شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: راتلونکې اونۍ دې جګړه ودرول شي

ملګري ملتونه: راتلونکې اونۍ دې جګړه ودرول شي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲) ملګري ملتونه وايي د جګړې ښکېلې خواوې دې راتلونکۍ اونۍ په ټول افغانستان کې د لوی اختر په مناسبت جګړه ودروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وايي په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د جدي اندېښنې وړ مسله ده.

د یوناما مشرې دبورا لاینس په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوړي نو اړتیا ده چې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

مېرمن لاینس له دواړو لوریو غوښتي چې د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری ونیسي او ښکیلې خواوې دې راتلونکې اونۍ کې جګړه ودروي.

نوموړې زیاته کړې چې ټاکل شوي بندیان دې خوشې کړل شي او ورپسې دې بین الافغاني خبرې پیل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هېله څرګنده کړې چې بین الافغاني خبرې به ښه پایله ولري او په دې سره به روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب