جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړیدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ...

پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر جوړیدو پر خلاف ننګرهار کې پراخ لاریون

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) نن په ننګرهار کې د باور غورځنګ غړو پر ګمبیري ډاګ د هوایي ډګر پر جوړېدو د حکومت د پرېکړې پر خلاف لاریون  وکړ.

لاریون والو ویل، ګمبیري ډاګ زراعتي ځمکه ده او پرې د هوایي ډګر جوړېدل د ماسټر پلان خلاف دي.

دوی وایي، دا د شهید سردار داوود خان د ماسټر پلان له مخې کرنیزه ځمکه ده او د خړوبولو لپاره یې باید د کونړ پر سیند بند جوړ شي، چې د کونړ د سیند د اوبو مخه پاکستان ته له تللو را ګرځوي او د ګمبیري ډاګ خړوبوي.

په ننګرهار کې د باور غورځنګ ځوانانو د پراخ لاریون پر مهال وویل، د ګمبیري دښتې پر زراعتي ځمکې اړلو لپاره جاپان الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا ډېرې هڅې کړي چې غوښتل یې د ګمبیري دښتې لپاره د کونړ پر سیند بند جوړ کړي، خو ناکامورا د پاکستان له لوري ووژل شو، تر څو د کونړ پر سیند د بند جوړېدل پاتې شي او پر پاکستان اوبه بندې نه شي.

دوی افغان حکومت تورن کړ، چې د ماسټر پلان له مخې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر جوړولو پرېکړه یې په اصل کې د پاکستان په خوښه کړې ده. په داسې حال کې چې ننګرهار کې د هوایي ډګر جوړېدو لپاره لا له وړاندې د روداتو ولسوالۍ مناسب تش ډاګونه ډیزاین شوي وه.

لاریونوالو ګواښ کړی، چې په هېڅ صورت او هېڅ قیمت به پر ګمبیري د هوایي ډګر جوړېدو ته اجازه ور نه کړي، حکومت دې د هغو افغان سرتېرو پر سر معامله نه کوي، چې د وطن د نوامېسو د ساتنې لپاره یې سرونه په لاس کې نیولي او قربانۍ ورکوي.

دوی په افغانستان کې د پاکستان او ایران له ظلمونو یادونه وکړه، چې د ترهګرو په واسطه، مو سرتیري، مشران، ځوانان، ماشومان او مېرمنې وژني، کډوال مو سوځوي، په سیند یې لاهو کوي، کونړ په راکټونو بمباروي، په ترهګرو مو جوماتونه او کورونه الوځوي، خو خاین چاوراکي مو د کونړ سیند ور ډالۍ کوي.

“نور افغانان نه ویده دي او نه نا پوهه، موږ را ولاړیږو او د داسې ډول وطن فروشیو مخه نیسو”.

دوی د ګمبیري نه د هوایي ډګر د جوړېدو د پرېکړې اخیستلو لپاره تر لوی اختر د لویو احتجاجونو اعلان وکړ، او زیاته یې کړه، چې د هېواد برخلیک به نور ولس ټاکي، نه خاین، وطن فروشه او له غرب راغلي مېلمه چارواکي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د جمعې پر ورځ له کابل راغلي لوړپوړي پلاوي ننګرهار کې د ولایتي ادارې او ولسونو په حضور کې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر د جوړېدو پرانیسته وکړه.

ولسمشر غني ویلي، چې د واک له پیله یې د ننګرهار له ولسونو سره ننګرهار کې د هوایي ډګر د جوړېدو ژمنه کړې وه، چې اوس یې پوره کوي.

خو د ګمبیري دښته چې یوه زراعتي دښته ده او باید د کونړ د سیند پر اوبو خړوبه شي، خورا ګټې لري، چې د هېواد لپاره به د کرنیزو حاصلاتو لویه تولیدي ځمکه اوسي او له بل لوري به دوښمن هېواد پاکستان ته د کونړ سیند د اوبو د تللو مخه را ونیسي.

د حکومت له دې ناوړه پرېکړې سره ولسونو مخالفت ښودلی او له حکومت غواړي چې خپله پرېکړه دې بېرته واخلي، یا دې د ننګرهار په بل لوی ځای کې هوایي ډګر جوړ کړي  یا دا چې شته هوایي ډګر دې پراخ کړي.

نن په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د باور غورځنګ له لوري د حکومت د پرېکړې پر خلاف لوی لاریونونه وشول او دا به تر هغې دوام ولري، څو حکومت له دې پرېکړې په شا شي.

5 COMMENTS

  1. که ننګرهاریان نه غواړي چې له یوه مدرن هوایی ډګر نه برخمن اوسي ، دا د دوی خپل کار دی ، خو زمونږ هيله د افغانستان له دولتي مقاماتو نه داده چې د ا هوایی میدان د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سرخاو ( سرخاب ) دښته کې جوړ شي چې د ضرورت په وخت کې کابل ښار ته یو بدیل هوایی ډګر وي .

  2. د ننګرهار خلک د میدان د اوسني موقعیت یا ځای خلاف دي، په ننګرهار کې د روداتو ځمکې ښې پراخې او ډاګونه هم شتون لري، خو دا اوسنۍ موقعیت د شهید سردار محمد دواد خان د ماسټر پلان یوه برخه ده ، چې د کونړ سیند مخه پرې د پاکستان نه یو څه را اړوي، او یاده دښته پرې اوبه کوي، او تر څنګ یې دوه ډیمونه یا د اوبو بندونه هم جوړیږي، چې یو به د کونړ په سیند وي، او پاتې اوبه به یې درونټې ته هم لویږي او هغه بند ذخیره به پرې هم لوړیږي او یاده دښته به په شین ځای بدله کړي . په دې کار سره به د لکونو خلکو ژوند خوندي شي، او میدان به په روداتو کې جوړ شي چرته چې پریمانه دښته شتون لري. د میدان مخالفت مونږ نه کوو. مننه

  3. جوړ تازه.
    ګمبیری دښتی باید خړوبه اوبو بندونه په جوړ شی.خلک به اباد او ترهګری به کمه شی،خلک به په نس ماړه شی.
    میدان هوایی کی روځی یو یا دوه جهازونه هم نه کینی،
    خو دا معلومه خبره ده ،چه دا اوسنی دولت فساد جرړه خلک نور هم خواری غریبی ته ور ټیل وهی ،خپل جیبونه ډکی وی،
    کیدای شی د کنړ د سیند د اوبه خرڅلو یوه دسیسه وی ،
    ڼنګرهار خلک باید دا میدان جوړولو ته پرینږدی،ڼنګرهار خلک له کابل څخه هم پروازونه کولای شی.
    دولت لومړی موږ په نس ماړه کړی،بیا نه د جهاز سورلی کوو.موږ په نس نه یوو ماړه دولت میدانونه راته جوړوی

  4. په هېڅ صورت کې باید دا بند جوړ نشي. دا په رښتیا هم دسیسه ده. که داسې نه وي نو همدا اوسنی هوایي ډګر دې پراخه کړای شي. دا د تورمخو پلان دی چې د بندونو د جوړولو مخه ونیسي. ټول په هېواد مین ولس دې د دې توطیې په مخ کې د پولادو پشان ټینګښت وښیي او دا پلان دې خنثی کړي. مننه

  5. له هغه ځایه چی زه خبر یم د ګمبیری بند دیزاین ایرانی کمپنی تکمیل کړی یعنی ۱۳۹۳ کی تکمیل شوی مګر د ساختمانی چاری لپاره د ګمبیری او شال او ساګی بندونو لپاره دولت بودیجه نه ورکوی لدی معلومیږی چی زموږ برق او اوبه هم د پاکستان دستور سره مخ ته ځی همدا امریکا او نړیوال بانک د ترکمنستان تاجکستان او ازبکستان څخه د برق لیږد لپاره بودجه ورکوی او مرسته کوی مګر د بند دیزاین او ساختمان لپاره یوه ډالر مرسته نه کوی نو لدی معلومیږی چی امریکا دلته او نړیواله ټولنه دلته د افغانستان آبادی لپاره ندی راغلی نو بهتره ده چی افغان ولس لدی ۱۹ کلنی دوری د انرژی چارو ټولو وزیرانو او معینانو او ریسانو قوی پوښتنه وکړی چی آیا پدی ۱۹ کلنه دوره کی دوی ماستر پلان د بندونو لپاره جوړ کړی یا درلود یی

    کچیری نه یی لری نو ولی د داود خان او نجیب الله له پلان کار نه اخلی او کچیری یی څوک نه پریږدی ولی رسانیو په وړاندی ولس ته حقیقیت نه وایی چی ولس واقعی ګام پورته کړی

    له دولت مو غوښتنه کچیری غواړی چی اقتصاد پیاوړی شی نو ترانسپورت، ګمرک او ښاروالی برخو په هیواد مین کسان وګماره ځکه له غرب راغلی کسان ولس ته کندی باسی

    زیاتره د انرژی وزارت چارواکی خپلو کسانو ته کار کوی او هغه کسان چی واسطه نلری څوک عریضه او پیشنهاد هم نه امضا کوی ځکه زیاتره کسان په ازادو رسانیو ورباندی پوستونه کوی او تبصیری لیکی

    دولت باید د انرژی او اوبو وزارت په اړه بیا نوی کس چی ملی شخص وی وګماری ځکه تکل او څکل کار نه کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب