شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرور دانش: د برښنايي پیژندپاڼو د ویش پروسه دې چټکه شي

سرور دانش: د برښنايي پیژندپاڼو د ویش پروسه دې چټکه شي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲) د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د احصایې د ملي کمیټې په غونډه کې د بریښنایي تذکرو د وېش د پروسې ګړندي کولو باندې ټینګار وکړ.

دانش د احصایو د ملي کمېټې په غونډه کې وویل چې په ملي برنامو کې روڼتیا په هیواد کې کره شمیرو او احصایو ته اړتیا لري.

هغه د احصایې ملي ادارې ته لارښوونه وکړه چې د برېښنايي تذکرو د وېش پروسې ګړندي کولو، د پروسې ستونزې او خنډونه او د هغې د حل لارو چارو لټولو لپاره لیکلی پلان چمتو کړي، ترڅو د احصایې ملي کمیټې په راتلونکې ناسته کې وروستۍ پریکړه وشي.

د نوموړي په وینا، د مختلفو احصاییو شتون په پلان جوړولو او لویو ملي پرېکړو کې ګډوډي رامنځته کوي؛ نو د احصایې دفتر باید د ملي احصایې سرچینو او ارقامو انحصار او شفافیت په اړه یو شفاف میکانیزم ولري.

د اعلامیې پر اساس، پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د شمېرو روڼتیا میکانیزم د کمیټې په راتلونکې ناسته کې د اصلي اجندا په توګه بحث وکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د احصایې ملي کمیټې د هیواد ټولنیز او اقتصادي حالت په اړه احصایوي راپورونه وڅیړل.

د احصایې د ملي ادارې د راپور په وینا، په ۱۳۹۸ کال کې د هیواد نفوس ۳۲.۹میلیونه اټکل شوی و.

د یادې ادارې راپور ښیې چې پروسږکال ۵.۶ میلیونه هلکان او ۳.۶ میلیونه نجونې په عامه ښوونځیو کې زده کړې کړې دي، چې له دې څخه ۳۹ سلنه یې انجونې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب