Homeخبرونهټرمپ وایي ولسمشر پوتین هوښیار سړی دی

ټرمپ وایي ولسمشر پوتین هوښیار سړی دی

تاند(پنحشنبه، د اسد ۲)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د چین ولسمشر شي جین پینګ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان  هوښیاران دي.

هغه یادونه وکړه چې متحده ایالات لاهم ګړندي ولسمشر ته اړتیا لري، مګر ټرمپ جو بایډن د خپل سیال په حیث نه ګوري.

هغه وویل ولسمشر پوتین ، ولسمشر شي جین پینګ او ولسمشر اردوغان سخت ذهنونه لري.

ټرمپ زیاته کړه امریکایان د خلکو سره معاملې کوي څوک چې غواړي دوی ته زیان ورسوي “باید د دوی په پرتله هوښیار وي.”

له دې دمخه، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندوینه کړې وه چې که جو بایډن د نومبر د ۲۰۲۰ کال انتخابات وګټي نو دا هیواد به تباه شي.

د متحده ایالاتو ولسمشریزې ټاکنې به د نومبر په ۳مه ترسره شي.

د  واشنګټن پوسټ د نظر پوښتنې له مخې، جو بایډن به ۵۵ فیصده رایي او ډونالډ ټرمپ به ۴۰ فیصده رایي ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...