شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزد هېواد علمي شخصیت ارواښاد پوهاند نوراحمد میرازی ‏وپېژنئ

د هېواد علمي شخصیت ارواښاد پوهاند نوراحمد میرازی ‏وپېژنئ

چې پيداشوې تا ژړل خـلکو خندل 

داسـی مړ  شوې  چې ته خاندی خلک ژاړي

د سر خبرې

زه نظرمحمدسلطانزی ځدراڼ لاندې لیکنه د افغانستان د کابل ‏پوهنتون د ساینس پوهنځی د بیالوژي دیپارتمنت نامتو مشر، د هیواد ملي ‏فرهنګي څېره، د پښتو ژبې، سرښیندلی، ځلانده، علمي ستوری، ښاغلی ارواښاد ‏پوهاند ډاکټرصاحب نوراحمد میرازی په ویاړ لیکم.‏

داځکه چې زه د یوه مخلص ملګري په صفت خپل ځان پوروړې ګڼم چې پښتوژبې ‏ته د ارواښاد پوهاند صاحب میرازي بې ساری خدمت، د تاریخ پاڼو ته وسپارم اوهمدارنګه دهغه په تړاو ځوان نسل ته نه هیریدونکی ‏اورښتونی مالومات وړاندې کړم. 

ارواښادپوهاندډاکټرصاحب نوراحمدمیرازی

زه ارواښاد پوهاند صاحب د کوچنیوالي څخه راپه دې خوا ډېرښه پېژنم. دا ځکه چې ‏موږ دواړو د رحمن بابا په لیسه کې تر دوولسم ټولګي پورې یوځای درس لوستلی ‏دی او بیا وروسته د لوړو زده کړې په موخه د جرمني هیواد ته ولاړ شوو. ارواښاد‏ پوهاند صاحب په بیالوژي کې او ماپه هستوي او طبي فزیک کې ډاکټري ترلاسه کړه ‏او بیرته دواړه د خدمت لپاره خپل وطن ته راستون شوو.

د  یادولو وړ خبره خو دا ده چې موږ دواړه د خوشحال خټک او رحمن بابا د فرهنګي فلسفې شاګردان او کلک پلویان یو. 

 ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏د 1351کال څخه راپدې خوا د کابل پوهنتون ساینس پوهنځی بیالوژی  په دیپارتمنت کې د استاد په توګه کار کولو او ‏د افغانستان اساسي قانون  په پام  کې نیولوسره، ان د تقاعدۍ ورځې پورې په پښتوژبه لکچر ورکولو.‏

 دافغانستان اساسي قانون  چې په ۱۳۸۲ ه .ش کال کې په رسمي جریده کې خپورشوی دی په شپاړسمه ماده کې لیکي:

په هیوادکې د نورو مروجو ژبوله جملې څخه پښتو او دري ددولت رسمي ژبې دي. دولت د افعانستان د ټولو ژبو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اغیزمن پروګرامونه طرح اوتطبیق کوي .

د نوموړې قانون په رڼاکې لاندې نتیجې ته رسیږو:  

  • د پوهنتون هر استاد مسلم او روا حق لري چې په پښتو او یا  دري ژبه زده کوونکوته  لکچرورکړي  
  • هردولتي مامور ددې حق او واک لري چې په پښتو او یادري ژبه مکتوب ولیکي اوهم خبرې وکړي 
  • د ښوونځی هرښوونکی د دې حق اوواک لري چې  په پښتو او یا دري ژبه درس ورکړي، خبرې وکړې  او مکتوب ولیکي
  • د هیواد هر چارواکی د اساسي قانون په رڼا کې ترهغه پورې مقرر نه شی ترڅو چې دواړه رسمي ژبې یانې پښتو ژبه او درې ژبه یې زده نه وي.

دلیکوال دزړه خبرې :

زه لا تنکی ځوان وم اوپه کابل کې درحمن بابا لیسې په لسم ټولګي کې مې درس لوستلو، خوکله به چې ښارته راغلم نوخامخابه دکابل کتابتون ته یوځل ورتللم . په دې ترځ کې به ډیرخواښینی  شوم چې دپښتوژبې کتابونه به زماترسترګونه کیدل. په داسې حال کې چې په نوروژبولکه  فارسي ،دري ، عربي ،انګلیسي   اوفرانسوي ژبه به پریمانه کتابونه موجودوو. ماته به په زړه کې تل داپوښتنه پیداکیده چې: 

ولې په پښتوژبه دومره لږاویابیخي کتابونه شتون نه لري   ؟  

ولې زموږ قوم، وطن او ژبه دومره پاتې دي ؟  

د دې وروسته پاتې والي علتونه څه دي؟ اود کومو لارو چاروکولای شو چې خپل قوم، وطن او مورنۍ ژبه پښتو د دې حالت څخه راوباسو او د نورو پرمختللو قومونواوژبو په لیکه کې ودرېږو او د دوی سیالان شو.

په خپلوسترګودغه ډول لیدلای  حال زه  دومره وځورولم چې ماپه همغه وخت کې دځان سره  پریکړه وکړه چې دتحصیل څخه وروسته  به زمااړینه دنده داوي چې په پښتوژبه علمي کتابونه ولیکم .

که موږ دپښتوژبې  لرغوني تاریخ ته پام وکړو نو څرګندیږي چې په مسلکي څانګه ،نسر اویادشعرپه برخه کې په پښتوژبه کتابونه ‏دنوروژبوپه پرتله یاداچې هیڅ شتون نه لري اویاخوډیرلږدي. ‏دبیلګې په توګه دغه مطلب درحمن بابادلاندې شعرڅخه په جوته ‏مالومیږي .‏

ماچې خال دستادوریځوترمنځ ولید

نه بل هسې شان امام شته نه مهراب

یوکتاب هم په سړبن کې چاوه نه کړ

بې رحمانه چې یې وکړداکتاب

‏ (رحمن بابا)‏

نن ورځ په ټوله نړۍ کې دپنځوس ملیونوڅخه زیات پښتانه ژوندکوي. یوازې په کوزه پښتونخواکې لږڅه شل ملیونه پښتانه میشت دي .په افغانستان کې دوګړوشمېردیرش ملیونه اټکل کیږي چې دشل ملیونوڅخه يې زیات پښتانه دي. 

دنوموړې شمېرنې په پام کې نیولوسره ددولت څخه زما کلکه غوښتنه داده چې په هیوادکې دشل ملیونوپښتنوژبه پرته له خنډاوځنډدافغانستان دغوڅ اکثریت ژبې په صفت او دنړيوال منل شوو ديموکراتيکو پرنسيپونوپه بنسټ په ټولو ښوونځيو، دفترونو، عالي موئسساتواوسفارتونوکې دلومړې رسمي او ملي  ژبې په ډول سمدلاسه په کارواچول ښي.

ارواښادپوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ وايي چې :

 د امير شيرعلي خان د مهمو سمونونو نه يو دا و چې پښتو يې د لومړي ځل لپاره د هېواد ملي او رسمي ژبه اعلان کړه.

د الحاج پوهاند دکتور نوراحمد میرازي لنډ ژوند لیک
الحاج پوهاند دکتور نوراحمد میرازی، په ۱۳۲۳ ل کال د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ میرازي کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې په ۱۳۲۹-۱۳۴۰ کلونو کې د رحمان بابا په لیسه کې په ډيره ښه درجه بشپړې او له همدې امله په ۱۳۴۱ کال کې د لوړو زده کړو لپاره د جرمني هیواد ته واستول شو. ښاغلي میرازي په جرمني کې په ۱۹۶۳ کال کې آلماني ژبه زده او په ۱۹۶۳ کال کې یې د جرمني په فرانکفورت کې د کالج ټاکلی پروګرام د لوړو نمرو په اخیستلو سره بشپړ کړ. همدا سبب و چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتون ته انتخاب شو.
ښاغلي نوراحمد میرازي د ۱۹۶۴-۱۹۶۹ کلونو په ترڅ کې د  Johannes Gutenberg پوهنتون څخه د ماستري تیزس په لوړه درجه دفاع کړ. میرازي ته د دغه ستر اکاډمیک بریالیتوب له کبله په یاد شوي پوهنتون کې د دکتورا فرصت ورکړل شو او له ۱۹۶۹-۱۹۷۲ پورې د دکتورا تیزس بشپړ او د یاد شوي پوهنتون د علمي مسلکي پوهانو د ټولنې پر وړاندې یې له خپل تیزس څخه په اعلی درجه دفاع وکړه او د دکتورا (PhD) ویاړ یې ترلاسه کړ.
دکتور نوراحمد میرازی د ۱۳۵۱ کال په مني کې هیواد ته راستون او د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې د استاد په توګه وټاکل شو او په دنده یې پیل وکړ.
پوهاند دکتور نوراحمد میرازي کابو نیمه پیړۍ ګران هیواد ته د خدمت په خاطر له ځنډه پرته په پرلپسې توګه په زرګونو علمي مسلکي او ملي کادرونه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي.
پوهاند دکتور میرازي د هیواد په د ننه او بهر کې په لاندنیو لنډمهاله پروګرامونو کې برخه اخیستې ده:
ϖ په ۱۳۵۷ کال د هند په راجستان ایالت کې (Integrated nature resources program)!
ϖ په ۱۳۸۲ کال کې د جرمني په بن پوهنتون کې (Biology summer school program)!
ϖ په ۱۳۸۸ کال کې په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program)!
ϖ په ۱۳۹۱ کال کې د دویم ځل لپاره په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program) برخه اخیستې او بشپړ کړی یې دی.
پوهاند دکتور میرازی د جرمني متخصیصونو سره یوځای د هیواد په دښتو، غرونو او رغونو کې ګرځیدلی او د ساینس پوهنځي (Herbarium) د نباتي انواعو د شتمن کیدو لپاره نباتات راټول، تنظیم، نامګذاري او ځای پرځای کړي دي.
د پوهاند میرازي دندې
ارواښاد پوهاند صاحب د استادي ترڅنګ د بیولوژي څانګې د مشر، د کانکور کمیټې غړی، د ترفیعاتو کمیټې غړی، د ساینس پوهنځي سرپرست رئیس، د کابل پوهنتون د نشراتو رئیس، د کابل پوهنتون د علمي شورا غړی، د ساینس پوهنځی د علمي شورا غړی او د یاد پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمیټې غړی هم پاتې شوی دی.
ارواښاد پوهاند صاحب د چاپيریال ساتنې په پروګرامونو، علومو اکاډمۍ او له هیواد څخه بهر په سریلانکا، اردن، هندوستان، پاکستان، جرمني او نورو هیوادونو کې په علمي کنفرانسونو برخه اخیستې ده.
ښاغلي استاد، د خپل اکادمیک ژوند په اوږدو کې، تر دېرشو ډېر علمي او څېړنیز آثار لري، چې په هیواد کې دننه او بهر په بېلابیلو خپرونو کې چاپ شوي دي.
پوهاند صاحب په پښتو، دري، انګلیسي او الماني ژبو په روان ډول خبرې لیکل او لوستل کولی شول.
ښاغلي میرازي، د افغانستان په علمي – اکاډمیک تاریخ کې د هغو ګوتو په شمار علمي – مسلکي او ملي شخصیتونو څخه دی، چې د هیواد د علمي فرهنګ په بډاینه، له خپل اصیل ملي هویت څخه د دفاع او د ملت جوړونې په لار کې یې له بل هر چا څخه ډیره برخه اخیستی او پریمانه قربانۍ یې ورکړې دي، چې راتلونکی نسل په هغو ویاړ کولی شي.
د افغانستان د څلورو لسیزو وروستي ناورین او غمېرې، نه یوازې په ملیونونو افغانان په نیابتی ډول له خپل کور او کلي څخه مهاجرت ته مجبور کړل، بلکې په دې موده کې، ډلې ډلې پوهان، څېړونکي او د پوهنتون استادان هم له هیواد څخه ووتل او علمي – اکاډمیک مرکزونه کمزوري او خالي شول. خو پوهاند دوکتور میرازی، هغه ملي – اکاډمیک شخصیت و، چې هم یې پوهنتون او هم د ده کور، د هیواد دکورنیو جکړو په بهیر کې، د راکټونو تر باران لاندې و، خو هیواد یې پرینښود او د هیواد د بچیانو لپاره یې قلم، کتاب او تباشیر له لاسه ونه غورځول.
د بیولوژی څانګې استادانو، دده د دغو، بې سارو خدمتونو په ویاړ، د ۱۳۹۵ کال د وري د نهمې نیټې په مجلس کې د رایو په په یوالي، پریکړه وکړه، چې له دې وروسته دې، د بیولوژي، څانګې شپږم درسي تالار د پوهاند دوکتور نور احمد میرازي تالار ) په نامه ونومول شي.
پوهاند دوکتور نوراحمد میرازی د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۲ نیټه د ورپیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

د معجزې خبرې:   

 پر 1351 لمریزکال دکابل پوهنتون په ساینس پوهنځی کې په پښتوژبه دبیالوژي تدریس دلومړې ځل لپاره ‏دپوهاندډاکټرصاحب نوراحمدمیرازي په نوښت زده کوونکوته ‏پیل شو.داخوبه هرڅوک راسره ومني چې دپوهاندصاحب نوموړی ‏مقدس اقدام دا لله ج په مرسته ترسره شو اوله دې کبله یوه معجزه بلل ‏کیدی شي. داځکه چې دهیوادپه پنځه زره کلن تاریخ کې دلومړي ‏ځل لپاره یوه داسې پېښه منځ ته راغله چې هیڅ ساری نه لري. پوهاندصاحب نه  یوازې ‏داچې دالله امرپرځای کوي بلکې په هیوادکې دلږڅه شل ‏ملیونوپښتنوفرهنګي مسلم قانوني حق هم پرځای کوي. دچاخبره ‏چې ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏په پښتنوکې لومړی پېژندل شوی علمي ‏شخصیت دی چې په ډیره زړه ورتیا، مېړانه او اتلولي  سره يي خپلې  مټې  راونغښتې ، ‏دعمل ډګرته يې راودانګل اوپه لوړشهامت سره يي دکابل په ‏پوهنتون کې دپښتوژبې تدریس رواج کړ. زماپه اند دپوهاندصاحب ‏میرازی په اړونددخوشحال بابالاندنی شعرصدق کوي.‏

چې د ستار تړي بسیار دي

ددستار سړي په شمار دي

‏(خوشحال بابا)‏

 دارواښاد پوهاند صاحب پروړاندې دپښتواوپښتنوضددښمنانوله خوابې شماره ‏سیاسي دسیسي اودمرګ ګواښونه شوي دي خودالله ج په مرسته ټول شنډشوه ‏داځکه چې ارواښاد پوهاند صاحب دپښتون ولس دطبیعي حق پلې کوونکی بنده وو . ‏ 

‎‎نن ورځ په ملې اونړیواله کچه دپښتون قوم اوپښتوژبې فرهنګ پروړاندې دښمنان راپورته شوي اوناهمجنسه قومونو،مذهبونو اوهیوادونولاسونه سره یوکړيدي. په خواښینۍ سره بایدومنوچې په پښتنوکې لاتراوسته فرهنګي ،فکري،  اوفزیکي یووالی منځ ته نه دی راغلی سیاسي خولاپرېږده.

نوپه یوه داسې خطرناک او حساس تاریخي پړاوکې د ارواښاارواښاد پوهاند صاحبپوهاندصاحب میرازي ‏‏فرهنګي خدمتونه  دستاینې اوقدروړدي. 

داځکه چې تاریخې تجربوښوولې ده چې په ولس کې دګوتوپه شمیرکسان دډګرمیدان ته رادانګي اودیوه قوم لپاره ځانونه قربان کوي .

میندې راوړي ډیرزامن ډېراولادونه

یویادوه پکې افلاطون یاسکندرشي

  (ارواښاد ګل پاچا الفت)

دلوړملي ارمان لپاره لوړفکراوکلک عزم پکاردی. میرویس نیکه ، احمدشاه بابا ،امیرامان الله خان اونوروميړنیوپښتنومشرانوهم دځان اومال په قربانی سره افغان ولس ته خد متونه ترسره کړيدي . 

 زماپه اند هغه ورځ چې په پوهنتون کې دیوچاله خواپه ملي پښتوژبه لکچرورکول کیږي ،یواځې د پښتو ژبې ورځ نده ، بلکې د پښتون، پښتو او پښتونولی ورځ ده، لکه څرنګه چې پښتون قوم دهیوادیوستر ملت دی ، پښتو یوه ستره ژبه ده، پښتو یو ستر قانون دی، پښتو یو ارزښت دی، پښتو یو تاریخ دی نو دا ورځ پدې ټولو پورې تړلې ده.

نودابه ومنوچې په رښته لاره کې طبعاً خنډونه پراته وي خو ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏ په پای کې دډګرنه بریالي راووت.

 دحق اوباطل خبرې: 

زماپه انددپښتوژبې په لاره کې دارواښاد پوهاند صاحب میرازي مبارزه اوجهاد داسلام اواساسي قانون په چوکاټ کې ترسره شو اوپه شریعت کې ورته دحق اوباطل جګړه وايي. داځکه چې پوهاندصاحب داسلام او دپښتون ولس دحق په لار روان دی . داسلام په لار ځکه روان دی چې لوى څښتن تعالى (ج)  ديوه قوم ژبې ته غټ اهميت ورکړی دی.  دبېلګې په توګه د ژبې  په اړوند په   قران شريف کې راغلي دي چې الله تعالې فرمايي:  (سور ت لا ا براهيم  ٤ آيت شريف) : 

  ژباړه :-   او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله  ).   

 لو ی څښتن تعالى (ج) په  بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمو نعمتو نو کې ياد کړې دي. نو زما په فکر سره چې څوک د لوى څښتن تعالى (ج)  امر پلی کوي نو دا هم د جهاد يو شکل دی چې  د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هر اړخيزخدمت وکړي.

همدغه شان د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم  دخپلې مورنۍ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکې مهمه فريضه او دنده  ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.

په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: (  سورت القصص ٧٦ آيت شريف  ) 

 ژباړه :  او مه هيروه برخه خپله (  څه شی چې دتا په نصيب شوې دې  لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په  دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره. 

 دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې څښتن (ج) دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دی  چې دبنده په نصيب شوی دی.   له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکې ديوه قوم دپيدايښت سره تړلی طبيعي بشري حق اوځانګړی خدايي نصيب اويومنل شوی نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل ښي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي.

هرڅوک چې په مورنۍ ژبه ویل لیکل اولوستل نه کوي، نودامانالري چې  دموراحترام نه کوي .اودایوه ګناه ده . 

زموږټولوویښ پښتنومبارزه باید ترهغه پورې دوام ولري ترڅو چې  دهیوادپه ټولوپوهنتونونو، رسمي دفترونوکې پښتوژبه وکارول شي.   

بلخوادقرآن شریف لوستل سنت دي خوعملي کول يي فرض دي. په دې ماناچې   ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏دالله ج هغه امرپرځای کړی دی چې په هرپښتون فرض شوی دی. نوله دې کبله موږټول ویښ پښتانه ارواښاد پوهاندصاحب میرازي ته   ددې فرهنګې خدمت په بدل کې  دلوی ‏څښتن (ج)  څخه ثوابونه اواجرونه   غواړو.

دفرهنګي جهادخبرې:

الله تعالی د ځمکې ټولو ژونديو موجوداتو ته د خپلو ارادو اواحساساتو د څرګندولو لپاره ډول ډول طریقې ښودلې دي.  انسان ته یې هم د دې کائیناتو د یوموجود په صفت د خپل ضمیر د اظهارولو په موخه د ژبې توانایي ورکړې . سړی کولی شي د ژبې له لارې خپله اراده څرګنده او خپل احساسات له خلکوسره شریک کړي. دبېلګې په توګه ادم ع په  750 ژبوپوهیده اوخبرې کولای شوي.

 په قرآن الكريم/سورة الرحمن ۵۵ کې راغلي دي.

الرَّحْمَنُ (۱) عَلَّمَ الْقُرْآنَ (۲) خَلَقَ الْإِنْسَانَ (۳) عَلَّمَهُ الْبَيَانَ (۴) 

په ذکر شوو ایاتونوکې د څو سترو نعمتونو څخه یادونه شوې : لکه د قرآن زده کړه،  دانسان پیدایښت، دبیان قدرت (دخبرې کولووړتیاچې دزړه مقصدونه يې پرې اداکړي)  د علم بیان  په قدرت سره انسان قرآن شریف لوستلی شي .  ژبه څلورم ستر نعمت دی چې الله انسان ته ورکړی دی. 

دنوموړې آیت په رڼاکې  مورنۍ ژبه د انسان رواحق دې اودسترنعمت په صفت فرض ده چې دفرهنګي جهادله لارې ورڅخه دفاع وشي.

په قرآنکریم کې الله جل جلاله ډیر ځله همدا سې مسلمانان مخاطب کړي دي چې : 

) انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ)  

ژباړه : تاسوجهاد ته لاړشئ،  اودالله تعالی په لاره کې جهاد په مالونو او ځانونو سره وکړئ ،دابه تاسو ته غوره وي ،که چیرته تاسو پوهیږئ .

دقرآني اونبوي ارشاداتوپه رڼا کې علماوو جهاد په څو ډولونو ویشلی دی، یو جهاد (بالنفس ،جهاد بالمال،جهادباللسان او بل جهاد بالقلم ،جهاد بالتحریض،جهاد بالبیان،جهاد بالاعداد…….او نور دي .

که څه هم په قرآن کریم کې چې کله دجهاد کلمه ذکر شي،نو موخه ترې همدا وسله وال جهاد او قتال فی سبیل الله وي ،قلمي یا فرهنګي جهاد ترې هلته نوي مراد، خو دنورو احادیثو څخه بیا دا دفرهنګي جهاد ډولونه معلوم دي ،

خولکه څنګه چې مطبوعات په فرهنګي جهاد کې اړین رول لوبوي، همداسې په پښتوژبه لکچرورکول دفرهنګي جهاد هغه برخه ده ،چې په ولسونو کې دبیدارۍ او ویښتوب روحیه پیاوړې کوي او په غورځنګ یې راولي .

په پای کې به خبره پدې جملو رالنډه کړم چې دمالي او ځاني یا بدني جهاد غوندې فرهنګي جهاد چې دلساني جهادمصور اوممثل دی ،دپښتوژبې ضد لښکرو په وړاندې خورااړین او اغیزمن دی . اسلامي شریعت فرهنګي جهاد ته مشروعیت او اهمیت ورکوي او یوفرهنګي مجاهد دمورچل دمجاهدنه کم نه بولي ، دده دقلم سیاهي دمجاهد دوینې نه کمه نه ارزوي ،چې دهمدي څخه یې مقام او حیثیت څرګندیږي. 

په (احکام القران ج۷ص۳۰۲)کې داسې لیکي چې : 

فإن قيل فأي الجهادين أفضل أجهاد النفس والمال أم جهاد العلم قيل له الجهاد بالسيف مبني على جهادالعلم وفرع عليه ……………….

ژباړه : که څوک پوښتنه وکړي، چې جهاد بالنفس او بالمال غوره دی ؟ که جهاد بالعلم ؟ ځواب به یې داوي چې جهاد بالسیف یا په توره او ټوپک جهاد،په جهاد بالعلم باندې مبتني او دهغې فرع ده ،ځکه دا نارواده، چې په علم کوم څه واجب وي او په جهاد بالسیف کې دې ترې تجاوز وشي،نو علمي جهاد اصل او جهاد بالنفس فرع ده او اصل په فضیلت کې له فرع نه اولی او غوره وي. 

زماپه اند دپورته یادشووآیتونو په رڼاکې دملي ژبې پښتو د  ژوند او مړیني  په برخلیک کې  دارواښاد پوهاند صاحب میرازي هراړخیزې هلې ځلي په ډاګه کوي چې هغه نه یوازې فرهنګي مجاهدبلکې دپښتوژبې پوهنیزمجاهدهم وو. دارواښاد فرهنګي توره دخوشحال بابا په لاندې شعرکې نغښتې ده.

داهم شکر چې مې وتړله تـــــوره‎ 

زما توره په جهان شوله مشهــوره

(خوشحال بابا)

 دځوانۍ خبري :

دیادولووړده چې الله ج ارواښاد پوهاندصاحب ته یوه ډیره شکلې ،تنکی ،دنګه دآره اریايي ډوله لوړه ځوانې ورپه برخه کړې وه چې په افغان ولس کې بیخي ساری نه لري.

هغه د دنګې لوړې ونې ، اوږدو،توروځلانده څڼو،د آره اریايي سترګې او موسکا څخه ډکې ‏څېرې خاوند وو.

نوموړې صفتونه دپوهاندصاحب یوه بله ځانګړتیاده چې دیوې غیرعادي نښې نښانې په ډول تعبیرکیدی شي .ځکه دانسان ښایست دالله ج یونعمت دی چې په دوستو بندګانوباندې يې لوریږي. 

د پښتوژبې لکچر تاریخي خبرې:

یوه ورځ دپوهاندصاحب ډاکټرمیرازی په دفترکې ناست وم چې څونورملګرې استادان هم راسره یوځای شول . دپښتوژبې لکچرپه اړوندتودعلمي بحث پیل شو. په دې ترځ کې پوهاندصاحب موږته دیوې تاریخي خاطرې په هکله په لاندې ډول مالومات راکړ. 

(پر1351  لمریزکال کې دکابل پوهنتون د استادانوله خوا یوه غونډه راوبلل شوه چې ماهم په ښه نیت اوخوشی سره پکې ګډون وکړ. هراستادپه خپل وارسره دپښتوژبې دپرمختګ اوعلمي کیدنې په اړوندتودې اواحساساتې خبرې وکړې. هغوی ویل، چې له باباادمــه تردې دمــه ،پښتوژبې ته هیڅ خدمت نه دی شوی. بلخوا پښتانه هغه يوازنی قوم دی، چې په خپل هېواد کې يې ژبه ددښمنانوله خوامحکومه ساتل شوېده. په دې اړوندبایدچې دهیڅ چاپرواهم وه نه لرواوملي پاڅون وکړو. همداسې نورې خبرې اوغورې تمې درواخله.  دهراستادپه څیره کې دغیرت ،میړانې اوزړه ورتوب ځیږې نښې نښانې دلیرې څخه ښکاره لیدل کیدې. خبره ان تردې پورې ورسیده چې په پایله کې لاندې پریکړه وشوه:

  • دغونډې هریواستادبایدسرله سباڅخه پرته له خنډ اوځنډدډګرمیدان ته راودانګې اوددري ژبې پرځای په پښتوژبه زده کوونکوته لکچرورکړي .موږبایددسراومال په قربانی سره دمورنۍ ژبې پښتوڅخه دفاع وکړو .

په پایله کې غونده په ډیرواحساساتو اوچک چکوپای ته ورسیده.

ارواښادپوهاند صاحب میرازي زیاته کړه :  کله چې سباشو،نودوعدې سره سم ما خپل لکچردبیالوژي په څانګه کې په پښتوژبه زده کونکوته پيل کړ. که څه هم دشاګردانودمقاومت سره مخامخ شوم، خوماخپل لکچرته دوام ورکړ. داځکه چې ما په پرونۍغونډه کې وعده کړې وه  چې دسراومال په قربانۍ سره به دپښتوژبې څخه دفاع کوم.په داسې حال کې چې دغونډې ټول استادان، چې دلته يې نومونه نه اخلم، په خپله وعده وه نه دریدل اولکچريې دپخواپه شان په درې ژبه ورکړ اوزه يې په ډګرکې یوازې پریښودلم. دغونډې استادان کاغذي زمریان وو. لنډه داچې دهغوی په هکله قضاوت به لوستونکوته پریږدم.

ارواښاد پوهاند صاحب میرازي زیاته کړه : خوزماوجدان داوه نه منله چې دومره بې غیرته شم اوخپل لکچرپرته له پښتوپه بله ژبه زده کوونکوته ورکړم.داځکه چې یوځل خوماپه پښتوژبه لکچرپيل کړی دی، نوپه کوم دلیل سره  اوس لکچرپه بله ژبه ورکړم. په همدې ترځ کې دخوشخال بابالاندې شعرراپه یادشوچې وايي.

که آسمان دې دزمري په خوله کې ورکا

 دزمري په خوله کې مه پریږده همت

(دخوشخال بابا)

که په نړۍ کې د نارینه وو په څېر، وه نه شو کولای ژوند وکړو، خو ‏کولای شو د نارینه وو په څېر مړه شو.‏

په جهان د نارینه دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

(خوشحال بابا)

یوه ورځ ارواښاد پوهاندصاحب میرازې ځوانواستادانوته وويل :

اوس چې زماعمر دومره نه دی پاتې ، په پښتوژبه لکچر دځوانانورسالت دی . ژبه ملي امانت دی.‎ ‎مادادی ترتاسي پوري راورسوله . ښه مې راورسوله که بده ، سمه مې را ورسوله ‏که ناسمه ، دابه وروستي نسلونه قضاوت کوي . خواوس وار ستاسي دی چي له ‏دغه امانت سره بې پروايي ونه شي . اصالت ته يې صدمه ونه رسيږي . لوبې ‏ورسره ونه شي.  ‎

دخاطرې لنډیز: دارواښاد پوهاند صاحب میرازي له خواپه سترګولیدلی حال په ډاګه کوي چې  هغه دیو پیاوړي کلک هوډ څښتن سړی وو .پښتانه  د ژبې په برخه کې  ډېر زر له خپل رواحقه څخه تېر یږي او د خپلې مورنۍ ژبې حق يې په خپله تر پښو لاندې کړی دی. پښتنو ته داسې احساس ورکړ شوی دی، چې که په خپله ژبه خبرې وکړي نو ښايي متعصب او فاشېست وبلل شي، خو دې ته نه ګوري چې د نړۍ ټول ولسونه په خپلو مورنيو ژبولیکل،لوستل او خبرې کوي.

ارواښاد پوهاند صاحب  میرازی هم لکه درحمن بابا په شان دخپلویارانوڅخه سرټکوي اووايي :‏

درقیب علاج اسان دی بلاداده ‏

زه رحمان دخپله یاره ناویسایم ‏

اوس مې ځای په دې جهان کې پاتې نه شو

خو زېدلی تر چهل او تر پنجاه يم

(رحمن بابا)‏

دپښتنوزوال خبرې:

داحمدشاه بابادواکمني څخه ترنن ورځې پورې یانې لږڅه دوه نیم سوه کاله کیږي چې  لراوبرپښتانه په مطلق فرهنګي غلامی کې ژوندکوي .  پایله یې داده چې که دپښتنوعام ولس دی اوکه حزبي  پښتانه دي  (لکه کمونستان ، طالبان اومجاهدین ) ترنن ورځې پورې : 

 

  • نه یوملي مشر لري ، نه یووالی لري، نه هیڅ واحدفکرلري ، کشردمشرخبره نه مني اوبرعکس مشردمشرتوب خواص اوکمال نه لري . همدارنګه پښتانه ولسي  مشران  اوواکمنان  دپښتون قوم لپاره ځانګړی پوځي ، سیاسي اوفرهنګي  راتلونکی پلان نه لري  .  دټول افغانستان لپاره خولاپریږده .
  • نن ورځ پښتانه په ملي اونړیواله کچه ډیرفرهنګي اوسیاسي دښمنان لري . دهغوی څخه دځان ژغورنې په موخه   دپښتنوفرهنګي اوسیاسي یووالي ته ډیره اړتیا لیدل کیږي .

 

په دې اړوند دلوی احمدشاه بابا لاندنی شعر ډیراړین دی .

 

 ځان به ویښ کړوهرې خواته

هری خواته غلیمان دي

 

یو پر بل مو سره وژني

وایي خپل یو دښمنان دي

(لوی احمدشاه بابا)

په حدیث شریف کې راغلي دي چې که په یوقوم کې کشر دمشراحترام نه کوي اومشر په کشرمهرباني نه کوي، نودغه قوم دزوال سره مخامخ کیږي . کله چې لوی څښتن (ج) یوقوم خواروي نوپوهان یې له منځه وړي . په ځای یې ناپوهان کشینې اوبیاهغوی ناپوهان مشورین (سالاکاران) ځانته ټاکي .

په لاندې شعرکې هم یوشاعر  چې زه یې په خواشینی سره نوم نه پيژنم دپښتنوپه هکله داسې وایي .

څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا    

   زه دزړه وينې په څښم دی دښمني کا

خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړل   

  دی لا دوو ميږو ته ناست دی اوشپني کا

 

دپښتنو دبې اتفاقۍ په هکله خوشحال خان خټک داسي ويرکوي  

         هره چاردپښتنو تر مغل ښه ده

              اتفاق ورلره نه شته ډ ير ارمان 

 

         که توفيق داتفاق پښتانه مومي

         زوړخوشحال به دوباره شي لکه ځوان

د نازخبري :

هر قوم ته خپل افتخارات مهم دي، موږ هم باید په خپلو نومیاليو، وویاړو او تل یې یاد ژوندی وساتو. داځکه چې دمځکې پر مخ ټول ولسونه دخپلو وتلوهيوادوالوپه برياو وياړي،هغوي نازوي ‏اوتاريخ پوهان هغوی دتاريخ پاڼوته رسوي ‏ترڅودهيواد راتلونکي نسلونه دخپل ‏هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگي برياواودهغوی له قهرمانانونه پوره ‏خبرتياترلاسه ‏کړي. 

  موږ پښتانه  ولې په یوه داسې ناوړه فرهنګ کې راګیر یو،چې نه دژوندیوملي اټلانو اونه دمړوملي اټلانولمانځنه اوستاینه کوو؟ دايوه   پوښتنه ده  چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپلې شاوخوا ته هم وگورو چې زموږ ژوندي قهرمانان په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول باور لرو يوازې د جگړو گټل نه بلکې په نورو برخو کې هم ښايي  داسې کسان وي چې رښتينې او د وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.دهیواداوپه نړیواله کچه یوه داسې نه هیریدونکي  څېره ارواښاد پوهاند صاحب ډاکټرمیرازی وو .

دایوڅرګند اوتریخ حقیقت دی چې پښتانه خپل اټلان دنوروقومونوپه پرتله نه دهغوی په ژوند اونه دهغوی په مرګ موده کې ستايي او حتي بیخي يي دپام څخه غورځوي. دعلمي،فرهنگي اوادبي شخصيتونونازول همدارنګه د تاريخي وياړونو ‏اوتاريخي ارزښتونوساتل یوه کړنلاره ده چې په تیره بیاپه پښتنوکې يې څرک نه ‏لیدل کیږي . ‏

په ډېره بښنه سره په دې اړوندغواړم چې دپښتنوپه هکله دخپل زړه بړس وباسم اوداسې وایم چې :

( په ‏ژوندیوکې موښه سړی نه شته اوپه مړوکې موبدسړی نه شته) . 

د خوشحال خان غوندې يو ستر ليکوال چې په ټوله پښتو نخوا ‏کې يې ساری پيدانه شو ، نو ځکه دی وايي‎ :‎

دخوشحال قدر که اوس په هیچـــا نشتــه‎ 

پس له مرگه به یې یـــــاد کا ډیر عالم

په رښتيا هم چې پښتنود ارواښاد پوهاند صاحب میرازي ‏‏قدردهغه دژوندپه وخت کې نه دی پېژندلی اونه يي په غونډوکې نازولی دی. خویووخت به راشی چې پښتون عالم به ارواښاد ډیریادکړي.

د خدمت خبرې :

ارواښاد پوهاند صاحب ډاکټرنوراحمدمیرازی وو  چې د ژوند ټوله  برخه  يې دیوه ‏وتلي ساینس پوه استادپه توګه  د خپل هیواد او هیوادوالو د سر لوړۍ او ‏سوکالۍ لپاره ځانګړي کړه  او په سلګونو آن زرګونو شاګردان يې روزلي او ‏ټولنې ته وړاندې کړیدی ‏‎. ‎ ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏خپل هیوادته هغه وطنپال ‏اووفادار استاد دی چې څه نا څه نیمه پېړی يې د هیواد د نوي نسل په روزنه او ‏پالنه کې عملي زیار کښلی دی او حتی زیات شاګردان یې همدااوس په دولت کې ‏لوړپوړي چارواکي دي.‏استادخادم په دې هکله داسې وايي :

څوک چې خادم وي دخپل ملک اودملت

وطن يې پس له مرګه په مدفن فخرکوي

‏(استادخادم)‏

شاغلی ‏ارواښادپوهاندډاکټرصاحب میرازی هغه علمي، ادبي او فرهنګي ستوری دی چې مقام به ‏یې د افغانستان په علمي آسمان کې ځلانده او تلپاته وي،  هغه خپلې رسمې ‏ژبې پښتواو افغاني فرهنګ ته د ستاینې او ویاړه ډک خدمتونه تر سره ‏کړي دي.    زموږهیواد وال اود علم مینه وال به د ده دا ټولې علمي، ادبي ‏هلې ځلې او خدمتونه هیڅکله هیر نه کړي‎.‎

زماپه آنددسرلوړی پوهاندصاحب ډاکټرمیرازي علمي خدمتونو او زیارایستلو نمانځنه ‏او درناوی دشرعي احکامو په رڼاکې یومستحب نیک عمل ګڼم.

‏د هجرت خبرې :

ارواښاد پوهاند صاحب میرازي کولای شو،چې په هروخت کې  دهیوادڅخه بهرته هجرت وکړي. داځکه چې نوموړي په جرمني کې لوړې زده کړې ترسره کړې دي. خوهغه دځینو نورواستادانوپه برخلاف داکاروه نه کړ. که څه هم هغه دنوروهرچاپه پرتله  دهجرت فوق العاده امکانات درلودل.  داځکه چې په هغه باندې خپل هیواددومره ګران ووچې دژوندتراخیره پورې  هغه دخپل وطن څخه بهرته مهاجرت وه نه کړاوپه وطن کې پاتې شو. نوموړی ملي ګټو ته ژمن شخصيت وو،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ ‏اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ‏ځلې کړې دي . بلخواارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏دکمونستانودواکمني څخه راپدې خوا ان دژوندتراخیره پورې دپښتواوپښتنوضدکړیوله خوادتهدیدسره مخامخ وو. هغه دوطن اودپښتوژبې په پاکه مینه کې ډیرې توکیز او مانیز زیانونه او تاوانونه زغملي او ‏ګاللي دي.

 دبیلګې په توګه : دکمونستانودواکمني په پیل کې دپوهاندصاحب میرازي مشرورور،چې یوپېژندل شوی ملي اوولسي عالم شخصیت وو، پرته له کومه ګناه دشپې له خواونیول شواولاتراوسه پورې تری تم ورک دی.‎ خوبرسیره پردې د هغه غروراوایمان د ‏تسلیمېدلو او سر یې د ټیټېدلو نه وو.‏

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم 

که خزان راباندې راشي که بهار

(رحمن بابا)

  ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏تل د حق او ريښتيا د لارې ملګری وو ، په خپل ولس او خپله خاوره کې ‏يې په مينه او درنښت ژوند کړی دی او هيڅ چېرې ترې پردېس نه شو، چې دا هم د ‏خپلې خاورې او هېواد سره د ده د مينې څرګندثبوت دی. د خاينوواکمنانولکه کمونستانو اوجنګ سالارانوسره يې روغه ‏نه ده کړې .د هيوادوطنپالو پوهانو او د هغو ولسي شخصیتونوملا تړی پاتې شو چې د خپلې خاورې سره يې مينه لرله .  

تاریخي خبري:

پښتنو په افغانستان ، هند او ايران کې دډيرو سترو تاريخي کارنامودلرلو سره سره، دغه وس ونه موند او يايې سر په دې خبره خلاص نه شو،چې ژبه ديوه ولس روح ده او دغه روح بايد دمحکوميت او محروميت په  زندان کې ونه ساتل شي. له دې زندان څخه ددغه زنداني دخلاصون لاره ، په سياسي او ټولنيز ډګرکې ددې  ژبې د ويونکو کلکه مبارزه او په علمي اوټولنيز ډګرکې دپوهانو زيات کار او زيار څخه پرته ناشونې ده. 

که چېرې پښتانه په رښتيا سره ددې هيواد دوګړوډيرکي یانې اکثریت جوړوي نو دوې ددغه ثبوت دخپل روا حق په غوښتلو سره ثابت کړي، او که دغه کار ونکړي نو بيا خولږکي دغه حق لري چې ددوې ژبه (پښتو) هغه شان محرومه او محکومه وساتي لکه چې تر نن دغه کار شوېدې.

ددې مقصد لپاره مبارزه نه ديوه سړي کار دی او نه یې یو تن د برياو تر منزله پورې رسولۍ شي. دغه  وجيبه او فرضيه بايد هغه خلک سرته ورسوي چې په هيوادکې اکثريت جوړوي او دغه غوښتنه  په خوله نه بلکې په عمل کې پلې کړي.   پښتانه که خپل ژبني شته والۍ له خپل قومي شته والي سره موازي ونه لګوي،  نود لږکيو ژبو برلاسي ته پخپله لمن وهي او بايد چې په سړه سینه يي  وه مني .  

په خواښينۍ سره بايد وويل ښي چې دکابل په تخت ناستو پاچاهانو هم دپښتون قام او پښتو ژبې د پراختيا لپاره کوم خدمت نه دی کړی. په داسې حال کې چې هغوی پخپله هم په همدې قام پورې تړلي وو، يانې د پښتنو ټبر څخه وو. خويوازې  په ګوته شميرپښتنوپوهانو او پښتنوواکدارانو دپښتو ژبې لپاره څه نا څه خدمت کړيدی. دبيلګي په ډول دامير شير علي خان دپاچاهي په دويمه دوره کې ١٨٦٨ تر ١٨٨٠  ميلادی کال پښتو ژبه دلومړي ځل لپاره دهيواد ملي او رسمي ژبه شوه . خو په افغانستان باندې دانګريزانو دويم يرغل  دغه پروګرام شنډ کړ. دپښتو ژبې رسمي کيدو او پر مختګ دویم حرکت د  غازي امان الله خان پاچا په دوره کې    ( ١٩١٩- ١٩٢٩) ميلادي کال کې پيل شو . نوموړي ملي پاچا غوښتل چې پښتو ژبه په علمي ډول رسمي او عامه کړي چې ملي يووالۍ او ملي پيوستون بشپړشي خو ډير زر دهغه تخت هم نسکور شو. 

همدارنګه د ارواښاد ستر پښتون غازي وزيرمحمد ګل خان مومند،  محمود طرزي  اوعلا مه سيد جمال الدين افغان خدمتونه او هلې ځلې دوياړاو د يادونې وړدي. 

د پښتو خبری:‏

پښتو یوازي د پښتنو ژبه نه ده، بلکي د پښتنو د یولړ صفتونو یا خویونو یوه ‏ټولګه هم ده، چي د پښتونولۍ یوه لویه برخه جوړوي.‏

زماپه انددايو څرګند حقيقت دې چې ژبه يوازې دپوهيدلووسيله نه ده  بلکې ديوقوم او ولس دژوند بقايا جوړوي، هويت يې ټاکي دملي خپلواک شعورلرل اوپالل، سياسي علمي، فرهنګي حاکميت، صنعتي او تخنيکي پرمختګ ، داړونده قوم  اوولس دژبې اوولس دژبې دپرمختګ سره په مستقيم ډول تړلي دي نوهرڅوک چې پښتوژبې ته خدمت کول غواړي نورښتونې لاريې، دخبرو پر ځای دعمل لاره ده . يوازې خبرې کول ‏او په عمل کې نه پلي کول د داسې يوې بيلګې سره ورته دی  لکه يوڅوک چې په اتڼ کې ډول وهې .  ديوه ډول ‏دغږ اواز ډيرجګ خوپه منځ کې تښ دی.  په دې کې هيڅ شک نه شته چې په ګوتو شمارو پوهانو له خوا په ‏پښتو ژبه د علمي کتابونو ليکل  دپښتو ژبې لپاره  د يوې خواستر خدمت ګڼل کيږي  خودبلې خوا دپښتو ‏ژبې دوروسته والي اصلي ستونځه نه شي حل کولای. داد حقيقت څخه لرې خبره ده چې يوازې يوتن او يا ‏څوکسان به دمليونو هيوادوالوژبه او فرهنګ ژوندی وساتي او پر مخ به يې بوزي . په ټوله نړۍ کې دا کړنلاره ‏يوقانون ګرزيدلی،  چې پخپله د دولت رسمي دنده ده چې دولس ژبه مخ په وړاندې بوزي.  ‏  

زماپه آندپښتوژبې ته دخدمت کولو ترټولواغیزمنه ،معقوله ،مناسبه اودښوونې ‏اوروزنې علم په رڼاکې په نړیواله کچه تجربه شوې لار، دپښتوژبې ‏پوهنیزکولوکړنلاره ده.‏ داځکه چې یوازې دپوهنیز پښتو ژبې په مټ کولای شوچې دنړۍ پرمختللي ټیکنالوژې ته لارپیداکړو.

په دې اړوند  ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏دهیوادپه تاریخ کې هغه لومړی اوبې ساری ‏علمي شخصیت وو ،چې دپښتوژبې علمي کولوپه موخه يې په ډیره میړانه سره  ‏پرته له خنډ اوځنډدعمل ډګرته راودانګل اودپښتوژبه يې دساینس په څانګه کې ‏دنړیوالوژبوپه لیکه کې ودروله. 

 پښتو يوازې په دې وده نه كوي، چې هرڅوك دې ورباندې پوه شي او پښتو خبرې دې وكولاى شي، بلكې پښتو كه په هره توګه وده كوي او د ودې لارې چارې يې هرڅه وي، يو ارزښتمن اړخ يې د پوهنيزو كتابونولیکنه او ژباړه ده، چې دغه كار د ژبې په بډايتوب او وده كې ستر اغېز لري. كه څوك د ژوندۍ ژبې خبره كوي، لومړى د پوهنيزو كتابونو شتوالي ته ګوته نيسي، كه يوه ژبه پوهنيز مواد ونه لري، نو د اړتيا ژبه هم نه وي. خو د پښتو بدمرغي همدا ده چې پوهنيز كتابونه يې لږ دي او د ژباړې تله يې درنه ده، د پښتو د علمي كولو لپاره يوه داسې اقدام ته ضرورت شته، چې وكولاى شي په ټوله سيمه كې مېشت پښتانه د پرديو له كلتوري ستم څخه راوباسي، يوه اېډيولوژيكه تګلاره دې ورباندې پلې كړي، ترڅوپه شعوري توګه  خلك كار او پراخو هڅو ته اړ كړي. 

په كابل كې ډېركي پښتانه مېشت دي. خو د دوى لپاره تراوسه په پوهنتون كې پښتو تدريس نه دى ځانګړى شوى، هغه محصلين چې د افغانستان لـه اطرافو يا كوزې پښتونخوا څخه كابل ته راځي، يا هم پخوا راغلي، نو لومړى اړ دي، چې بله ژبه زده كړي، بيا به ايله دا توان ترلاسه كړي، چې پوهنتون ووايي .كه پښتانه د خپل هويت غوښتنه لري او غواړي چې د ژبې په لحاظ ژوندي او مطرح وي، بايد د خپل هويت د ځلونې لپاره هراړخيزې هڅې پيل كړي، د تشو شعارونو پرځاى دې عملي كار ته ملا وتړي، ځكه په تشو خبرو او نصيحتونو سره يوه ژبه نه علمي كېږي، بلكې بايد هڅه وشي، چې ژبه په پوهنيزو موادو سره غښتلې شي، نه په زياتو ويونكو سره.

نوله دې کبله زماهیله دټولوکارپوهانوڅخه داده چې په پښتوژبه مسلکي کتابونه ولیکي ترڅودپښتوژبه علمي شي اودنړیوالوژبوپه لیکه کې ځای ونیسي . ځكه وايي چي له يوه لاسه ټك نه خېژي، نودومره هم ویلای شو چې که  دخپلې سرلوړې ژبې په علمي کیدلوکې  یوکتاب هم ورزیاتیږی نوحق به یې یوڅه ادا وبللی شي .

پاچــا خـان د يــو قوم  ســپکوالى او ورکــوالى د هغــه پــه ژبــه کــې ګـوري اووايي: چې کوم قوم ته خپله ژبـه سـپکه شـي نـو هغـه سـپک شـي اوچـې خپله ژبه ترې ورکه شي نو هغه هم ورک شي .

علامه محمود طرزي وايي:
يو ولس په ژبه او ژبه پـه ادبيـاتو ژونـدۍپاتې کېږي.

دپوهاندصاحب میرازي دنیک عمل برکت ووچې نورپوهان يي هم په  دې لاره کې را وهڅول .دبیلګې په توګه ارواښاد ډاکټرکبیرستوری اوارواښادډاکټردرویزه اڅکزی هغه څوک ووچې دپښتوژبې په پوهنیزکولو کې يې سرشیندنې کړي دي.  ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏د پښتنو ترقي او پرمختګ يوازې د علم او پوهې په حاصلولو كې لیدل . پښتانه بایدپه لوړتکنالوژي علم سمبال شي . هرپښتون بایدپه خپل مسلک کې په پښتوژبه کتابونه ولیکي ترڅوپښتوژبه یوه علمي ژبه وګرځي .

ارواښادښاغلی پوهاندصاحب حسن ‏کاکړدخپلوتاریخي څېړنوپه پای کي دې نتیجې ته رسېدلی دی ، چي : ٌ 

(پښتوچي ‏بیرته پاتی ده ‏اوعلمی شوی نده دژبی دڅنګه والی له امله نده ، بیرته پاتی توب یی دپښتنوله لاسه دی . ددوی ‏بیرته پاتی توب دپښتوبیرته پاتی توب شوی دی ٌ‎ (‎

 ‎دیوه ملت دجوړېدواساسي عناصرګډه جغرافیایي سیمه ، ګډ تاریخ ‏اوګډکلتور(دین ، ژبه ،…….  ) دي. ‎څرګنده ده چي دیوه ولس دیووالي له پاره د ژبي یووالی اساسي ټکی دی. ‏ژبه دیوه ملت له یووالي سره په غوڅه توګه تړلې ده.

دملت په جوړښت کي دژبي اشتراک د دین اوحکومت تر اشتراک زیات غښتلی ‏عنصردی‎ . ‎

 خوشحال خان خټک هغه يوازنۍ فرهنګي  ملي ښخصيت تير شوې دی  چې  په پښتنو اوپښتو ژبه مين اوپه خپل وخت کې دپښتو ژبې وروسته پاتې کيدواو غميزې ته ترنوروټولوزيات متوجه وه. دپښتوژبې او دپښتون داړيکې په اړوند دډيرزړه سوځې نه بيا داسې ناره کوي.

ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ

د پښتو ژبه به اوس په اب وتاب شي

 

د خوشحال سره که کښيني يو څوکاله

 دادغره خټک به واړه شاعران شي 

کورنۍ اوبهرنۍ ژبې :

 ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏دنوروقومونواوهیوادونوژبوسره هیڅ ډول فرهنګي تعصب نه درلودحتی برعکس دنوروقومونوژبې زده کول یوکمال اوحکمت ګڼلو. په دې اړوندد پښتو اودرې ژبې د معاصر شاعر او لیکوال ارواښادمستغني لاندې شعرته پام وکړئ.

ښه یې ښه یې چې په سل ژبودانايې

ولې مه کیږه نادان دخپلې ژبې

(مستغني)

علامه ارواښادحبیبی به ویل چې که فارسي مات لاس هم شي موږ یې باید دخپلو ګاونډیانواو سیالانو سره دتاریخی سیالۍ او اړتیا پرلامل په خپله غاړه کې واچوو او دا کارموږ کړی د . ارواښاد پوهاند صاحب ډاکټرمیرازی د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنگ  چې د اکثریت ژبه ده ،په درې ژبه، انگريزي ژبه ، الماني ژبه اولږڅه فرانسوي ژبه هم خبرې کولای شوې . 

  دکرکټرخبرې :

دارواښاد پوهاند صاحب میرازي په تړاو لیکل اوویل ډیردي . خوپه لنډه توګه به زه دیوه ‏‏نږدې ملګري په صفت دهغه دکرکټرهراړخیزه پېژندنه په لاندې ټکوکې رالنډه کړم.  

ارواښاد یو دروند  علمي شخصیت وو  او الله ج ورته ځانګړې ژبه اوکلام په ‏نصیب کړی وو . هغه د نرم او لطیف مزاج ،د ‏نیکو ‏او لوړو اخلاقو خاوند وو . 

ارواښاد دخپل وطن سره ‏ځانګړې مینه لرله . د ده په ذهن او روان کې دخپلواکۍ ، ‏‏دیموکراسۍ  اووطنپالۍ ملي احساس پوخ شوی وو . په وطن او خپلواكۍ  مین ملي سپيڅلی شخصيت وو

په حدیث شریف کې راغلي دي چې (ښه انسان هغه څوک دی چې بل انسان ته يې ګټه ورسیږي) .   ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏تل د ولس په  چوپړ کي ‏وو اودوس سره سم یې نوروافغانانوته ګټه رسیدلې ده.

هغه زړه به له طوفانه په امان وي                                ‏

چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردارشي

(رحمن بابا) 

   ارواښاد په علمي کنفرانسونو، ټولنیزو غونډو،دحجرې په  مجلسونو کې  په ډیره مینه سره ګډون کولو.علم ،هنر،حکمت اوکمال يې خوښیدلو اودډیردولت اوپیسوهوس ېې  نه درلود . 

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی                   ‏

   هنرمند و څخه ګنج دخپل هنر دی

(رحمن بابا)

ارواښاد داسلام بنسټیزآرونوپه عملي کولوکې دمشرانو احترام ‏کولو اوپه کشرانوباندي مهرباني اورحم کولو .‏ 

ارواښاد په ملګرتیاکې ډیروفاداراوپه وعده ټینګ سړی وو ،  خوراننګیالی  خوښ طبیعته  اوصادق سپيڅلی ‏افغان وو. دخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیدل .  دشعارورکولوپلوی نه دی.

علمیت د بی عمله عالمانو                                       ‏

لکه ګنج د کتابونوپه خر بار شه

(رحمن بابا)

ارواښاد سپین سپیڅلي سړي وو ،(شف شف يې زده نه وو ). سپينې خبرې به يې کولې  . ټګې برګې يې زده نه وه. خودهرچاسره یې طبیعت نه لګیدلو. پخپله له عبدالرحمن بابا نه واورئ:

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک                               

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هيڅ خندا مي له دي خلکو سره نشي                                         

ژړه وي مي هغه تللي تللي خلک

(رحمن بابا)

ارواښاد زړه سون اوسوله ‏غوښتونکی دی، دملي  روحی  پالونکی دی ، ملي ګټو ته ژمن شخصيت دی،چې دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ ‏اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ‏ځلې کړې دي . نوموړې کړنلاره په ډیردقت ،حوصله اوژورفکر سره ترسره کوي.

ارواښاد میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی  اودډګرسړی وو. سپینې خبرې ‏به يې کولې خودسیاسي بحث په ‏وخت کې به دخپل هدف څخه  چاته ‏تیرنه شو ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .‏ ارواښاد یو خپلواک سړی وو او د نورو سره به ېې  په ‏ټولنه کې مساوي حقوق غوښتل.  په خپل کلچر او دین باندي ‏کلک ولاړ وو. 

ارواښاد دهرچاپه هلکه ښه نیت درلود اونیکخواه سړی وو . دخوشحال خان خټک لاندې شعر دارواښاد په هکله صدق کوي .

چې دخلکونیکخواهي لرې په زړه کې                   

مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې

(خوشحال بابا) 

ارواښاد دګوندلارې چارې نه خوښولې  اوله دې کبله دهیڅ سیاسي اویامذهبي ګوندغړی نه وو . همدالامل وو چې ارواښاد دهیڅ کوم بل زورواکي او سرزوروري سړي تر واک،اغیز او لاس ‏لاندې رانغی. 

دسترګام خبرې :

کله چې دنړۍ لومړی انسان نیل ارمسترونګ Neil Alden Armstrong د جولای میاشتې په یوویشتمه نیټه   ۱۹۶۹ ع کال  کې د سپوږمۍ په سطحه باندې خپله پښه کېښوده، نويې دځمکې خلکوته لاندې پیغام راوستولو .

That’s one small step for a man, one giant step for mankind
 ژباړه : دادیوه سړې  لپاره (چې دمیاشتې په سطحه باندې يې قدم کېښود)  یوکوچنی ګام دی  خود بشریت لپاره (په نړۍ کې) یوډیرسترګام دی .  

زماپه آندد ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏‏همدغه میړنی اقدام چې په پښتوژبه آن څولسیزه لکچرورکړه دنړۍ لومړی انسان نیل ارمسترونګ عمل سره کټ مټ ورته بیلګه ده.دابه ومنوچې دیوشخص په توګه د ارواښاد پوهاند صاحب میرازي ‏له خواپه پښتوژبه لکچرورکول،یوکوچنی ګام دی خودافغان ولس لپاره نوموړی اقدام یوسترګام دی. 

د جایزې خبرې :  

په جرمني کې دافغان ساینسپوهانوټولنه وړاندیزکوي چې دارواښاد پوهاند صاحب میرازي ‏په ویاړ په کابل پوهنتون کې یوه پرتمینه لمانځغونډه جوړه شی او دافغانستان اساسي قانون  ۱۳۸۲ ه .ش کال شپاړسمې مادې په پام کې نیولوسره ، پښتوژبې ته دپوهاندصاحب میرازي فرهنګي اوعلمي خدمتونو په بدل کې دلوړو زده کړې وزیر،له خو ا دوزیر محمد گل خان مومند دجایزې مېډال ورکړشي.

دهیوادساینسپوهان هغه معتبر،په علم اوټکنالوژی سمبال قوت دی چې الله ج ورته دحکمت اوکمال علم ورپه برخه کړی دی . په قرآن شریف کې راغلي دي :

دمجسمې وړاندیزخبرې :

دجهادپه درشل کې یوځانګړی اوغیرعادي دود په هیوادکې منځ ته راغلی چې دکاذبو مجاهدشهیدانو، زورواکانو اوجنګسالارانو په نوم، سرکونه، مکتبونه، څلورلارې، هوايي ډګرونه نومول کیږي. په داسې حال کې چې د ساینسپوهانو او نامتوعلماو په هکله دولت هیڅ اقدام نه کوي او بې پروا چلند ورسره کوي.

 د هیواد څخه دننه او بهر ګڼ شمېرپوهانو، فرهنګیانو، ملي ولسې شخصیتونو،مدنې ټولنو او د پوهنتونو استادانو اوزده کوونکو غوڅ وړاندیز دلوړپوړوچارواکوڅخه دا دی چې پښتوژبې ته د بې سارې خدمت په بدل کې د ارواښاد پوهاند صاحب میرازی ‏مجسمه د ساینس پوهنځی په انګړکې جوړه شي.

د پای خبرې:

زړه مې غواړي چې د ارواښاد پوهاند صاحب ډاکټر میرازي د ژوند ليک  او پښتوژبې ته ‏د هغه د خدمت   په تړاو ډير څه وليکم خو ريښتيا خبره دا ده چې اوس زما د زړه ‏زور هم اوبه شوی دی. دا ځکه چې زماعمرداویاووکالوڅخه اووښتی دی.‏

په پایله کې زه د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځی پخواني استادپه صفت ارواښاد پوهاند صاحب ډاکټرمیرازي ته ‏دالله ج څخه جنت الفردوس اودرندې کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم.  

ارواح دې ښاده وي 

 

  ‏الحاج پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  ‏

په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنې دمشرتابه غړي په استازیتوب

ځای : د جرمني هیواد

نیټه :  د جولای میاشت ،۲۰۲۰ زکال

اخذلیک :
 ۱- د قرآن کریم ترجمه اوتفسیرپه پښتوژبه کښې، ړومبی جلداودویم جلد، چاپخانه   دحرمینوشریفینودخادم پادشاه فهد د قرآن کریم دطباعت لپاره ، په پښتنوکې د(تفسیرکابلي) په نوم مشهوردی، ځای مدینه منوره،،کال ۱۴۱۴ هجري
۲- دپوهاندصاحب ډاکټرمیرازي سره شخصي مرکې اومجلسونه
۳- د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيارلیکنه : دجهادپه هکله څو مهمي      پوښتني او د هغو ځوابونه ، لراوبر Larawbar.com  2009-09-26
۴- دلراوبرپه ویبپاڼه  کې دغوره مضمونونو څخه ګټه پورته شوې ده
۵- غوث خیبري ،پښتانه دبرهما،زردښت ،بودااواسلام په پېرونوکې
جرمنی ،۲۰۰۵ کال 

۶- دافغانستان اسلامي امارت islam-iea.com/

۷- دافغانستان دطالبانواسلامې تحریک  http://talibnews.com

2 COMMENTS

  1. مرحوم پوهاند ته د ابدی نورایت په هیله.
    امّا
    د ځینو کسانو د کوم څیز یا کوم شخص یا کوم تفکر او عقیدی سره هم لیونی مینه او هم لیونی کرکه د سخت تعجب وړ ده البته اصولاً افراطی کرکه د غندنی وړ ده او افراطی او لیونی مینه د ستائنی وړ ده شاید نه د سرمشق او درس په توګه بلکه د یو خواږه جرئت او تهور او هنر د ښکلی ننداری پتوګه.
    ګران انجنیر صیب نظر محمد ځدران یو له هغو کسانو څخه دی چی د خپلی مورنی ژبی سره کلکه او لیونی مینه لری چی په آیات او حدیث او ادب او شعر ئې د خپل بیرغ حقانیت ثابت کړی دی چی هیڅوک ئې د سلیقی او علاقی او عقیدی د خنډ حق نلری. مُلایان وائی انسان به د هغه څه او هغه چا سره محشور سی کوم چی مینه ور سره لری او خوښ ئی وی، بناً هیله ده ګران ځدران صیب د صالحو پښتنو او صالحه پښتونولی سره محشور سی.

  2. سلام

    د کابل پوهنتو ن د کتا بتون په هکله ستا سې یادونه بیکل واقعیت دی .د پښتو ژبې پیاوړتیا ،ارزښت، ملی اوپه ڼړیواله کچه پراختیا کې ستا نظر پر ځای اوعلمی اړخ لری .چې خپل پښتانه ملا مت وی نو له پردیو به څه تمه کړو . پښتانه خپل پښتو ن ته بډې راوهلی چې څنګه یی تخریب کړی .یو علمی یا فرهنګی مرکز ته را وښیه چې هلته د ژبې لپار ه دوه کتابونه پراته وی.تا خو المان عالی تحصیلات کړی او دغه دسپلین ښه پېژنې.یوه ورځ زما یو انګریزی کتاب په کار وه د ګویته پو هنتو ن کوزه خوا دو کیلومتری کې یو څلور پوړیز کتابتو ن وو .لاړم د معلومات میز ته د کتاب پوښتنه مې وکړه ګتاب دار وویل چې بې له المانۍ ژبې څخه په بله ژبه هیڅ شی موږ دلته نه لرو! ما ویل ولې هغه وخندل دا وروسته له ڼړیوال جنګ زموږ د المانی ژبې لاس ته راوړنه ده .

    موږ ډیر احساساتی ولس یو. هېڅوخت شاته نه ګورو .زموږ د نامعلوم دولتی پوهنتون استاد غازی امان الله خان پسې را اخیستې ده نن را نه پاتې ده په پرون کې اخته یو . دیوه پوهنتون استاد هم باید علمی دریځ،شخصیت ،معیار او اصول ولری نوستا خبره سمه ده چې دکاغذ زمریان نن سبا ډیر دی.

    زموږ ژبه دکړکېچ په دې لنډو اواوږدو کې له سترو پېچومو،کمبود، بدمرغیو ، کرکو ، تخریب او تجارت سره مخامخ اودتماشو ښکار شوه ، داراسره ومنه چې دلته بل ډول بوږنونکی فرهنګ را چالان دی موږ باید ومنو چې اوس هم سر وخت دی چې عاقبت ته په سوله اویووالی واحترام او عزت وبوهه او درایت کې لومړیتوب ورکړو. کور مو ودان .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب