Homeخبرونهد بین الافغاني خبرو په اړه افغان حکومت ته د طالبانو خبرداری

د بین الافغاني خبرو په اړه افغان حکومت ته د طالبانو خبرداری

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۲۹) وسله والو طالبانو ویلي که افغان حکومت د بین الافغاني خبرو پیل غواړي بندیان دې ژرخوشې کړي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري د اوونۍ تبصرې په نامه یو مطلب کې چې د ده په خبره د یادې ډلې دریځ څرګندوي راغلي، د بندیانو تبادله د دوحې هوکړې له مهمو برخو څخه ده او حکومت ته په کار ده، چې په دې برخه کې ور تر غاړې مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.

هغه زیاته کړې: «حکومت لومړی له دوی سره بندي طالبان په جنایي جرمونو ککړ وبلل او بیا یې دعوه کوله چې د طالبانو په لیست کې بهرنیان موجود دي خو کله، چې یې ټولې بهانې غلطې ثابتې شوې نو اوس وایي چې نړیواله ټولنه نه غواړي دا بندیان خوشې شي.»

مطلب د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي تر اوسه هیڅ بهرني هېواد او یا هم سازمان د طالب زندانیانو له خلاصون سره مخالفت نه دی ښودلی.

هغه ویلي د بندیانو د تبادلې برخه کې بهانې جوړول د حکومت دریځ څرګندوي چې د سولې ضد دی.

طالبانو په مطلب کې ټینګار کړی، چې که چېرته افغان حکومت په رښتیا د سولې بین الافغاني مذاکراتو پیل غواړي نو ژر دې د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي.

د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د بندیانو تبادلې ستونزه، چې ډيری یې د سولې پر وړاندې لوی خنډ بولي لا هم نه ده حل شوې.

افغان حکومت تراوسه د یاد مطلب په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې په ځلونو ویلي، چې د طالبانو په لیست کې پاتې بندیان د درندو جرمونو له امله نه شي خوشې کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...