جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د یو دیني عالم په ګډون دوه تنه ووژل شول

ننګرهار کې د یو دیني عالم په ګډون دوه تنه ووژل شول

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو د یو دیني عالم په ګډون دوه کسان وژلي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي نن له غرمې وروسته نامعلومه وسله والو په چپرهار ولسوالۍ کې د یو دیني عالم په ګډون دوه کسان په ډزو وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خو ګیاڼی پېښه تاییدوي او وايي چې د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.

د یو بل خبر له مخې د پروان ولایت په سیدخیل ولسوالۍ کې نن سهار ورته پېښه واقع شوې ده.

د پروان سیمه ییز چارواکي وايي چې د طالبانو پورې اړوند وسله والو د مسجد د ملا امام په ګډون دوه کسان د دغه ولایت په سیدخیل ولسوالۍ کې وژلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې د ه چې څو ورځې وړاندې په غزني ولایت ناپېژاندو وسله والو دوه قومي مشران په ډزو وژلي وه.

غزني کې ناپېژاندو وسلوالو دوه قومي مشران وژلي

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، او عامه خلکو وژنې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب