جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان پر کونړ د پاکستان پر راکټي برید غبرګون وښود

افغانستان پر کونړ د پاکستان پر راکټي برید غبرګون وښود

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر کونړ ولایت د راکټي بریدونو په وړاندې غبرګون وښود او دا بریدونه یې وغندل.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پاکستان له لوري د دیورند له پورې غاړې د کونړ ولایت پر اړوندو سیمو راکټي بریدونه، چې له کبله یې د سرو مال تاوانونه اوښتي، په کلکه غندي.

په همدې حال کې له کونړ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې پر دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتي هم شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي جګړه هغه رامنځته شوې کله چې پاکستاني لوري د ډیورنډ پر فرضي کرښې نوي تحرکات پيل کړل او پر کونړ یې توغندي وتوغول.

مصمم وایي د پاکستانیو او افغان پوځیانو ترمنځ نښته د چهارشنبې په ورځ شاوخوا یوه بجه پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د وظیفې له حکم سره سم د هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د دفاع لپاره خپله سپېڅلې دنده ترسره کړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په مستقیم ډول د نښتې یادونه نه ده کړې خو په غیرمستقیم ډول یې دې موضوع ته په اشاره ویلي:«د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې پاکستاني لوري هوکره وکړه چې اوربند وکړي او په سیمه کې د دواړو هیوادونو د پوځي مسوولانو تر بیرغ لاندې غونډه جوړه شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د پاکستان له خوا دا ډول بریدونه د افغانستان لپاره د منلو نه دي او د پاکستان له حکومته غواړي چې د دې ډول اقداماتو مخه ونیسي.

دا ډول بریدونه عموماً هغه وخت زیاتېږي چې د پاکستان ملکي حکومت له افغانستان سره اړیکې نژدې کړي.

امریکا د افغانستان صادراتو ته د لارو د پرانیستلو په خاطر د پاکستان د پرېکړې هرکلی وکړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستیو ورځو کې د افغانستان پر مخ خپلې لارې پرانیستې چې امریکا یې هم هرکلی وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو جوړېدل هم د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدا سبب بللي دي.

د پاکستان حکومت د ډیورنډ په کرښه بله دروازه ولګوله

د کونړ د والي ویندوی عبدالغني مصمم پرون وویل، لومړني معلومات دا دي چې په دې نښته کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

هغه وویل، ښایي په مرګ ژوبله کې تغیرات راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب