جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: طالبانو تېره میاشت ۴۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

امنیت شورا: طالبانو تېره میاشت ۴۲۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(شنبه، د سرطان ۲۸) دافغانستان د ملي امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې طالبانو ۴۲۰ ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي.

امنیت شورا په خبرپاڼه کې لیکلي، دغه راز وسله والو طالبانو په تېره میاشت کې ۱۴۵۶ بریدونه کړي، چې له امله يې ۱۲۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي سره له دې، طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو ژمنه کړې وه، خو تېره میاشت یې په ښارونو او لویو لارو کې تر ټولو زیات بریدونه کړي دي.

امنیت شورا لیکي، طالبانو په تیره میاشت کې ډیره مرګ ژوبله د هیواد د ۳۰ ولایتونو له ډلې په سمنګان، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ولسي خلکو ته اړولي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده مرګ ژوبله کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د امیت شورا د دې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د سرطان په ۲۱ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) په یوه اعلامیه کې د افغانستان روان وضعیت د جدي اندیښنې وړ وباله، او د جګړې له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي، څو په دوحه کې د خبرو لپاره مناسب چاپيریال رامنځته شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په قصدي ډول د دیني علماوو، عامو وګړو، مدني فعالانو، قضايي او روغتیایي کارکوونکو او خبریالانو په نښه کول د اندېښنې وړ مسئله ده.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستي راپور له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو ۶ مباشتو کې په ۸۸۰ پېښو کې ۱۲۰۰ ملکي افغانان وژل شوي او تر ۱۷۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

1 COMMENT

  1. دافغانستان د ملي امنیت شورا د افغانستان له دښمنانو نه د خیر تمه لري . ټالب هغه منحوسه غیر اسلامي ، جاهله ، تروریسي او غیر انساني اقغان ضد مزدوره ډله ده چې د فکیستان په امر د افغانستان مسلمانان وژني . له حرفوي قاتلانو د ترحم غوښتنه داسې مانالري لکه حیوانات چې له قصاب نه وغواړي خیر ده ، الله ج ته وګوره او ما مه وژنه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب