شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهارګ د سولې پروسه کې د بیان له ازادۍ او رسنیو ملاتړ...

ارګ د سولې پروسه کې د بیان له ازادۍ او رسنیو ملاتړ څرګند کړی

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې د سولې په پروسه کې د حکومت دریځ اصولي دی او دا به په کلکه د جمهوریت له اصلي محور څخه دفاع وکړي، چې د بیان ازادي او رسنۍ دي.

صدیق صدیقي نن یکشنبه، د سرطان ۲۹مه  په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د خلاصې ټولنې ارزښتونه یو حقیقت دی چې طالبان یې باید هضم کړي.

په ورته وخت کې، تل د سولې په پروسه کې د مدني آزادیو او رسنیو د قربانۍ په اړه اندیښنې شتون لري.

د مدني ټولنې فعالان اندیښمن دي چې طالبان به د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي.

ټاکل شوې ده د حکومت او طالبانو ترمنځ مستقیمې خبرې په راتلونکو اونیو کې پیل شي.

د دې خبرو اترو پیل د بندیانو د خوشې کیدو د پروسې په بشپړیدو پورې اړه لري.

د متحده ایالاتو د هوکړې له مخې، ۱۰۰۰ افغان بندیانو د خوشې کولو په بدل کې باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې شي، کوم چې د بین الافغانی خبرو له پیل نه مخکې ترسره شوي وو.

حکومت او طالبان په دې وروستیو کې د ۶۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو په سر خبرې پیل کړي.

حکومت وايي د طالب بندیانو دغه شمیر بندیان په جرمونو او خونړیو حملو کې دخیل دي او خوشې به نه شي؛ خو طالبان د دوی په خوشې کیدو ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب