جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهواشګټن پوست: امریکا نشي کولای له افغانستانه ووځي

واشګټن پوست: امریکا نشي کولای له افغانستانه ووځي

.تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د متحده ایالاتو د راتلونکي په اړه یوه مقاله خپره کړي ده

واشنګټن پوست د متحده ایالاتو حکومت ته خبرداری ورکوي چې د راتلونکي په اړه فکر وکړي.

واشګتن پوست زیاتوي، چې طالبان د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کوي، او بیا د افراطي ډلو لپاره د روزنې زمینه برابروي او هلته ترهګر خوندي پټنځایونه جوړوي.

واشګټن پوست په افغانستان کې د پاکستان او روسیې رول او نفوذ هم په ګوته کوي.

واشګټن پوست وایي موږ دې پایلې ته رسیدلی یو چې متحده ایالات نشي کولی له افغانستان څخه ووځي.

په افغانستان کې د متحده ایالاتو سرتیري ۶۰۰۰ ته راکم شوي دي.

د فبروري د موافقې پراساس، متحده ایالاتو ویلي چې د متحده ایالاتو ټول سرتیري به د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې له تروریزم سره په مبارزه کې د طالبانو د تضمینونو په بدل کې له افغانستان څخه ووځي.

د تړون لومړي پړاو پای ته رسیدو سره، هرڅوک اوس راتلونکو ګامونو ته انتظار باسي.

په افغانستان کې د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې ټویټ کړی چې د تاوتریخوالي کمولو ، د بندیانو د تبادلې پروسې بشپړول او د تړون په دوهم پړاو کې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو پیلول او داسې نور شرایط پوره کول مهم دي.

د خلیل زاد له ټویټ څخه لږ وروسته د طالبانو د خبرو اترو په ډله کې د بدلون خبر اعلان شو.

شنونکي پدې باور دي چې دا د افغان حکومت مشرانو سره د خبرو پیل لپاره ښه خبر کیدی شي، او له بلې خوا دا ښیې چې طالبان د تړون د دوهم پړاو په اړه څومره جدي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو ۳۰ کلن ملا محمد یعقوب د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر زوی د دوی د خبرو اترو په ډله کې شامل کړی دی.

لیکوال د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د فبرورۍ تړون ته اشاره کړې او دا یې په افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو مهم فرصت بولي.

د سولې په اړه نظرونه سره توپیر لري

له زیاتو هیلو سره سره ، اندیښنه هم شتون لري.

د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ملکي وګړي د اوربند غوښتنه کوي، دا هغه غوښتنه ده چې څرګنده نه ده چې کله به پلي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب