Homeخبرونهترکیه کې د نظامي الوتکي غورځیدو پېښې له امله ۷ پوځيان مړه...

ترکیه کې د نظامي الوتکي غورځیدو پېښې له امله ۷ پوځيان مړه شوي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۲۶) ترکي رسنۍ وایي، د دې هېواد یوه نظامي الوتکه غورځیدلې او ګڼو ترکي پوځیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي د یادې الوتکې په پېښه کې ۷ پوځيان وژل شوي دي.

ترکي رسنۍ وایي دغه الوتکه په  د دې هېواد په وان ولایت کې لوېدلې ده او زیاتوي چې لا د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم شوی.

په ورته مهال د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تایید کړې او په خبره یې په وژل شوو کسانو کې دوه یې پولیس افسران او پاتې پنځه یې پيلوټان وو.

ډير کله دا ډول پېښې دهوا دخرابوالي او یاهم دپيلوټ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي خو د ترکیې حکومت وایي د پېښې په اړه یې څیړنې پيل کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...