جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هند له لوري د مرسته شوو غنمو ۶ کاروان د چابهار...

د هند له لوري د مرسته شوو غنمو ۶ کاروان د چابهار بندر په لور روان شو

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) د هند له لوري له افغانستان سره د مرسته شویو غنمو شپږم کاروان د چابهار بندر په لور روان شو.

په هند کې د افغانستان سفارت مسؤلین وايي، افغانستان سره د هند له لوري د مرسته شویو غنمو شپږم کاروان چې ۸ زره او ۲۰۰ میټریک ټنه غنم پکې بار دي نن په ۳۵۵ کانټینرونو کې د هغه هېواد له کندلا څخه د چابهار بندر په لور روان شول.

د معلوماتو په اساس له هند څخه تر اوسه افغانستان ته ۵ اویا زره میټریک ټنه غنم په پینځو نورو کاروانونو کې د چابهار بندر له لارې رسیدلي دي.

د افغانستان حکومت وايي په کافي اندازه غنم یې په زیرمو کې ذخیره کړي چې افغانستان به سږکال د غنمو او اوړو له کمښت سره نه مخامخ کیږي.

افغانستان سره داسې مهال د غنمو مرستې کيږي چې څه موده وړاندې دهېواد له جنوبي ولایتونو پاکستان ته د غنمو د قاچاق راپورونه ورکړل شوي وو.

افغان چارواکي پاکستان ته د غنمو د قاچاق په اړه اندیښمن دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب