دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتورسینمازما افغانستان/ آصف بهاند

زما افغانستان/ آصف بهاند

(Mit Afghanistan)

د افغانستان په باب یو مستند فلم ته بیا ځلي کتنه

لومړۍ برخه

څه موده مخکې یو فرهنګي دوست د یو ځانګړي بنډار په ترڅ کې را ته یاده کړه چې له ځینو مهمو فرهنګي کارونو نه چې په بهر کې د افغانستان او افغانانو په باب تر سره شوي دي، د تا په ګډون هیڅ یو قلموال یا خبر نه دي او یا هم د هغو په باب څه نه لیکي او نه یې نقد کوي او نه یې د ګزارش په بڼه یادونه کوي.

ما ور ته کړل یو لنډکی مثال خو به راکړې چې څه داسې مهم شوي دي چې زه او یا هم نور قلموال غافله او ور نه نا خبره یوو. ده را ته و ویل دا دی د ډنمارک په کوپنهاګن کې څه موده وړاندې یو افغان له یوه ډنمارکي ټیم سره په ګډه، د افغانستان په باب یو مستند فلم جوړ کړی دی او تاسو یا ورباندې خبر نه یاست او یا مو څه نه دي پرې لیکلي او…

ما ور ته کړل چې ته خو به د نقیب خواجه «زما افغانستان» نومی فلم نه یادوې؟ ده را ته کړل خیر یوسې هماغه یادوم، له مال نه خو یې نوم هم هیر و. ما ورته و ویل چې ولې ما لیکلي و او خپاره کړي مې هم دي، ښه په وخت او پر ځای ما خپله له خپلې کورنۍ سره، په کوم ښار کې چې اوسیږم، ور ته کمپاین کړی د فلم رکلامونه مو ویشلي دي او په پای کې مې په خپله د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره فلم تر پای پورې لیدلی دی او بیا مې یو ښایسته مفصل ګزارش ور ته لیکلی او د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ کې مې خپورکړی دی.

دې دوست هیله را نه وکړه چې چیرې دې خپور کړی دی، ما ته یې پته را کړه چې زه یې ولولم. ما سمدلاسه ور ته ویل چې ما خو یاده مقاله په څو ویبپاڼو کې خپره کړې ده، په نورو ویبپاڼو کې به يې تر لاسه کول لږ ستونزمن وي، خو په افغان جرمن آنلاین کې زما ځانګړي آرشیف ته مراجعه وکړه، هلته یې لوستلای شې.

یوه ورځ وروسته یې بیا وپوښتلم چې انډیواله هلته ستا  د مقالې سرلیک شته، خو چې کلیک یې کړې نه تر لاسه کیږي. ما چې کنترول کړ، په رښتیا چې نه تر لاسه کیده، نومې د افغان جرمن دوستانو ته و ویل چې څه خبره ده؟ هغوی و ویل چې ښايي هماغه وخت به کومه تخنیکي ستونزه پیښه شوې وي چې زموږ هم پام نه دی ور ته شوی، که یې اړتیا وینې، کیدای شي بیا یې آنلاین کړو.

ما هم خپلو لیکنو آرشیف را خلاص کړ او د مقالې اصل مې را پیدا کړ چې اوس یې یو ځل بیا آنلاین کوم، خو مخکې له هغه نه د افغان ــ ډنمارکي ژورنلست ښاغلي نقیب خواجه په باب دوې هغه مهمې خبرې چې د دې مقالې له لیکلو نه وروسته پیښې شوې دي، لومړی به د هغو یادونه وکړم بیا به اصل مقاله راوړل شي.

کله مې چې د ښاغلي نقیب خواجه فلم ولید او دا مقاله مې ور ته ولیکله او خپره مې کړه، ما داسې تمه درلوده چې ښايي ښاغلي خواجه به یا خپله دا مقاله ولولي او له ما سره به د اړیکو اوخبرو ور پرانیزي ا و یا به حد اقل کوم بل څوک د ده پیژندګلوو افغان دی خبر کا چې ستا پر فلم داسې یو څه لیکل شوي دي، ته یې منې او که یې په مقابل کې کوم استدلال لرې، خو له هغې ورځې نه بیا تر نن پورې د ښاغلي فلم جوړونکي پته ونه لګیده.

ما د ۲۰۱۴ کال په لسمه میاشت کې کیف ته یو سفر درلود، کله چې له سفر نه راستون شوم، په تصادفي ډول مې ښاغلی خواجه د کوپنهاګن په هوايي ډګر کې ولید. ده زه نه پیژندم، ما ورپسې غږ وکړ ومې دراوه او ځان مې ور وپیژانده او په بیړه مې ور ته و ویل چې ما ستاسو پر مستند فلم(زما افغانستان) باندې دغسې یوه مقاله لیکلې ده او غواړم د دغه فلم او ستاسو د نورو هنري ژورنالستی کارونو په باب افغان لوستونکو ته څه نور شیان هم ولیکم، زه ستاسو مرستو او مشورو ته اړتیا لرم او…

دا مې د تیلفون شمیره او دا مې هم ایمیل، هیله ده چې ما سره اړیکې وساتئ، خو له هغې ورځې بیا تر نن پورې د ښاغلي خواجه پته بیا هم ونه لګیده.

په ډنمارکي میډیا کې مې ولیدل چې ښاغلي خواجه د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د کوم ورته مستند فلم د جوړولو له پاره سوریې ته د تګ شوق کړی و، خو  هلته له تاو تریخوالي سره مخ شوی و او هغه څه ور سره  شوي وو، چې باید له یوه ژورنالست سره نه وای شوي.تورکي پولیسو د ټولو قوانینو پر خلاف ښه ډبولی و، داسې شین یې اړولی و لکه سوسنی بانجان،

چې وروسته له لږ رغیدو نه یې بیا له کوم تلویزیون سره په  انتریوکې د مسالې جزیاتو باندې په خپله رڼا اچولې وه.

او اوس هم خپله مقاله:

2« زما افغانستان » دهغه فلم نوم دی چې دیوافغان ــ ډنمارکي ژورنالست له خوا،دیوډنمارکي ټیم په مرسته جوړشوی دی.دا فلم یو وار د ۲۰۱۳ کال دجنورۍ دیودیرشمې(۳۱) نیټې  دماښام په پنځوبجو،دډنمارک په دولسو(۱۲) لویواو وړو ښارونوکې اوبیا د۲۰۱۳ کال دفبرورۍ د پنځمې نیټې د تیرماښام له اتوبجونه څودقیقې وروسته،دیوډنمارکي تلویزیوني چینل ( DR2 ) له خوا،په استثنايي ډول نندارې ته وړاندې شو.
زموږټولنه اوخلک له هراړخیزپلوه داسې ځپل شوي اوزیانمن شوي دي چې،لکه مات ورخ له هرې خوا اوبه ورباندې ورماتیږي.باد،باران،ږلۍ او… وخت ناوخته ورباندې ورښکته کیږي اوهر څه پرمخ سره وړياوپه دې ډول افغانستان اودافغانستان ټولنه اوخلک داسې دي لکه:
« آبۍ،ټوله بۍ ».
هرې خواته یې چې اړوې درد دی،چیغې دي،کوکې دي او…
داچا وکړل؟

څنګه یې وکړل؟

ولې یې وکړل؟

اوپه سل ګونه نورې پوښتنې چې تراوسه پورې یې ځواب له افغانانوسره هم نه شته اوله بهرنیانوسره هم.که وي هم ــ چې شته ــ خوافغانان یا څوک نه پرې خبروي اوکه خبروي یې،ډیرناوخته وي،ځکه چې افغانان په داسې دایره کې راګیرکړای شوی دي چې لوری ورنه ورک دی.څوک دی چې ددې ځواب به پیدا کړای شي.

د لومړۍ برخې پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب