جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهغور کې یوې نجلۍ دوه طالب جنګیالي ووژل

غور کې یوې نجلۍ دوه طالب جنګیالي ووژل

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) غور کې د یوې نجلۍ له لوري دوه طالب جنګیالي په ډزو وژل شوي دي.

په غور کې یوې نجلۍ وروسته له هغه چې مور او پلار یې د طالبانو له لوري ووژل شول، دوه طالب جنګیالي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ ولسوال محمد رفیق علم وویل، دوه شپې مخکې طالبانو د یوه محلي قومندان په کور باندې برید کې هغه او د هغه مېرمن او یو بل کس وژلي دي.

د علم په خبره د قومندان تر وژل کېدو ورسته د هغه کوچنۍ لور په طالبانو برید کړی چې په پایله کې یې د طالبانو دوه غړي وژلي  او ددې ډلې د استخباراتو معاون ټپي شوی دی.

ښاغلي علم وویل تر اوسه د قومندان د وژل کېدو علت نه دی په ډاګه شوی، خو ماشومان یې خوندي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب