سه شنبه, مې 14, 2024
Homeروغتیاشات یوازې خواړه نه دي

شات یوازې خواړه نه دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

له ډېرې پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د مکرب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکرو بیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسور ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ما ده چې د انتي بیوتیکو پر وړاندې د بکتریاوو مقاومت له منځه وړي.

په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون د درې ډوله بکتریاوو پر وړاندې چې د ټپونو د مکروبي کېدو لامل ګرځي، په ګوته شوی دی. پایلو ښودلې چې شات کولای شي په مختلفو بڼو د بکتریاوو د پرمختګ مخه ونیسي. نو شات نه یوازې یو ارزښتناک خوراک دی، بلکي یو قوي انتي بیوتک هم ګڼل کېږي.

د شاتو په اړه چې په دې وروستیو کې کومې څېړنې شوې دي، ښيي چې شات د ټپ منځ ته د بکتریا د داخلېدو مخه نیسي ځکه دا د بکتریا د ژوندي پاتې کېدو لپاره هغه اړینه مرحله ده چې په پایله کې یې ټپ مکروبي کېږي.

شات کولای شي چې باکتریاوې د انتي بیوتیکو پر وړاندې حساسې کړي او همدا حساسیت یې د له منځه تلو سبب ګرځي.

څېړنې دا هم په ګوته کوي چې د ټپونو د درملنې لپاره له انتي بیوتیکو سره د شاتو کارول نسبت یوازې ضد مکروبي داروګانو ته ګټور تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب