جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید...

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۶ طالبان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) د قندهار پولیس وايي په خاکرېز ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

د قندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وايي دغه برید تېره شپه هغه مهال تر سره شو چې طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ په درویشان سیمه کې په پولیسو بریدونه وکړل.

جمال ناصر بارکزی وايي په دغه برید کې د طالبانو ۳۶ غړي وژل شوي چې د څلورو جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي.

د بارکزي په خبره په برید کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو او طالبانو تر اوسه په کندهار کې ددغه برید په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تېره ورځ هم د کندهار د امنیه قومندانۍ اعلان کړی و چې بهرنیو ځواکونو په تخته پول ولسوالۍ کې په طالبانو برید تر سره کړی و.

https://taand.net/%da%a9%d9%86%d8%af%d9%87%d8%a7%d8%b1%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a8%d9%87%d8%b1%d9%86%db%8c%d9%88-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%87%d9%88%d8%a7%db%8c%d9%8a-%d8%a8%d8%b1%db%8c%d8%af-%d9%84/

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې په پروني برید کې د طالبانو ۲۵ تنه وژل شوي چې ډیری یې پاکستانیان و.

طالبان د بهرنیو ځواکونو بریدونه د سولې هوکړې خلاف عمل بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب