تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) د امریکا د بیوټکنالوژۍ شرکت مودرنا اعلان وکړ چې د کورونا پر ضد د واکسین لومړی پړاو یې بریالی و او هغو کسانو، چې دا واکسین یې ورکړی، د وایرس په وړاندې یې معافیت حاصل کړی دی.
مودرنا شرکت دوې میاشتې پخوا ویلي و چې د کورونا وایرس پر ضد د واکسین جوړولو ته نژدې شوی دی خو اوس وايي چې خپل واکسین یې پر ۴۵ تنو داوه طالبانو ازمویلی او نتیجه یې مثبته ده.
امریکا وايي، د دوبي تر پایه به د کورونا پر ضد واکسین راوباسي
د مودرنا کمپنۍ د اجرايي رييس په وینا د امریکا حکومت د دوی له لوري د جوړ شوي واکسین ملاتړ کوي او د روان جولای تر پایه به په بل پړاو کې دا واکسین ۳۰ زره تنو ته ورکړل شي.
د مودرنا اعلان په امریکا کې له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی او د امریکا علمي ټولنو له دې کمپنۍ څخه د لا ډېرو جزییاتو غوښتنه کړې ده.
د مودرنا شرکت د ازمېښتونو پایله د امریکا په نیوانګلنډ طبي ژورنال کې خپره شوې. دا نشریه د امریکا تر ټولو معتبرې روغتیايي پرمختیاوې خپروي.
د مودرنا کمپنۍ د واکسین په اړه ویل شوي چې د دې ترڅنګ چې ۴۵ تنو ته یې د کورونا وایرس په وړاندې معافیت یا مقاومت بخښلی جانبي عوارض یا سایډ افیکټ یې خورا کم دي.
په امریکا کې له کوویډ ۱۹ سره د مبارزې د ټیم جګپوړی غړی او د امریکا نامتو ډاکتر انتوني فوچي وايي چې د مودرنا د واکسین نتیجې ډېرې هیلې غوړولي دي.
ده وویل، تر ټولو ښه خبره دا ده چې دا واکسین چندان جانبي عوارض نه لري.
تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په قول ویلي و چې د سږني دوبي تر پایه به د کورونا واکسین جوړ او خلکو ته ورکړل شي.