شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېامنيتي کامرې مو ټول کړه وړه ثبتوي| حامد مشواڼی

امنيتي کامرې مو ټول کړه وړه ثبتوي| حامد مشواڼی

امنيتي کامرو يا Security Cameras په نننۍ نړۍ کې د ډېری جرمونو مخه نيولې ده او که جرم واقع هم شي، د مجرم په پيدا کولو کې اعظمي مرسته کوي؛ له همدې امله نن ورځ په نړۍ کې د جرمونو د مخنيوي په موخه له امنيتي کامرو ګټنه کېږي. امنيتي کامرې د مجرم ټول کړه/هويت په داسې شکل ثبتوي چې د مجرم له اعتراف څخه پرته پرې جرم ثابتېدای شي. په ډېرو عامه ځايونو کې امنيتي کامرو د غلا مخه نيولې ده او ډېری مجرمين په هغه ځايونو کې چې امنيتي کامرې لګېدلې وي، جرم ته زړه نه ښه کوي، دا له دې امله چې که له يوې خوا په ده باندې جرم ثابتېږي، له بلې خوا د نن ورځې د ټولنيزو رسنيو له وجې د ده دا کار د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک ويني او دی شرموي. 

امنيتي کامرې د انسان د لاس جوړ شوي توکي دي او تر ډېره ورسره دوکه هم کېدای شي او خرابېدای هم شي؛ خو اوس راځئ چې د يو بل څه په اړه فکر وکړو. د قران کريم له متونو واضحه معلومېږي چې انسان ته به د قيامت په ورځ د هغه ټول اعمال ښودل کېږي. د انسان ټول اعمال (لکه د ويډيو په شکل) ثبتېږي او د قيامت په ورځ به ورته د يو فلم په څېر په داسې پرده ښودل کېږي چې ټول مخکني او وروستني خلک به يې ننداره کوي. 

اوس يو بل فکر وکړئ! انسان کولای شي د انسان په لاس له جوړو شويو امنيتي کامرو ځان پټ کړي او يا جرم په داسې ځای کې ترسره کړي چې هلته امنيتي کامرې نه وي؛ خو هېڅکله نه شي کولای د لوی رب له امنيتي کامرو ځان پټ کړي او هېڅ داسې ځای موندلی نه شي چې هلته د رب له امنيتي کامرو پټ شي. په هره ځمکه چې انسان جرم کوي، هماغه ځمکه د هغه د جرم ويډيو ثبتوي او د قيامت په ورځ يې نندارې ته وړاندې کوي. 

الله تعالی په قران کريم کې وايي: 

يومئذ تحدث اخبارها 

ژباړه: هغه ورځ چې ځمکه به د هغه څه شاهدي ورکړي چې په هغې باندې شوي دي. 

نو؛ 

کله چې موږ په دې يقين لرو چې زموږ ټول اعمال ثبتېږي، داسې عمل بايد و نه کړو چې د قيامت په ورځ پرې د خلکو په مخکې شرمنده شو. بايد هڅه وکړو چې د خلکو له سترګو پټ هم داسې اعمال وکړو چې د قيامت په ورځ چې ټول مخکني او وروستني خلک زمونږ د نړۍ د ژوند فلم ويني، مونږ پرې ووياړو او د شرم له احساسه وژغورل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب