Homeخبرونهکونړ کې د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینه پیل شوه

کونړ کې د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینه پیل شوه

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۹) د ۱۳۹۹ کال د کانکور عمومي ازموینه نن یک شنبه د چنګاښ په ۲۹ مه، ځانګړو روغتیایي تدابیرو په پام کې نیولو سره د سېد جمال الدین افغاني پوهنتون په انګړ کې د کونړ ولایت سرپرست والي، ولایتي شورا استازو، د ازموینې ملي ادارې پلاوي، پوهنتون استادانو او د شاګردانو استازو له خوا د سوالونو بکسونو په خلاصولو سره پیل شوه، چې درې ورځې به دوام وکړي.

د کونړ ولایت سرپرست والي ډاکتر ګل محمد بیدار وویل کانکور یوه ملي پروسه ده او د شفافیت تضمین لپاره یې ټینګ تدابیر نیول شوي دي.

ښاغلي بیدار وویل هغه ځوانان چې د کانکور له لارې د لوړو زده کړو مستحقین دي، د واسطې پرته به د زیارونو په اساس د خپلې خوښې پوهنځیو ته لاره پیدا کوي.

نوموړي له ګډونوالو هم وغوښتل چې د کمېټې لارښوونو ته پام، حفظ الصحه او نظم مراعت کړي.

د ازموینې ملي ادارې د تخنیکي چارو سرپرست رئیس پوهنیار ارسلاخان حقمل وویل د شل سلنه ښځینه وو په ګډون ۴۱۹۰ تنو د ازموینې لپاره نومونه ثبت کړي او له جملې یې ۳۹۰۰ تنو بایو میټریک کړی، چې د روانې میاشتې په ۲۹/ ۳۰ او ۳۱ مو نېټو به ترې ازموینه واخیستل شي.

د سېد جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس پوهنیار دکتور محمد ګلاب عمري بیا د کانکور ازموینې د ښه ترسراوي لپاره د ډاډمن او صیحي چاپیریال رامنځته کیدو په برخه کې د ولایت مقام، پوهنتون ادارې استادانو او ټولو هغو ادارو مننه کوي، چې د دغې ملي پروسې د ښه ترسراوي لپاره یې ورسره د همکارۍ ملا تړلې ده.

په ځینو ولایتونو کې دا ازمویني  په داسې حال کې اخېستل کیږي چې د کرونا او قرنطین له امله څو میاشتې کیږي چې ټولې تعلیمي ادارې تړل شوې او د کانکور له ازمویني سربیره د ښوونځینو او پوهنتونو ازمویني او درسي نصابونه هم ځنډېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...