شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسیون پر کونړ د پاکستان پر بریدونو خواشینې ښودلې

د بشري حقونو کمیسیون پر کونړ د پاکستان پر بریدونو خواشینې ښودلې

تاند ( یکشنبه، دسرطان ۲۹) د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسيون پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په تړاو خواشیني څرګنده کړې ده.

یاد کمېسیون په یوې اعلامیه کې ویلي، د روانې سرطان په ۲۵ غرمه مهال شاوخوا درې بجې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ او د مرکز اسدآباد ښار پر ځينو برخو توپچي او هاوان مرمۍ وتوغولې.

یاد کمېسیون ویلي، د یادو بریدونو له امله د يوې ښځې او يوماشوم په ګډون ۷ تنه ووژل شول او د شپږو ماشومانو او دوو سړيو په ګډون ۸ تنه ټپيان شول.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پر اړوندو بنسټونو غږ کړی، چې د پاکستاني ځواکونو د توغنديو مخه ونيسي او د هيوادوالو دفاع وکړي.

د یادولو ده، چې د تیرې جمعې ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې له پاکستاني چارواکو سره پر کونړ د وروستیو بریدونو په اړه غږیدلي او پاکستاني  چارواکو ورسره منلې، چې نور به بریدونه نه کوي.

2 COMMENTS

  1. پاکستان د سپي لکۍ ده ، نور بریدونه به هم کوي !!
    دا زما د کاڼي لیکلې کرښه ده ، خو ځان چمتو کړئ، چې ځواب به یې څنګه ورکوئ .
    د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې خو کله هم افغان مشرانو غږ پورته نه کړ او نه یې یاد بریدونه وغندل، تر څو نړۍ ته پته ولګیږي.. خو افسوس دی چې چارواکي د جیب په ډکولو لګیا دي .. خو دا ځل دې کور ودان وي، چې بیخي چوپتیا یې غوره نه کړه .

  2. کچیری دولت غواړی چی د ولس له غم خلاص شی نو په څرګندو ټکو دی ووایی چی هره ورځ مړه شی ښه ده که په یوه ورځ مړه شی او د خپلی خاوری په دفاع شهیدان شی نو کیدای په هغه صورت کی هم دولت ګټه وکړی او نړی پدی پوه شی چی پدی ۴۰ کلن جنګی ناورین کی پاکستان لاس لری

    ځینی دوستان وایی چی نړیوال پدی باندی خبر دی نو بیا ولی ګام نه پورته کوی کچیری نه وی خبری ولی تر ننه پوری امریکا پاکستان ته نه وایی چی ملامنصور ملاعمر او ملاهیبت الله او حقانی شبکی غړی او همدارنګه لشکر طیبه غړی په پاکستان کی څه کوی ځکه همدی لشکر طیبی مشر همدا اوس په پاکستان کی نظر بند دی

    د همدی حقانی شبکی زیاتره کسان چی د پاکستان خبره نه منی د بلی ډلی لوری یی وژنی یا ترور کوی چی څو کاله مخکی د حقانی زوی په اسلام آباد موټور سایکل سپرو وواژه چی نړیوال خبر دی

    د هیبت الله ورور یی تیر کال په کچلاغ سیمه کی په یوه مدرسه کی وواژه او همدی امریکا په جنګی الوتکه کی ملاخیرالله او نور طالب زندانیان کوټه شورا ته تسلیم کړل چی د دوی مشران په پاکستان پاسپورتونو تر قطر ورسیدل چی ملابرادر پاسپورت څو ورځی وړاندی رسانیز شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب