جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهعباس عراقچي: فاطمینو کابل او تهران د داعش له بريدونو ساتلی

عباس عراقچي: فاطمینو کابل او تهران د داعش له بريدونو ساتلی

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) ایران: افغان حکومت دې د هغو کسانو ستاینه وکړي چې په عراق او سوریه کې د فاطمیون په ډله کې جنګېدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس عراقچي کابل کې یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي فاطمیونو په سوریه او عراق کې د داعش ډلې پر ضد جګړه وکړه له همدې امله کابل او ایران ددغې ډلې له بریدونو په امان دي.

د عراقچي په خبره کابل او تهران دې د فاطمینو ستاینه وکړي چې په یادو هېوادونو کې یې له داعش سره جګړه کړې او کابل او تهران یې د هغوی له جګړو ساتلی دی.

فاطمینون د افغانستان هغه شعیه وګړي دي چې ایران ترې د فاطمینو په نوم ډله جوړه کړې ده او په سوریه کې د بشارالاسد د نظام د ساتنې لپاره د ایران په لارښوونه جګړې کوي.

د سید عباس عراقچي په مشرۍ تېره چهارشنبه د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلاوي کابل ته سفر کړی و چې په کابل کې یې په بېلابېلو غونډو کې د ګډون خبر ورکړل شوی و.

ایران-افغانستان سره د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه ورکوي

3 COMMENTS

  1. عباس عراقچي ته باید وویل شي چې ممکن تاسو تهران د داعشیانو له برېدونو ساتلی وي خو ستاسومزدورانو مونږ ته اوربل کړ . د فاطمینو وینې څښونکې ډلې له لاسه زمونږ هزاره ورونه څوځلې د داعشیانو له لاسه د انتقام په سرو لمبو او خپلو وینو کې ولمبېدل.

  2. عباس عراقچى د افغانانو زڑہ کابل کى
    سى پہ کومو ٹکو د فاطمیون
    ایرانى آجرتى مزدور قاتلان ستایلى،
    دا داسى دہ،
    لکہ پہ تہران کى سى جند الله وستائل سى ،
    یا کردان وستائل سى؟
    خو پہ وسنى ایران کى نہ سوک
    کرد او نہ ہم بلوس بیلتونپال ستائل سى،
    افغان اخپلمنزى وروروزنى د پرادوئ پہ اشارو جنگ نن دومرہ پہ گونڈو کڑئ دئ،،
    سى د عراقچى غوندى معمولى ڈپلومیٹ د داسو شکارہ لاس وہنى جواب نہ بریتور او نہ ہم ژیراور لرى،
    افسوس ڈیر افسوس۔

  3. همدا ایران او پاکستان استخباراتي لوبې دي، چې زمونږ هیواد اور اخیستی دی.
    تاسې ناولي ایراني شیعه زمونږ کابل نشئ ساتلې ، تاسې او ای ایس ای زمونږ بې ګناه ولس وینې څښئ، نور هیڅ هم نشئ کولی .
    د دوی د مداخلو ځواب باید حکومت په سخته لهجه ورکړي !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب