرویس خان مور وه. د نوموړې پلار سلطان ملخي سور غره ته نږدې په یوه جګړه کې ووژل شو.

د پلار تر وژل کېدو وروسته يې مشر ورور عادل خان د کورنۍ مشر شو. عادل د پلار د وژني د بدل اخیستو په نامه جګړې ته لاړ. پر ځای يې نازو مخکې له دې چې د ښالم خان میرمن شي د ورور تر راتګ پورې يې د خپلې کورنۍ، کلي او خپل ټبر سرپرستي پر خپله غاړه واخیسته. په ډېره میړانه يې د خپل کور، کلي او ټبر څخه ساتنه او مشري وکړه.

د تاریخ په کتابونو کې راغلي:

«کله چې د نازو انا پلار سلطان ملخي توخي په جګړه کې شهيد شو نو له همدې نېټې وروسته د کورنيو چارو اداره او د ولس مشرتوب د دې پر غاړه ولوېده. خصوصآُ له هفه وخت څخه چې (حاجي عادل) د نازو انا ورور هم له دې نه جلا شو او د خپل پلار د کسات (انتقام) اخيستلو په هوډ جنګ ته ولاړو د کلي او کور ساتنه هم نازو انا ته پاتې شوه. او دې هم د يوه پښتانه زلمي په څېر توره تر ملا کړه او له څو ننګياليو تربورو سره ېې يو ځای خپل ټاټوبی د پرديو له هجومه وساته.»

نوموړې چې یوه دينداره او نومیالۍ پیغله وه، دیني زده کړې يې په خپل کور کې تر سره کړې وې. د ډوډۍ په ورکولو او میلمه پالنې کې ډیره ميړنۍ وه. د سخاوت او زړورتیا نوم يې تر خیبره رسیدلی و.

کله چې د کرم خان د زوی ښالم ځان میرمن شوه، په میلمه پالنې او سخاوت کې نوره هم مشهوره شوه، نو ځکه يې د انا لقب خپل کړ او د هر چا له پاره نازو انا شوله.

ګڼو تاریخپوهانو لیکلي، چې مېرمن نازو د دې تر څنګ چې یوه هوښیاره مېرمن وه، له ادبیاتو سره یې هم ځانګړې مینه درلوده. هغې هم ځینې شعرونه لیکلي دي.

نازو انا خپلو اولادو ته په اوداسه شيدې ور کولې.

نازو انا د دیني علومو تر څنګ په شعر ویلو کې هم لاس رسی درلود او ښکلي شعرونه به يې ویل. د یوه ښکل شعر نمونه يې په دې ډول ده:

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي، څاڅکي به يې له سترګو څڅیده

ما ویل څه دي ښکلیه ګله ولې ژاړې؟

ده ویل، ژوند مې دی یوه خوله خندیده

میرویس خان چې وروسته د خپلې وړتیا له مخې میرویس نیکه شو ویل به يې: مور به مې را ته تل د لویو لویو او مهمو کارونو د تر سره کولو سپارښتنه کوله، نو ځکه زه تل ډیر زیار باسم چې د خپلې مور سپارښتنې چې هیواد او خلکو ته خدمت کول دې تر سره کړم.

نازو انا د خپل زوی میرویس خان په روزلو او پاللو کې ډیر زیار ګاللی و. د نوموړې همغه سمه روزنه او پالنه وه چې میرویس خان وروسته میرویس نيکه شو او پیړۍ پیړۍ به يې پر کارنامو خلک ویاړ کوي.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب