Homeخبرونهخلک د ملي پخلاینې د عالي شورا له رامنځته کېدو خوښ نه...

خلک د ملي پخلاینې د عالي شورا له رامنځته کېدو خوښ نه دي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۵) یو شمېر​​خلک او سیاستوال وايي چې د ملي پخلاینې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د خپلې اصلي دندې پرځای د قدرت په ویش بوخت دی.

د دوی په وینا اوس هغه وخت دی چې عبدالله عبدالله د سولې مسئله جدي وګڼي، او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې وکړي چې هره ورځ پکې لسګونه پوځیان او ملکیان وژل کېږي.

خلک وايي د حکومتي چارواکو د بې پروايۍ له امله جګړه د ښارونو منځ ته رسېدلې او کومې هیلې یې چې د سولې د پرمختګ لپاره درلودې هغه په نا امېدۍ بدلې شوي دي.

د خلکو په وینا د سولې ټولې ناستې نمایشي او واک ته د رسېدو لپاره دي.

د دوی په خبره د سولې د ټینګښت لپاره یې له نوي حکومت او عبدالله عبدالله څخه ډېرې هیلې درلودې چې روان وضیعیت یې هیلې له مینځه وړي دي.

که څه هم د ملي پخلاینې عالي شورا د رامنځته کېدا شاوخوا دوه میاشتې تیریږي، خو د عبدالله عبدالله د پینځو مرستیالانو څخه د دریو برخلیک یې لاهم روښانه نه دی.

د ولسمشر پخواني سلاکار طارق فرهادي وايي: “په دې کې شک نشته چې ډاکټر عبدالله د سولې په تنظیم کې تاریخي مسؤلیت په غاړه اخیستی، خو له دوه میاشتو کار وروسته لاهم کومه مثبته نتیجه نه ده ترلاسه کړې.”

له بل پلوه د بشري حقونو کمیسیون د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنه لري او د جګړې په ښکیلو خواوو غږ کوي چې سوله وکړي.

له دې هر څه سره سره عبدالله عبدالله وايي چې د مذاکراتو د پیلېدو او د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي.

د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې د سولې ټول مسایل د ښاغلي عبدالله مسؤلیت بلل کیږي خو تر اوسه هغه هیڅ پریکړه نه دې کړې او نه کومې مثبتې پایلې ته رسېدلی.

5 COMMENTS

  1. د ملي پخلاینې عالي شورا له زرګونو غړو سره هغه مفتخوره ،عاطله او باطله اداره ده چې یواځې د امتیازاتو ، سفرونو ، خوشګزراني او دولتي مصؤنیت لپاره ایجاد شویده . د ډاکتر عبدالله همپالنه 50 سلنه د افغانستان په واک کې شریکه شوه چې پدې دوره کې به د پخوا په شان د ښاغلي ولسمشر د پلانونو د تطبیق د مخنیوي لپاره یا په بل عبارت د « چیلک اندازي » دنده سرته ورسوي .
    د ملا معنوي په شان غاصب ، متعصب انسان به د عدلیې وزیر وي ، هغه څوک چې د تېرځل 2009 کال د انتخاباتو د وخت زرهي موټر ، اسلحه ، کمپیوترونه او … لا په واک کې دي. نور قضاوت یې ولس ته پرېږدو.

  2. شاهین افغان صاحب.د غنی ټیم هم د عبدالله ټیم څخه کم نه دی .د افغانستان بودیجه غنی او عبدالله ټیمونه په ګډه سره وهی.
    نور خو پریږده چه د کرونا وینتلاتورونه هم پښاور ډبګری ډاکترانو خرڅ کړل
    ټول غله دی.

  3. البته چې دواړه ټیمونه مساوي مسولیت لري .
    د ډېرو قصابانو ترمنځ غوا مرداریږي . د عامې روغتیا وزارت مخکې د ډاکتر عبدالله سهم وو. ښاغلی فېروزالدین فېروز د پنجشیر له ولسوالۍ نه د ډاکتر عبدالله له سهمه دې مقام ته رسېدلی وو.
    ملي پخلاینې عالي شورا او تشریفاتي رئیس یې هسې هم خدای بښلی دی . د نړۍ په هېڅ هېواد کې له دومره کش اوفش سره داسې یوه اداره نشته . دلته وزارتونه او ادارې هم د سیاستوالو په میل اوغوښتنې جوړيږي.

  4. څومره ساده افغانان دي، د ډبل عبدالله خبرې، کار يې، حرکت يې، ملګري يي، کتنې يې يو عادي نفر حې سیاست سر علاقه هم نه لري پوهيږي چې دا ټول د ځان او د خپلو يارانو دپاره دي، الله دې ولس پوه کړي چې تر پوهيدلو به افغانستان نيم د پنجاب سپیو په لاس کې وي او نور به يې دې نرښځانو،کونيانو، او د نورو غلامانو په لاس ټوټه ټوټه کړي…‌ په يا ولری

  5. وطنوالو دا سوله نه ده دا یوه درامه ده دری میاشتو کښی د امریکی انتخابات کیږی۰
    تر هغه وروسته انشا الله د خلیل زاد لاره بندیږی۰
    ځکه دا د پاکستان اجندا پر مخ وړل کیږی فقط طالیبانو ته امتیازات قانع کیږی او بس۰
    هر ځل چه د سولی خبری پیدا شی پاکستان په کنړ مرمی ویشتل شروع کړی۰
    هو مهمه خبره داده چه متخد اوسی اخساساتی کیږی مه۰ددشمن مقابل کښی یو لاس اوسی۰
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...