دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد امریکا له لوري د پوځي اډو له تخلیې سره سم پرتګال...

د امریکا له لوري د پوځي اډو له تخلیې سره سم پرتګال غواړي افغانستان ته عسکر واستوي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۲) د پرتګال حکومت تازه پرېکړه وکړه چې افغانستان ته به ۱۷۰ سرتيري استوي.

د دغه هېواد رسنیو د پوځي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې ۱۷۰ عسکر یې د تګ لپاره په چمتووالي بوخت دي او غواړي په دوره یي شکل خپل پوځیان په افغانستان کې بدل کړي.

د سرچینې په خبره ټولټال ۱۷۰ سرتېري په څو پړاوونو کې لېږل کېږي چې په لومړۍ جوپه کې به ۴۰ عسکر واستول شي.

خو دا لا نه ده معلومه شوې چې پاتې ۹۰ پرتګالي سرتيري به کله افغانستان ته راځي.

ددغو سرتېرو زیاته برخه به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه واخلي او کم شمېر به یې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.

پرتګال هېواد داسې مهال افغانستان ته سرتيري استوي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې له مخې باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

https://taand.net/%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d9%be%d9%88%da%81%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d9%be%d9%87-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1-%da%a9%db%90-%d8%ae%d9%be%d9%84%db%90-%d8%af%d9%88/

باید وویل شي چې د همدې هوکړې تر لاسلیک وروسته امریکايي ځواکونو لومړی په څلور ولایتونو کې خپلې پینځه نظامي اډې او ورپسې نن په ننګرهار کې خپلې دوه نظامي اډې تخلیه کړي او افغان ځواکونو ته یې سپارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب