دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورسینمالمسیو ته د امیتابچن لیک

لمسیو ته د امیتابچن لیک

یادونه :

د هندي سینما لوی او اسطوریی لوبغاړي امیتاب بچن په دې ورځو کې خپلو دوو نجونو لمسیانو ته یولنډ لیک لیکلی دی، دغه لیک  نن موږ د نهرو پوهنتون د پښتو څانګې د دویم ټولګي زده کونکو په خپل درسي ساعت کې د خپل استاد په لارښونه وژباړه، پښتو ژبه لومړنۍ ژبه ده چې د دغه لیک ژباړه خپروي، له ګرانو دوستانو سره یې شریکوو په مینه یې له خپلو ماشومانو او نجونو لمسیانو سره شریک کړئ .

په درناوي

د نهرو پوهنتون د پښتوڅانګي د دویم ټولګی د زده کوونکو ډالۍ

1نجونو لمسیو ته د امیتابچن لیک

زما ګرانو لمسیانو نويا او ارادیا  !

څرګنده ده چې تاسې دواړې په خپلو نازکو اوږو یولوی او ارزښتناک ميراث ليږدوئ. هغه ميراث چې ستاسې له نيکونو هريونش رای بچن او اچ پي نندا څخه  تاسې ته درپاتې دی. هغه میراث چې تاسې دواړو ته د خپلو نيکونو د پرتم پيژندنې او لوړتيا وياړ بلل کیږي. سمه ده چې تاسې دواړې به د نندا او بچن په نومونو يادې شئ. خو دې ته مو پام وي چې له دې سره سره بیا هم تاسې دوې ميرمنې یئ، خلک به خپل فکر او خپله زبردستي درباندې وزغمي، دوی به تاسې ته وايي چې، داسې واغوندئ، داسې ووايئ، هلته ولاړې شئ، دلته مه ځئ …

 د داسې قضاوت تر سيوري لاندې مه اوسیږئ. له خپل فکر سره سمه خپله اراده او هوډ ولرئ. هغه څوک مه خوښوئ، چې ستاسې د کرکتر او شخصیت پر درنښت او عزت باندې نه پوهیږي، هغوی مه خوښوئ او مه یې منئ چې پر تاسو باندې خپل نظر او ایدیا په زور تحمیلوي او مني .

دا به ډیره ډیره ګرانه وي چې يو څوک دې يوه ميرمن او یوه ښځه واوسي. خو زه  باور لرم چې داسې میرمنې لکه تاسې  یو لوی بدلون راوستلای شي. دا به ډېره اسانه نه وي چې تاسې ځانته خپل حد ولرئ خپله ټاکنه ولرئ اوبیا به  د خلکو له قضاوت څخه  لرې پاتې شئ …

 تاسې په هرځای او هروخت کې د نورو لپاره بيلګي جوړیدای شئ. او کولای شئ هغه څه ترسره کړئ چې ترموږ به تاسې هغه  په ښه توګه سرته رسولای شئ …

 دا به زما لپاره  ستره لویي وي چې تاسې  دواړې د اميتاب بچن په نامه نه بلکي د بابا او نیکه په لوی ویاړ او نامه باندې يادې شئ.

      په ټوله مينه

2

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب