جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشرحقونو کمیسیون د هغو بندیانو د خوشې کېدو په اړه چې...

د بشرحقونو کمیسیون د هغو بندیانو د خوشې کېدو په اړه چې جرمي سابقه لري مخالفت وښوده

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) د بشر حقونو کمیسیون د طالب زندانیانو او سولې پروسې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسون په یوه خبرپاڼه کې ویلي د طالب زندانیانو نه خلاصون  د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده.

دغه کمیسیون په یاده مسئله اندیښنه ښودلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي د نړیوالو بشرپالو حقونو د عرف پر بنسټ هغه بندیان چې په بشري ضد او یا هم جنګي جنایت تورن دي باید تر سولې مخکې او حتی وروسته هم خوشې نه شي.

خبرپاڼه زیاتوي سوله د بشري حقونو د ښه والي لپاره تر ټولو مهم اصل دی چې باید د ځیني کوچنیو موضوعاتو له امله له خنډونو سره مخامخ نه شي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې دواړه لوري دې د خپلو زندانیانو په اړه کره معلومات له خلکو سره شریک کړي، تر څو د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

په خبرپاڼه کې د جګړې په دواړو لوریو ټینګار شوی چې له زندانیانو سره عادلانه چلند وکړي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې له افغان دولت غوښتل شوي چې د ۵۹۲ طالب زندانیانو د نه خوشې کېدو په اړه خلکو ته اړین وضاحت ورکړي.

همدارنګه کمیسون له وسله والو طالبانو غوښتي چې د دوی په بند کې د جګړې د ټولو بندیانو د وضعیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

کميسيون د هغو زندانیانو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې له وخته مخکې آزاد شوي دي.

دوی وايي دا زندانيان بايد د يوې خپلواکې درېيمګړې مرجع له خوا وڅارل شي، تر څو د هغوی د مجرمانه فعالیتونو، په ځانګړي ډول د هغو فعاليتونو مخنيوی وکړي چې د ملکي خلکو ته پکې مرګژوبله اوړي.

بلخوا طالبانو ویلي که حکومت د بین الافغاني خبرو پیل غواړي بندیان دې خوشې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اونۍ تبصرې په نامه یو مطلب په خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی او ویلي یې دي چې د بندیانو تبادله د دوحې هوکړې له مهمو برخو څخه ده او حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې ور تر غاړې مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب