جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکونړ کې د افغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښتې شوې

کونړ کې د افغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ نښتې شوې

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲۵) په کونړ ولایت کې د افغان او پاکستانو پوځیانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي جګړه هغه رامنځته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پيل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول.

مصمم وایي د پاکستانیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته نن شاوخوا یوه بجه پيل شوه چې اوس دریدلې ده.

د نوموړي په خبره لومړني معلومات دا دي چې په دې نښته کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

هغه وویل ښایي په مرګ ژوبله کې تغیرات راشي.

د والي ویاند وایي پاکستاني لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه یې کره جزیات په لاس نه لري.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د ډیورنډ په فرضي کرښې زیات تحرکات پيل کړي، چې سخت غبرګونونه یې هم راپارولي دي.

تازه یې دننګرهار دوربابا په څڅوبي سیمو کې هم د ډیورنډ پر فرضې کرښې نوې دروازه جوړه کړې ده.

1 COMMENT

  1. کونړیانو ستاسو په دغه غم کی حکومت تل خاموشه دی. کوشش وکړی خپله د ملګروملتونو د امنیت دفتر سره تماس ونیسی.
    پاکستان غواړی ستاسی د ولایت خاوره او اوبه خپلی کړی، نو پدی پلمه تاسو وژنی، تاسو ډاروی او تاسو د دغی خاوری ورکوې. ولسونو ته په تکرار وایم چه د خپل ځان غم پخپله وخوری.
    د پنجابستان د ورکیدو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب