جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان سفارت د دېوال رغولو فساد کې ښکیل څلور چارواکي څارنوالۍ...

د افغان سفارت د دېوال رغولو فساد کې ښکیل څلور چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شول

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) مشرانو جرګې څلور تنه د ولسمشر د دوو سلاکارانو په ګډون څارنوالۍ ته وروپېژندل.

د مشرانو جرګې له لوري د ولمسشر غني د دوو سلاکارانو همایون قیومي او شاد محمد څرګند په ګډون څلور تنه د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ور معرفي شول.

د ولسمشر په سلاکارانو تور دی چې امریکا کې یې د افغانستان سفارت د دېوال جوړېدو پروژه کې په پراخه کچه فساد کړی دی.

دغه پروژه چې د ۱،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ده په لکونه ډالر پکې حیف و میل شوي دي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون رئیس حسیب الله کلیمزی وايي د مالیې وزارت پخوانی سرپرست او په بنسټېزو چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي، د ولسمشر بل سلاکار شاد محمد څرګند همدارنګه د څرګند زوم او د قیومي سکرتر په کړي فساد کې شامل دي.

حسیب کلیمزي دغه خبرې د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې کړي دي.

کلیمزی وايي کمیسیون پرېکړه کړې چې په فساد کې ښکیل کسان به لویې څارونالۍ ته ورمعرفي کړي.

د نوموړي په خبره، د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون څېړنې ښیي چې د افغانستان د سفارت د یاد دېوال په رغولو کې پراخ فساد شوی او کمېسیون دا پرېکړه وکړه څو یاد څلور چارواکي لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار دغو خبرو ته په اشارې سره په خپله ټوېټرپاڼه لنډه لیکنه خپره کړې او ویلي یې دي چې داسې کارونه تر سره کول د ملت په حق کې ظلم دی.

ښاغلي مسلمیار له ولسمشر غني او لویې څارنوالۍ غوښتي چې یاده موضوع په بې طرفه توګه وڅېړل شي او د مفسدینو په وړاندې ودرېږي.

4 COMMENTS

  1. غمی خانه،
    طالب دلال د نړۍ تر ټولو فاسد، چټل، بې سواده، بې علمه، او قاتله طایفه ده. يو څوک چې خپل په ښه او بد خبر نه وي د هغه عدالت به څه وي. څوک چې د بیګناه خلکو د وژلو لپاره په خپله کونه بمونه تړي او بیا يې الوزوي د هغه پوهه به څه وي او عدالت به یې څه وي. طالب دې د کراچي، سند، اسلام اباد او حیرا منډیي رسمي فاحشه خانو مشران محاکمه کړي. په طالب د پاکستان د پښتنو قاتلین محکه کړه چې په دې څلور پنځه لسېزو کې په زرهاوو بی ګناه او مظلوم پښتانه په سیستماتیک ډول وژلي. په طالب د بې وزله بلوڅانو ورونو قاتلین محاکمه کړه. په طالب د ای اس ای هغه تروریستان او مشران محکمه کړه چې د نړۍ په هره تروریستې پېښې کې سم دم لاس لري.
    خفه کېږه مه، نور هغه وخت تیر دی چې بې سواده او خر طالب به بیا افغانستان کې محکمې مخ ته وړي او تور پنجابی تروریست به حکمونه ورکوي.
    خلک مريخ ته روان دي، ملکونه ترقي کوي، خو افسوس چې تاسو تر اوسه د خره طالب د عدالت خوبونه ګورې. الله دې انصاف درکړي.

  2. At this moment a 65 years old company house builder in the
    US advertise to build you a concrete based house with 11 total rooms that include 4 bedrooms, 3.5 bathrooms and 2 cars garage with total of 3474 squire feet or 386 squire meter space for $289000, land NOT included.

    May I ask that which type and what percentage of decorated-gold used for the price paid, elevating Afghanistan Embassy wall/s in Washington DC ?

  3. We have the Afghan Engineers Association in Virginia not for from Washington DC. The mentioned association has smart engineers, I am not sure why the Ambassador Ms Rahmani did not call the association for help and consultation.

  4. I heard from a trust worthy source that the next door neighbor living next to the embassy got the repair estimate from a construction company which was 30000,dollars. and the neighbor was paying half of it, which means the repair would cost 15000 dollars comparing to 1.8 Million dollars.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب