شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeکلتورویښ ځلمیان د افغانستان یو سیاسی تحریک

ویښ ځلمیان د افغانستان یو سیاسی تحریک

زمری محقق

د کتابونو لنډه پیژندنه

غواړم چی د هر کتاب تر لوستلو وروسته د هغه لوب لباب او اصلی محتوی په  ډیره لنډه توګه مینوالو ته، وړاندی کړم .

دا کار به د خپل ګران پلار ارواښاد محمد علم بڅرکی په کتاب سره پیل کړم.

ویښ ځلمیان ( د افغانستان یو سیاسی تحریک ) :

دا کتاب چی په ۱۶۰ مخونو کی په دوه زرم کال کی چاپ سوی  د۱۹۶۴ – ۱۸۷۱ کلونو په اوږدو کی د سیاسی لوړو ژورو او د هغه وخت د ټولنیزو ناخوالو او خرافاتوله منځه وړلو او اجتماعی عدالت د رامنځ ته کیدو به لاره کی د ویښ خلمیانو د ملی مبارزو یو روښانه تصویر وړاندی کوی .

د استبدادی حکومتونو پرضد د ویښ ځلمیانو دا مبارزی په حقیقت کی د تیرو غورځنګونو په دوام ترسره سوی دی د بیلګی په توګه د سیدجمال الدین د منورینو غورځنک (۱۸۶۳ م ) کا ل، د مشروطه خواهانو جمعیت ( ۱۹۰۳ م ) چی زیات شمیر وطنپال منورین یی بندیان او شهیدان سول .

 د ویښ ځلمیانو په لومړی مرام کی په عمومی ډول دغه دوه هدفه درلودل:

لومړی په هیواد کی ټولنیز او اداری فساد له منځه وړل او اجتماعی عدالت ته لاره اوارول

 دوهم د مشروطه غوږتونکو مشعل روښانه ساتل .

 خو دوهم مرام یی چی په ۱۳۲۸ کال د زمری د میاشت په ۲۷ نیټه په کابل کی تصویب سو، دغه لاندنی ټکی به کی شامل وه :

د معارف تعمیم او د اذهانو تنوی، د ملی وحدت تقویه کول.  

د ټولو اقلیتونو د مشروع او قانونی حقوقو رعایت کول، په متقابل صورت په پښتو او فارسی سره ږغیدل. له ظلم خیانت، تملق، رشوت او درواغو څخه ځان ساتل او د هغو سره مجادله کول . 

د خرافاتو او بدو رسومو اصلاح کول. اجتماعی همدردی او خوشبینی پیدا کول، ملی مفاد پر شخصی ګټو مقدم ګڼل. له هیواد څخه نا پوهی، ناروغی او اوږه لېری کول. د دین، ملت او خپل ملی حکومت سره مینه درلودل. 

وطنی شیان حتی المقدور استعمالول، د بد خرڅی او عیاشی څځه ځان ژغورل .

د حزب غړی په کال کی لږ تر لږه پیځوس افغانی د ګوند خزانی ته ورکوی. او د حزب لپاره ملګری پیدا کوی. د حزب د مرام تبلیغ د حزبی غړی لپاره لازم او واجب دی. څوک چی نوی حزب ته شاملیږی عمر یی باید د اتلسو کلونو څخه لږ نه وی.

 تر ټولو لومړی دغو کسانو د ویښ ځلمیانو تحریک پیل کی:

د کندهار او فراه څخه لوی استادعبد الحی حبیبی، عبدالرؤف بینوا، فیض محمد انګار، محمد رسول خان پښتون، عبدالشکور رشاد، محمد ابراهیم خوا خوږی، محمد علم بڅرکی او عبدالرزاق فراهی. 

له ننګرهار څخه ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، صدیق الله رښتین او غلام حسن صافی. له غزنی څخه نور محمد ترګی .

 له پکتیا څخه نیک محمد پکتیانی او غلام محی الدین زرملوال چی هغه وخت یی تخلص روښان ؤ .

د ویښ ځلمیانو نشراتی ارګان د (انګار) په نامه په کال (۱۳۲۹ هجری) ؤ چی د فیض محمد انګار مسؤل په خپرونو پیل وکړ خو پرته له محکمی ډیر ژر توقف سو. وروسته بیا د ګل پاچا الفت له خوا د ولس په نامه اونیزه جریده خپریدل .

کله چی د ویښ ځلمیانو نو د غړیو شمیر په چټکی سره مخ په زیاتیدو سو نو سرکارهم په وارخطایی سره د هیواد په ګوټ ګوټ کی د ویښ ځلمیانو د مشرانوپه بند یانولو پیل وکړه. چی د هغی جملی څخه مولوی بهرام خان اڅګزی، محمد انور خان اڅګزی (د بڅرکی صاحب پلار)، محمد علم بڅرکی، فیض محمد انګار، محمد ابراهیم خواخوږی، محمد رسول خان پښتون، ډاکتر محمودی او مدیر غلام جیلانی خان او نور یی د څلورو څخه تر لسو کلونو پوری د زندان د میلو شاته واچول ځنی نور یی هم یا فرار ته اړ کړه او دغه سیاسی تحریک یی داسی وترټی چی بیا یی ونه کړای سوای چی سیاسی ملی جبه بیرته سره راټوله کړی. په افغانستان کی د سردار داود خان دا دوره چی  تقریبآ د ۱۳۳۰ – ۱۳۴۰ پوری دوام کوی خورا تیاره او په غم لړی زمانه وه. د مرحوم بڅرکی وایی پخپله سردار داود د کومی مشخصی ایدیالوژی خاوند نه ؤ او نه یی هم کوم ټاکلی مکتب تعقیباوه د ده ټول اوامر د ړانده ډبره وه پر هر چا چی به ومښته

5 COMMENTS

  1. ویښ ځلمیان د افغانستان د تحرک ماشین و او که نه نو اوس به مو هم راډیوګانې کافرې ګڼلې او په ټوپک به مو ویشتلې!

  2. ویښو ځلمیانو ویده افغانستان راویښ کړ! د دې جریان بنسټ ایښودونکې دې خدای جنتیان کړي که نه اوس به هم د غفلت په خوب ویده وای!

  3. سلامونه،
    د بڅرکی ساب د زوی زمري خان محقق ساب نه ډیره مڼنه .
    د ویښ زلمیانو غورځنګ په رښتیا هم د اماني غورځنګ په دوام له تاریخي پلوه د پښتونخوا او افغانستان لپاره د اکسیر رول لوبولی دی. دا چې د هغه نهضت غړي تر پایه پخپل هوډ او مرامونو پاتې شول که ځينو ېې د استبدادي (داوود خان!) د دسیسو ښکار شول ؛د مساءلې یو اړخ؛ او داچې بې-عدالتي، فساد، ملي نفاک او شکاک ؛ د بدو رواجونو او خرافاتو نه اصلاح کیدل ، د ناپوهیو، ناروغیو او لوژې لا پسې زیاتیدل ؛ د وطني یا هیواد دڼني شیانو په ځای له چینايي ،پوکستیاڼي نیولې تر روسي او ایراني او داسې نورو محصولاتو پکارول ؛ اسرافونه او عیاشۍ کول ا.د.ن. …. لا تر اوسه هم د بیجاره افغان ولس د غاړې طوق دي ؛ په دیوو کښې د چا او چاچا ګناهونه دي ؛ والله اعلم .
    آ د عالمانو خبره خدای تعالی ج.ج. دې اول هدایت وکړي
    ،او که نه کیږي دا پورتني فسادات او شرور او ګناهکاران دې په عذاب عظیم ، في طغیانهم یعمهون او صم بکم عمیُُ واړوي. آمین ثم آمین یا رب العالمین.

  4. سلام
    ارواښاد پوهاند صدیق الله رشتین صاحب ژبپوه ،لیکوال او عالم وایی چې د ویښ ځلمیانو د نهضت منشی وه. همدارنګه د ويښ ځلمیانو دوهم اوچت عالم او څېړونکی ارواښاد بینوا صاجب دی چې ددې تحریک لپاره یی ډیرې هلې ځلې کړی .رشتین صاحب وایی ددغه تحریک غړی په ډېرکم وخت کې په درې ډوله غرو ووېشل شول :
    ۱- کاری اودایمی غړی
    ۲- د څوکۍ ، مقام او قدرت په تېروتنی غړی
    ۳- فراری او له ډګر ه تښتیدلی غړی
    داکتر محمودی وروسته د شعلی پولې او پیاوې ډله کې راڅرګند شو .غبار هم د ویښ ځلمیانو ادعا کوی او شعله یان غبار ملګری بولی نه پوهیږم والله اعلم .
    رشتین صاخب وایی چې د ویښ ځلمیانو په وړاندې ډېر سیاسی وجوهات ول چې ددې تحریک مخه یی ډب کړه ځکه موږ ډېر اجساساتی ، قدرت اومقام غوښتونکی ،اود شخصی ګټو مدافع ولس یو چې دریواړه ملی ستونزې رامنځ ته کوی

  5. ۲
    دتبصرې باتې برخه: ۱۳۲۰-۱۳۲۵
    غلام حسن خان ساپی د ویښ ځلمیانو مشر تېر شوی ارواښاد بېنواصاحب وایی:دا هغه وخت وه چې ښاغلی بېنوا د پښتو ټولنې ریس وه.د ویښ ځلمیانو دګوند دمفکورې طرحه وشوه او بېنوا دخپلو نورو هم فکره ملګرو سره ددغه سیاسی جریان په جوړولو کې چټکه ونډه واخیسته او د لومړی خل لپاره یې ددې ګوند مانیفیست په کابل مجله کې خپور کړ .
    دغه سیاسی جریان دخپل وخت مترقی مفکورې به ښه شان انخورولې .خو دغه ګوند د یو شمیر مر تجعینو اوسیاسی قدرت له وېرې ډېردوام ونه کړاو دګوند غړی په چوکیو تېروتل او یوشمیر بندیان شول.د ډېرو سیاسی ، اجتماعی،نا برابرو او نا انډولومسایلو او حالاتو په وجه له منخه لاړ د اروا ښاد بېنوا یوه شعر کې »نوی ژوندون غواړم«ددې ګوند دروحیې سره سم خپل ارمان ډېر ښه را څرګند کړی دی .
    ښاغلی بینوا د رشتین په څېر په ډیر و مهمو مقامونو کې کارکړی دی ولې کمونستانو د مرحوم شهید داود خان په زور رشتین صاحب جبرا تقاعد ته ټېل واهه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب