هغه چرګه مړه شوه چې د سرو زرو هګۍ به يې اچولي:
په پخوا وختونو کې به کمزورو واکمنانو د دې له پاره چې د غښتلو واکمنانو له برید څخه خوندي وي، هر کال به يې ډېرې قیمتي ډالۍ او سره زر ځواکمنو واکمنانو ته د باج په توګه لیږل او یا کله به چې په کومه جګړه کې واکمن مات شو، نو د باج د ور کولو په صورت کې به له حتمي مرګ څخه معاف او بیرته به د واکمن په توګه په واک کې پاتې کېده.
د ایران واکمن درېیم داریوش هم د یونان پاچا فلیپ خپل تابع ګرځولی و او هر کال به يې د فلیپ له خوا قیمتی ډالۍ د باج په توګه تر لاسه کولي. کله چې فلیپ مړ شو او زوی يې سکندر پر ځای پاچا شو، د ایران پاچا داریوش ته يې لیک ولیږه. په لیک کې يې ليکلي وه:
«نور هغه جرګه مړه شوه چې د سرو زرو هګۍ به يې اچولې.»
له دې سره سم يې د باج له ورکولو څخه هم ډډه وکړه.
داریوش چې کله لیک تر لاسه کړ په ډیر قهر يې یوه د لرګي ډنډه او یوه د ږدنو ډکه کڅوړه سکندر ته ور ولیږل. د لرګي له دندي څخه د داریوش موخه دا وه چې: سکندر ته ووايې چې ته لا وړوکی يې، په ډنډه لوبې کوه او له ږدنو څخه موخه د ایران د لښکرو ډیروالی و.
کله چې د داریوش استازي سکندر ته د داریوش ډالۍ چې یوه د لرګي ډنډه او یوه د ږدنو ډکه کڅوړه وه، ورکړه، سکندر د داریوش د استازي تر مخ ږدن چرګانو ته واچول او د چرګانو خوراک يې کړل.
له دې څخه د سکندر موخه دا وه چې په دې توګه به د داریوش لښکر له نابودۍ سره مخ کړي او د ځناورو خوراک به شي. د دې تر څنګ يې استازي ته وویل: «په ډنډه به د ایران د امپراتورۍ ګنبد نړوم.» او د استازي په لاس يې یوه ډېره ترخه میوه داریوش ته ولیږله په دې مانا چې داریوش ته د یوه ترخه شي څکل په کار دي چې د جګړې خوند دی.
په بل روایت کې درېیم داریوش مصر ته تر سفر وروسته له اتن څخه لیک ترلاسه کړ، چې په هغه کې د اتن امپراتورۍ له ایرانه د مالي مرستې غوښتنه کړې وه، چې وکړای شي د مقدوني فلیپ له زوی سره مبارزه وکړای شي، خو درېیم داریوش په بې پروایۍ ځواب ورکړ، ځکه فکر یې نه کاوه چې یو ځوان به وکړای شي هغه نقشې عملي کړي، چې فلیپ یې یادونه کوي.
داریوش داسې وخت مالي مرسته ورولېږله چې اوبه تر ورخه تېرې وې، د اتن پوځ ماتې خوړلې وه او لوی سکندر د یونان مطلق واکمن شوی و، هغه وخت د ایران لږه مالي مرسته نه شوای کولای چې پر یونان د سکندر د واکمنۍ مخه ونیسي.
کله چې سکندر یونان تر خپلې ولکې لاندې راوست، د یونان په چارو کې یې د ایران د لاسوهنې او پر یونان د ایران د یرغلونو په تور د خپلو ۳۵۰۰۰ جنګیاليو په مرسته تر میلاد مخکې په ۳۳۴ کال پر صغیره اسیا حمله وکړه.
له ډیرو جګړو وروسته داریوش په جګړه کې ووژل شو او د ایران د امپراتورۍ د ماڼۍ ګنبد د سکندر په لاس ونړیده. له دې سره سکندر خپل هوډ پوره کړ، چې کیسې يې تر اوسه په تاریخونو کې پاتي دي.
د دوی تر ټولو مهمې جګړې ګرانیک جګړه، ایسوس جګړه او ګوګمل جګړه وه.
نه داریوش، نه هم فلیپ او نه هم لوی سکندر د خپلې ماتې په اړه سوچ کړی و، دوی یوازې د خپلې امپراتورۍ او واکمنۍ د پراختیا سوچ درلود او غوښتل یې د نړۍ زیات هېوادونه لاندې کړي.
خلک له تاریخونو تجربه اخلي او هغه تېروتنې چې پخوانیو واکمنانو کړي دي، نه تکراروي.
پاکستان او ایران دې له تیرو تاریخونو زده کړه وکړئ، پاکستان دې پر افغانستان راکټونه نه ولي او ایران دې افغانان نه وژني او سیند ته دې نه اچوي. د تاریخ جبر لیرې نه دی.
که خدای افغانان سره یو کړل بیا به اول هغه چرګې ووژني چې کوړت، کوړت دلته کوي او د فیل مرغانو په څېر هګۍ هلته اچوي. بله دا چې افغانان خپل وار چا ته نه پریږدي، که سل کاله وروسته هم وي.
زما زړه په چیغو چیغو لیونی شو
ولې نه ویښیږې ای ویده وطنه
د خوبونو په غفلت کې در نه غوڅ کړل
چا لاسونه، چا پښې او چا لمنه
سلیمان(( لایق))