جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکابینه: ښوونځي او پوهنتونونه دې په مشروط ډول پرانیستل شي

کابینه: ښوونځي او پوهنتونونه دې په مشروط ډول پرانیستل شي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د افغانستان کابینې پرېکړه وکړه چې پوهنتونونه او ښوونځي دې د راتلونکې اسد له ۱۵ نېټې په مشروط ډول پرانیستل شي.

د افغانستان کابینې دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له کورونا سره د مبارزې عالي کمېټې ته د تعلیمي مرکزونو د پرانیستل کېدو په اړه وړاندیز ولېږه.

د کابینې له پرېکړې سره سم به ښوونځي او پوهنتونونه ۲۰ ورځې وروسته پرانیستل کېږي خو تعلیمي مرکزونه به مکلف وي چې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هغه معیارونه او سپارښتنې رعایت کړي چې د عامې روغتیا وزارت وړاندیز کړي دي.

کابینې همداراز ویلي چې ښوونځي او پوهنتونونه به یوازې هغه مهال د اسد په ۱۵ پرانیستل کېږي چې د کورونا وایرس په خپرېدا کې زیاتوالی را نه شي.

ویل کېږي چې حاضردمه په افغانستان کې په نسبي ډول د کورونا وایرس خپرېدا ورو شوې ده.

د ډېرو باور دا دی چې اکثره افغانانو کورونا تېره کړې خو ډېر په ځان نه دي پوی شوي او ګومان کوي چې زوکام یې تېر کړی دی.

په وروستیو ورځو کې په ځانګړي ډول د خصوصي ښوونځیو مالکانو او همداراز یو شمېر استادانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی وايي، اکثره زده کوونکي او محصلان دومره وس نه لري چې انترنیټ ولري او له بلې خوا د تلویزیون له لارې د زده کړو بهیر منظم نه دی.

په یو شمېر هیوادونو کې ښوونځي پرانیستل شوي دي. د دغو هیوادونو په ډله کې یو هم جرمني دی. په جرمني کې په ټیستونو یا ازمېښتونو کې، چې د ښوونځیو د ۲ زره زده کوونکو او ښوونکو شوې، څرګنده شوې چې د پخواني تصور خلاف ښوونځي د کورونا وایرس په خپرولو کې هیڅ رول نه لري.

د جرمني څېړونکي وايي، ماشومان لویانو ته کورونا نه لېږدوي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب