جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله نن ۴۷ کاله پخوا داوود خان کودتا وکړه

له نن ۴۷ کاله پخوا داوود خان کودتا وکړه

تاند (ينجشنبه، د سرطان ۲۶) له نن څخه ۴۷ کاله پخوا په دې ورځ د محمد داوود خان له لوري کودتا وشوه او د محمد ظاهرشاه د سلطنت ۴۰ کلنه دوره یې پای ته ورسوله.

د داوود خان سپینه کودتا، چې د ډېرو مورخانو په باور د چپي ګوندونو په لمسه وشوه، په افغانستان کې ظاهراً شاهي حکومت ړنګ او پر ځای یې جمهوريت اعلان شو خو عملاً یې په افغانستان کې لومړنۍ لس کلنه دیموکراسي پای ته ورسوله.

د محمد داوود خان په جمهوریت کې نه د ولسمشرۍ لپاره او نه د ملي شورا او ښاروالیو لپاره انتخابات وشول. د بیان، مطبوعاتو او سیاسي ګوندونو ازادۍ لغوه شوې او د هیواد یو شمېر تکړه او کمساري شخصیتونه لکه محمد هاشم میوندوال په جعلي ادعاوو اعدام شول او د محمد موسي شفیق په شان شخصیتونه زنداني شول.

د افغانستان د ملي اردو یو شمېر تکړه او تجربه کار افسران تصفیه شول او پر ځای یې د خلق او پرچم د ټیټې رتبې افسرانو ته لوړې رتبې ورکړل شوې چې بالاخره یې په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د داوود خان حکومت وپرزاوه او هغه یې وواژه.

د داوود خان مړی د ۲۰۰۸ کال په جولای کې وموندل شو او په درناوي خاورو ته وسپارل شو

د ډېرو مورخانو او شنونکو په باور د محمدداوودخان کودتا د ثور کودتا او په نهایت کې د افغانستان بدمرغیو ته لار هواره کړه. د دوی په باور که داوود خان کودتا نه وای کړې نو ښايي خلق او پرچم ډلو هم کودتا ته زړه نه وای ښه کړی.

د افغان مورخ ډاکتر محمد حسن کاکړ په باور د ظاهرشاه د حکومت په اساسي قانون کې ۲۴ ماده سبب شوه چې داوود خان کودتا وکړي. دې مادې د سلطنتي کورنۍ غړي له صدراعظم کېدو، د سترې محکمې او د ملي شورا له غړیتوب او د سیاسی ګوند له جوړولو راګرځول.

د ډاکتر کاکړ په وینا ظاهرشاه غوښتل چې حکومتي او سلطنتي چارې سره بېلې کړي او پرېږدي چې د ولس له لوري منتخب استازي حکومت وکړي.

ډاکتر کاکړ د «سرطان کودتا» په نوم کتاب کې کښلي چې داوود خان استدلال کاوه چې د پاچا تربرونه د سلطنتي کورنۍ غړي نه دي خو د نوموړي دا وړاندیز ونه منل شو.

د محمد داوود خان په اړه دا هم ویل کېږي چې د پاچا محمد ظاهر خلاف یې؛ د کار خلک ښه نه پېژندل او ډېره اتکا یې په کمزورو کسانو کوله او د ده خلاف د چپيانو د کودتا د بریالیتوب یو دلیل هم د داوودخان شاوخوا ته د کمزورو کسانو راټولېدا بلل کېدای شي.

خو په دې کې هم ښايي لږ کسان شک ولري چې داوود خان ډېر لېوال و چې هیواد چټک پرمختګ وکړي. ده په تېره بیا د محمدظاهرشاه د پاچهۍ په دوره کې د صدراعظم په توګه ځینې ډېرې بنیادي پروژې اجرا کړي دي.

داوود خان د جمهوریت د ۵ کلنې دورې ډېر وخت په دې تمه تېر کړ چې شوروي اتحاد به ورسره مالي او پوځي مرستې کوي خو په وروستي کال ورته څرګنده شوه چې شوروي اتحاد له زړو ټانکونو پرته بل څه نه دي ورکړي نو یې د ایران د پاچا، سعودي عربستان، مصر او نورو اسلامي هیوادونو خوا ته مخه کړه چې په مالي مرسته یې هغه خوبونه رښتیا کړي چې ده د افغانستان لپاره لیدلي و خو ده دا کار مخکې تر دې وکړ چې په اردو کې تصفیه وکړي او له شاوخوا د پخواني شوروي اتحاد نژدې عناصر څنګ ته کړي. هماغه و چې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په ۷ کودتا پرې وشوه او د کورنۍ له ۱۷ غړیو سره په بې رحمۍ ووژل شو.

5 COMMENTS

  1. ډېره عالي لیکنه ده. خوښه مې شوه. منطقۍ ده او زما په شان خلکو ته چې د هغه وخت په اړه معلومات نه لري ډېر څه ښيي

  2. سلام
    زموږ نوی نسل باید په دې پوه شی چې مار ته لستوڼی کې ځای ورکول نه یوازې غلط کار دی بلکې کمزوری او ستره اشتباه ده . پوهاند کاکړ دکابل پوهنتون تکړه او قاطع استاد وه هغه یو زړور او ادیب پښتون وه . زه باور لرم چې دسیاست په لوړوو او ژورو کې دیوه ولس برخلیک او زعامت دټوکې او مسخرې کار نه دی . ځانګړي لید لوری او بنسټیزه جهان بینی ته اړه لری . ارواښاد شهید محمد داود هم دا ویلې چې بې مسلکه او بې ایمان خلک هېڅ کله د خدمت مصد رنه دی ګرځېدلی او نه به وګرځی . د ولس اصلی او محوری ستونزې چیر ې وې او کمونستان څنګه راشنه شول؟

    شهید داود خان هر دلیل چې وه زموږ په خوب ویده اردو کې بې له ټیټ رتبه نه بلکې خرو ضابطانو چې اکثریت مطلق یې بیسواده وه لکه ګلم جم عبدالر شید ،بل بدیل نه درلو د لهذا کودتا په چپیانو دغو ماتو کاسو اوکپړیو تکیه درلوده نو دظاهرخان اردو ولې د کابل په قیام دټول افغانستان لپاره بې تفاوته پاتې شو؟داخو دخاورې مسول وو.نفر خدمت او کش او فش وه.

    کمونستان بریالی شول چې په زرنګی سره ارواښاد محمد هاشم میوندوال دمساوات جریدې بنسټ ایښېدونکی ، تورن جنرال ماما زرغون شا شینواری،خان محمد او عارف رکشا د یوې دسیسې په نوم په داود خان ووژل چې دا دبد مرغیو پیل وه .داود خان بیاهم تصفیه و نه کړه ،

    په فارسی ک وایی : دشمن دانا بلندت می کند بر زمینت میزند نادان دوست . د داود خان دوست بې شمیره وو: د مثال په توګه حیدر رسولی وزیر دفاع ،عبدالقدیر نورستانی د کورنیو چارو وزیر، قومندان میرګل د کابل ولایت مسول . دداود خان بې کفایته درباری مشوره چیان د حسن باز منګل کورنی.هېڅ وخت کې کمزوری ملګری توره نشی کولای.

    زه دخرم په جنازه کې وم او دا لمړی ځل وه چې ما له نژدې څخه شهدای صالحین حضیره /هدیره اوداود خان ولید . بې کفایته دولت ددواخان سره خیانت وکړ د هغه قار یې بل چاته اړولی وو. هغه خپل رقیب د معرکې به اصلی ډګر کې راګیر نه کړ. داود خان ته داپټ اوښکاره غله هیڅ په نظر کې نه راتله هغه په ډېره نره افغانی نر هویت او غیرت چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لری د برژنېف خوله په احتجاج ماسکو کې ور وچه کړه نو دانور خو یې هېڅ سیال نه ګڼل.تصفیه بیا هم په قلا بی بڼه پا تې شوه

    داودخان په لوی لاس همدغو بې کفایتو دچوکۍ ،قدرت او مقام تږو خبیثانو تیر ویست او دخیر اوخیریت خبر یې ورته راووړ. نن هم همدا سیاست روان دی دافغانستان سیاسی اړخ ،تاکتیک او ستراتژی دکمزوری حکومت هغه ناکامی وه چې داود خان ډیر ناوخته داسلامی هېوادونو اړیکو ، بین الدولی او عمرانی پروژوته وهڅاوه او په تیره بیا پاکستان کې په نهایی درجه ورته ښه راغلاست وویل شو او افتخاری دکتورا یې ورکړله خو بیاهم په سفر کې دکاجې بې غړی محمد خان جلالر دتجارت وزیر ملګری وو او دداودخان سفر بیرته ماسکوته رسول کیده .بیا همغه کمونست د واشنګتن په سیمه له سپی سره ګرځیده.

    دنیوکو او سیل بینۍ هیاهو په څه شی ده کې ده ؟
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    نیوکه ډیر اسانه کار دی ،دې کې شک نشته چې داود خان هم اشتبا ه ګانې کړی ځکه هغه هم یو انسان وه
    هغه دټولو خواوود مسولیتو نو لپاره یوه معجزه نه شو کېدای نه دغه کار په سیاسی لحاظ امکان درلود .
    خو د معادلې اصلی برخه هغه ابزار او بنسټونه دی چې داود خان پرهغو د هېواد د ابادی ،پرمختګ، او پیاوړیتوب لپاره باور کړی وه . او همغه خلک اوس دنیوکو اصلی برخه ده . داود خان رښتیا یو با ناموس زعیم وو چې په یوه فقیر هېواد کې یې دخپل ایما ن،عزت، غیرت او شهامت رسالت وساته اوپه نره یې دشهادت جام پورته کړ . مېړنی دی چې یادیږی!

  3. ما د ځینو مشرانو څخه داسی تاریخی معلومات اوریدلی دی:
    د محمد ظاهرشاه د پاچاهی په ۴۰ کلنه دوره کی دافغانستان ټول خلک ویده او بی خبره
    ساتل کیده. پاچا به د خپلی ملیکی او بچیانو سره په سرګرمیو، چکرو، ذیوراتو او قیمتی شیانو اخیستو بوخت وه. د ښونځی پر ځای به په هر ولایت کی د پاچا او د هغه بچیانو ته د چکرو لپاره قیمتی کورونه جوړیدل. همداسی پاچا په هر ولایت کی د ښکار کولو لپاره څو خاص ځایونه درلودل. کله چه به پاچا دماشومانوسره د ښکار پلان درلود، نو دوه جمعی مخکی به د پاچا د ګارد مسول د منطیقی اولسوال یا علاقه دار ته خبر ورکاوه. دا خبر به یی ځکه مخکی ورکاوه چه د ښکار په ساحه کی څوک ښکار ونکړی، ترڅو د پاچا او د ماشومانو ښکار یی موفق شی. ظلم خو به دا وه چه اولسوال به د ډار له لاسه، دوه جمعی مخکی د ښکار دځای ساتلو لپاره هم پخپله + عسکرو سره+ په جبر سره د منطیقی د خلکو سره وتلو، او دښکار ساحه به یی ساتله، تر څو د پاچا ښه ښکار وشی، مثلا پاچا د زرکانو یا زرکو(کبک) ښکار کوی، نو باید پاچا ډیر زرکان وولی چه خوشحاله شی، او والی صاحب ته هم شاباش ورکړی نه ولسوال ته، ځکه ولسوال او خلکو حق نه درلود چه د پاچا سره ووینی، ولسوال+قوماندان+ ولسی خلک څو کیلو میتره وړاندی په تش لاس ساتنه کوله، خو چه کله به د پاچا ښکار ونشو، نو بیا به پاچا په والی او والی به په ولسوال غصه وه، حتی داسی هم شویدی چه والی صاحب ولسوال مجازات کړی هم دی…

    وای د پاچا بل خصلت دا وه چه سهار به د خوبه ډیر ناوخته پاڅیده، دبلی خوا یی تماس د نورو ملکونو سره کم وه، په کورنی ملی ژبه هم نه پوهیده حال دا چه په خټه او ټبر محمدزی پښتون وه. په بهرنیو ژبو یی هم پوره تسلیت او پوهه نه درلوده، خپل ټول ژوند یی په بی پروایی، سرګرمیو او اغه دغه تیر کړی دی.
    همدغه علت وه چه د پاچا په ډیره اوږده دوره کی افغانستان ډیر وروسته پاتی شو.
    خو یوه خبره وای وه چه ځمونږ سپین ګیری او بوډا ګان تری خوشحاله وه. خو ځوانه طبقه په تیره بیا معلمین، محصلین او متعلمین ورسره سر سخت خلاف وه.

    یوه بله عجیبه قیصه راته هم چاکړیده، اوس نه پوهیږم چه دا رواج د ده په وخت کی شروع شوی وه، او که دده څخه مخکی خو د ملیکی دسرغوړ په نوم یو رواج وه. خو ماته ډیر جالب دی.
    د پاچا د میرمنی یا د ملیکی دسر غوړ : رواج یا قانون داسی وه چه کوچیانو ډیر پسونه، میږی او رمی درلودلی، دوی ته شاهی خاندان رسمی امر ورکړی وه، چه تاسو د افغانستان د شاهی حکومت ځمکو (سلطانی ځمکو) کی خپل څاروی او رمی څرولای شی، په بله معنی ټولی سلطانی ځمکی ستاسو مالچرونه(چراګاه) دی. هیڅوک حق نلری چه تاسو د سلطانی ځمکو څخه منع کړی. دلته ځینی خلک وای چه شاهی خاندان ورته ویلی وه، چه د څړ ځاینو یا چراګاه په عیوض یا مقابل کی به په کال کی د ملیکی د سر غوړ په نوم غوړی راکوی. خو بیا نور وای داسی نه ده، دغه کار دکوچیانو مشرانو په خپله خوښه کړی وه.
    په کال کی به یو ځل د کوچیانو مشرانو په اوښانو بار په ټنونو غوړی د ملیکی دربار ته راوړل او ملیکی ته به یی تسلیم کړل، چه د دغو حیوانی غوړو واک به د ملیکی وه نه د پاچا. ملیکی به بیا دغه د سر غوړ په نوم غوړی خرڅول او خپله خرچه به یی له دغه درکه کوله.

    دشاهی حکومت همدغه ډول قصی می ډیری اوریدلی خو د وخت له کمی د وجی همدومره بس دی.

    شهید محمداود بیا د پاچا په نسبت ویده او خاموشه نه وه. حتی ننی پاکستان ورته دلیونی خطاب کولو. د وطن سره یی ډیره مینه وه، نه یی غوښتل چه یوه لویشت خاوره د غلیم په لاس کی وی. یو ځل یی اعلان وکړ چه ټولی نظامی قواوی دی د ډیورند خط سرحداتو ته ځان ورسوی، او ټول ملکی خلک دې د تیار سې په حالت کی وی.چه په دغه اعلان سره پاکستان په لړزه راغی. د شهید محدداود پلان دا وه چه د هاخوا پښتنو خاوره دخپلی خاوری سره یو ځای کړی.
    خو ځینی خلک وای چه د سعودی عربستان پاچا دمحمد داود خان د دغی جګړی څخه راوګرځوو. او ځینی وای چه د ده ځینو مشاورینو او وزیرانو د محمداود تصمیم بدل کړو.

    یادونه : د داود خان د دغه اعلان سره د هاخوا د پښتنو ځینی مهم مشران په کابل کی وه او د دوی نور مشران چه هاخوا پښتانه وه د تیارسې په حالت کی د داود خان سره ولاړ وه.

    بله یادونه : ځمونږ ګلبدین، برهان الدین او مسعود بیا د شهید محمد داود خان په وخت کی د پاکستان ای اس ای ته پناه یوړه. او د محمد داود خان په وخت کی یی په لغمان او پنجشیر کی د ای اس ای په هدایت په ښونځیو حمله وکړه، چه ځینی ښوونکی او زده کوونکی یی شهیدان کړل.
    د شهید محمد داود خان شعار ( تصمیم دبری لمړی شرط دی)
    د هغه وخت د ملی سرود دری کرښی
    څو چه دا ځمکه اسمان وی
    څو چه دا جهان ودان وی
    تل به پاتی یو افغان

    والسلام

  4. د شهید محمد داود خان د وخت ملی سرود

    څو چی دا ځمکه اّسمان وی
    څو چی دا جهـان ودان وی
    څو چی ژوند پر دی جهان وی
    څو چی پاتی یو افغان وی
    تل به دا افغـانستان وی
    تل دی وی افغـان ملـت
    تل دی وی جمـهـوریت
    تل دی وی ملـی وحدت
    تل دی وی افغان ملت، جمهوریت
    تل دی وی افغان ملت، جمهوریت
    ملی وحدت ملی وحدت

  5. دا ادعا به بې اساسه نه وي چې ظاهرشاه د خپل پلار شهادت ته په کتو او د اعلحضرت امان الله خان خلاف بلاوا ته په پام به ورو ګامونه اخبیستي وي خو کوم اساسي تغییر چي د ظاهرشاه په دوره کې راغلی اوس یې هم تصور نه شی کیدای.
    ظاهرشاه که ستاسو په باور کار نه وي کړی یا په کار کي سست و نو حد اقل نورو ته یې مخه ورکړې وه چې کار وکړي. اجرايي چارې یې بې د دې چې څوک پرې فشار راوړي صدراعظمانو ته ورکړې او د ولسواکۍ خوا ته بي ګامونه واخیستل. که د ظاهرشاه سلطنت په کودتا نه وای پرزول شوی ممکن د افغانستان شاهي به د انګلیستان د شاهي په شان تشریفاتي وای. د ثور کودتا به نه وای شوې، افغانستان به د پاکستان، ایران، شوروي او امریکا د جګړې په میدان نه بدلیده.
    حکیم ستوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب