جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب سرچینې: د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د پاکستان او خلیلزاد...

طالب سرچینې: د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د پاکستان او خلیلزاد په غوښتنه بدلون راځي

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) د قطر له پروسې یوه خبره سرچینه وايي چې امریکا د دوحې د موافقې په بدل کې پاکستان ته څو ملیارد ډالره مرسته ورکوي او ټاکل شوې ده چې یو شمېر طالب استازي منزوي کړل شي.

د طالبانو یوه مشر، چې د امریکا او طالبانو د سولې د خبرواترو له جریانه خبره ده، وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد غواړي چې د سولې په پروسه کې د پاکستان د مرستې په خاطر دغه هیواد ته ۳ ملیارد ډالره او په دې پروسه کې پاکستان ته نور رول ورکړل شي.

سرچینه وايي، د پاکستان او خلیلزاد په غوښتنه به ملاخیرالله خیرخواه، ملاعبدالحق، جهانګیروال او څو تنه نور طالب استازي د طالبانو له هغه پلاوي وایستل شي چې په بین الافغاني خبرو کې ګډون کوي.

دغه طالب مشر ادعا کوي چې دا کسان د پاکستان له رول سره موافق نه دي او د هغوی پر ځای له پاکستان څخه یو شمېر نور طالب مشران قطر ته استول کېږي چې په مرکچي پلاوي کې شامل شي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ اسوشیتید له اسلام اباد څخه په راپور کې د طالب سرچینو په قول ویلي و چې د ملامحمد عمر اخوند زوی ملا یعقوب ته د طالبانو د پوځي چارو مشري سپارل شوې ده.

طالبانو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د دې ډلې د مشرتابه شورا ۴ غړي په مرکچي پلاوي کې شامل کړل شوي دي.

د راپور پر اساس، طالب سرچینو په دې اړه د خبرو د اجازې نه لرلو په شرط ویلي چې د ملاهبة الله اخوندزاده له لوري دا بدلونونه د دې لپاره دي چې د دې تحریک پر پوځي او سیاسي څانګو خپل کنټرول لا زیات کړي.

طالبانو ملایعقوب د پوځي چارو مشر ګومارلی، په مرکچي پلاوي کې یې هم بدلون راوستی

په قطر کې د طالبانو یو مشر وايي «امریکا پر اشرف غني سیاسي فشار اچوي او د فشار د شدت لپاره طالبان د خلیلزاد په غوښتنه تشدد زیاتوي او کموي.»

د طالبانو یو بل مشر وايي «د طالبانو اورکم یا اورزیات ما ته هغه بیاباني …. ښکاري چې خلیلزاد ډاکتر غني پرې ډاروي او د جنګ چابي اوس د ملا برادر په جېب کې ده او هغه له چابي سره د خلیلزاد په خپاره دسترخوان ناست دی.»

دا طالب همداراز ادعا کوي چې د فبرورۍ په ۲۹ ټاکل شوې وه چې خلیلزاد او عباس ستانکزی د امریکا او طالبانو تړون لاسلیک کړي خو له دې کبله چې ستانکزي په هند کې زده کړې کړي، د پاکستان د مخالفت له کبله څنګ ته پرېښودل شو او د سولې تړون ملادبرادر لاسلیک کړ.

د طالبانو دغه مشر زیاتوي، خلیلزاد پر پاکستان تر اندازې زیات باور کړی او غواړي چې د سولې پلان اسلام اباد ته وسپاري او که لس تنه پاکستان مېشتې طالبان د سولې په مرکچي پلاوي کې شامل شي، ممکن د قطر دفتر پاکستان ته ولېږدول شي.

په همدې حال کې تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د سولې بین الافغاني خبرې به کله پیلېږي. طالبان وايي، تر هغو خبرې نه کوي چې د افغانستان حکومت د دوی شاوخوا ۶ سوه پاتې بندیان خوشي کړي نه وي.

د افغانستان حکومت وايي، د دغو کسانو په ځای به نور طالبان خوشي کړي ځکه چې دا کسان په لویو جرمونو کې په لاس لرلو نیول شوي دي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه او نیکې هیلې.
    د یوه ساده او کلیوالي افغان په توګه د سولې دپاره سخت خوشبینه وم, ځکه د جګړې ګړاونه مو ګاللي دي او د هغې بوج سخت ستړي او ستومانه کړي یوو. خو له بد مرغه او د ژورې خواشینۍ سره اوس داسې معلومیږي چې سوله یو خوب او خیال دي. مونږ د سولې توقوع د هغه چا څخه کوو چې روانه جګړه ورته د پیسو د چاپ د ماشین حیثیت لري. هغه څوک او هغه هیوادونه چې د سولې ډنډورې ډنګوي هغوی په اصل کښې سوله نه غواړي, ځکه هغوی په دې جګړې کښې بې شمېره پيسې وګټلې. آی اېس آی د دې جګړې غټ ګټونکی دی. کچېرې مبالغه و نه شي هغوی خپله ټوله بودیجه د افغانستان د جګړې له درکه لاس ته راوړي. له بل پلوه هغوی د مفت عسکر څخه کار اخلي او دومره مفت عسکر لري چې زر کاله نور هم دا جګړه توده ساتلې شي. بناا د همدغه دلیلونو پر,بنسټ باندې سولې ته هیله مندې ډېره کمه ده خو اللله تعالی د هرې معجزې توان لري.
    په درنښت.

  2. د تاند رسانی باید دا خبری او نور هغه جزیات چی په رسانیو کی نشر کیږی لومړی د ارګ چارواکو یعنی له اشرف غنی او عبدالله عبدالله وپوښتی چی خلیلزاد رښتیا دا ډول کارونه کوی او د افغان ولس په ارمان باندی خاوری اړوی او دلته د افغان وژنی ته نوری پروژی دیزاین کوی

    کچیری دا خبری رښتیا وایی نو کیدای شی خلیلزاد بیا کابل ته راشی نو ټولی رسانی دی همدا خبره تری وپوښتی چی ولی په افغان ولس جګړی شدت زور ورکوی مګر له پاکستان سره نرمښت ښایی درحالیکه چی یو وخت همدا خلیلزاد په طلوع نیوز کی وویل چی پاکستان ددی ټولو جکړو اصلی منبع ده یعنی ټولی جنګی ډلی په پاکستان کی شتون لری او همدا پاکستان ورته مالی او جګړیز توکی تیاروی

    کچیری پاکستان دا کارونه کوی او پدی باندی بیا ټول نړیوال خبر وی ولی نرمښت پر ځای ورباندی د یوی میاشتی لپاره په پوځ او استخباراتو باندی بندیز نه لګوی چی پاکستان عقل سر ته راشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب