چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeخبرونهترکیې له افغانستان او ایران سره الوتنې بیا لغوه کړې

ترکیې له افغانستان او ایران سره الوتنې بیا لغوه کړې

تاند (یکشنبه، د سرطان ۲۹) ترکیې له افغانستان او ایران سره یو ځل بیا د خپل هوايي حریم د بندېدو خبرداری ورکړی دی.

د ترکیې د هوايي حریم ادارې ویلي دغه پرېکړه یې د ترکیې د روغتیا وزارت په غوښتنه کړې او لامل یې په ترکیه او ایران کې په پراخه کچه د کورونا وبا بیا خپرېدل یاد کړي دي.

ترکیې داسې مهال داغه اقدام کړی چې د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا دویمې څپې خپرېدو ته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دی چې د دوه ورځو راهیسې د کورونا مثبتې پېښې ډېرې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو غوښتي، څو د قرنطین موده وغزوي او په خپلسري توګه دې بندیزونه نه ختموي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې ښایي ۳۵ میلیونه نور ایرانیان په کورونا ناروغۍ اخته شي.

هغه وايي ایراني چارواکي هڅه کوي چې د کورونا د لا پرمختګ مخه ونیسي تر څو د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی رانشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب