جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهای بي سي نيوز: استرالیايي ځواکونو افغانستان کې د جنګي جرمونو سربېره...

ای بي سي نيوز: استرالیايي ځواکونو افغانستان کې د جنګي جرمونو سربېره تعصبي کړنې هم تر سره کړي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) استرالیايي ځواکونو نه یواځې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې لاس درلود، بلکې ځیني تعصبي کړنې یې هم تر سره کړي دي.

د ای بي سي نیوز د راپور په حواله ویل کېږي دغه ځواکونو په ارزګان کې د خپل ماموریت پر مهال د هتلر بیرغ ورسره ګرځولی دی.

تازه تر سلاسه شوي انځورونه او وېډیوګانې ښيي چې د ځینو نورو ډلو تعصبي بیرغونه یې هم ورسره ګرځولي دي.

راپور زیاتوي استرالیايي ځواکونو په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی او دوی د عملیاتو پر مهال دغه بیرغونه له ځان سره ګرځول چې د قوانینو خلاف عمل بلل کېږي.

د استرالیا قانونپوهانو هم ددغه مسایلو د هر اړخېزې څېړنې غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې په دغو ځواکونو تور و چې ان په خوب ویده کسان یې په لوی لاس په نښه کړي او ګڼ نور جنګي جنایتونه یې هم ترسره کړي دي.

2 COMMENTS

  1. ههه
    طالب دې د شيطان بيرغ وګرځوي قتل دې نه کوي; اوربند دې وکړي.
    د هغه ټولو ملکي وګړو شمېر چې بهرنيانو په اتلسو کلونو کې وژلي تر زرو نه اوړي. تالب يواځې په مياشت کې تر زرو دېر ملکي کسان, نظام کسان او دولتي مامورين وژني.

    نړيوال دې پاکستان او طالب ياد کړي چې هره ورځ وژلو ته دوام ورکوي. اوربند نه مني.
    د استرليايي او بل هر بهرني لپاره چې کومه سزا وي هغه دې ورکړي. خو يوه ورځ دې د تالب د موچي د تار په مرسته وژلو خبره دې هم نړۍ ته بيان کړي چې څومره وحشي مخلوق دی

  2. استرلیایی ځواکونو په ورسپارل شویو سیمو کې پروژنوبرسیره یوه دا لویه پروژه هم عملی کړې چې په سلګونو هزاره ګان یې استرالیاته تشویق کړی اوپه مقابل کې یې دغیرهزاره قومونو په وړاندې د وژني اوبدنامولو چلند ترسره کړي دي. همدا اوس په زرګونو هزاره ګان استرالیاته روان دي ، چې لوی لامل یې همدغه متعرض او افغان وژونکی ځواکونه دي. دغو ځواکونو په افغانستان کې داکثریت قومونو په مقابل کي د دښمنۍ تګلاره پلې کړې ده …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب