Homeخبرونهد هند حکومت وايي ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي وېزې...

د هند حکومت وايي ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي وېزې ورکوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) د هند حکومت پرېکړه کړې چې ۷۰۰ افغان هنداوانو او سیکانو ته دایمي وېزې ورکوي.

د هندي رسنیو خبر ورکړی چې د هند حکومت هغه اداري مراحل بشپړ کړي چې له مخې به یې نږدې ۷۰۰ افغان سیکانو او هندوانو ته دایمي ویزې ورکول کېږي.

د هند حکومت وايي ځکه یې ۷۰۰ هندوانو او سیکانو ته دایمي وېزې ورکړي چې په افغانستان کې د پاکستان ملاتړ کوونکو ترهګرو له لوري سیکانو او هندوانو ته ګواښونه کیږي.

د هند حکومت دغه پرېکړه وروسته تر هغې کړې چې تر دې وړاندې یې هم ویلي و، چې د افغانستان سیکان او هندوان کولی شي په هند کې د تابعیت او اوسېدو غوښتنه وکړي.

هند دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په دې وروستیو کې افغانستان کې پر دغو لږکیو بریدونه زیات شوي او وخت ناوخت ورته د مرګ او اختطاف ګوښونه کېږي.

دغه لږکي وايي د هغوی چې وس شوی د اروپا په ګډون ډیری نورو هېوادونو ته تللي خو کوم چې پاتي، په ټولنه کې د نورو خلکو له خوا توهین کېږي او داسې احساس ورکول کېږي چې دوی افغانان نه دي او هند ته دې لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...